د اسلامي ایران ولسمشر دمسلمانانو په وحدت او اتحاد ټينګار وکړ
داسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني چې پرون یې په بندرعباس کښې د شیعه او سني روحانیونو او طلباو په یوې غونډې کښې وینا کوله وویل له بده مرغه نن سبا ځینو کسانو داسې کار کړی دی چې مسلمان بل مسلمان وژني او په دغه وژلې فخر کوي .
دایران ولسمشر حسن روحاني دمسلمانانو دبیلتون لپاره د دښمانانو هڅې ته په اشارې سره وویل سرزوري ، اختلاف ، تفرقه او جنګ مسلمان تباه کوي .
دایران ولسمشر حسن روحاني په مسلمانانو کښې دتفرقې په بې معنا بللو سره وویل که چیرې غواړو د اسلامي دکلتور د دودولو لپاره په دیني او ملي هدفونو کښې بریالي شو باید په عمل کښې خپل دیني اخلاق او ورورګلوي وښیوو .
هغه وویل داسلام دین ته بلنه په محمدی ص او ښو اخلاقو سره امکان لري او د حضرت امام خمیني ره ارمان او ایډیل هم تل د مسلمانانو وحدت او اتحاد ته بلنه وه او هر مسلمان چې دبل مسلمان پرضد کوشش کوي نه شیعه دی او نه سني .
دایران ولسمشر حسن روحاني وویل که چیرې اسلامي ایران بریالی دی نو د ملي قدرت په وجه دی او دملي قدت شرط وحدت دی .
دایران ولسمشر حسن روحاني پراختیا ته درسیدا لپاره دایران په اټومي حقونو ټينګار سره وویل دښمانان به په مختلفو پلمو وغواړي نه یوازې په اټومي برخه کښې بلکې په ازاد تجارت، له نورو سره دتعامل او دصادراتو او سیالې دفعالیت په برخه کښې هم مونږ له خپلو حقه حقونو منع کړي .
دایران ولسمشر وویل اسلامي ایران په اټومي وسلو پسې نه وو او نه دی اواټومي وسلې داسلام دشرع ، فقې او اخلاقو پرخلاف دي .
دایران ولسمشر حسن روحاني دپینځه جمع یوې ډلې او ایران وروستیو خبرو ته په اشارې سره وویل مونږ په خپل مسلم او طبیعي حق ټینګار کوو او دایران په حق کښې ناروا ظلمونه څنګ ته کوو او په شپږـ(۶) میاشتې فرصت کښې موافقې ته رسیږو چې په خلکو دباونه ختم شي او خپل اټومي حقونه ترلاسه کړو .
Add new comment