مینځنی ختیځ په تیره اونۍ
په مینځني ختیځ کښې د ساز باز دخبرو اترو د بهیر د ژوندي کولو لپاره دامریکا نوي خوځښتونه ، له فلسطینیانو د ډير امتیاز ترلاسه کولو لپاره د شرایطو برابرول او دهغه په نتیجه کښې دصهیونیسټ رژيم د سلطه غواړو دریځونو سختیدل په تیره اونۍ کښې دفلسطین په اړه مسایلو کښې راځي .
په دې زمینه کښې دامریکا خارجه وزیر جان کیري پاریس کښې دفلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره کتنه وکړه .
د صهیونیسټ میشته ښارګیو دساتولو د منلو لپاره د زمینې جوړول او په فلسطینیانو د یوه یهودي حکومت په توګه داسرایلو ورمنل په مینځني ختیځ کښې د ساز باز دخبرواترو د بهیر د ژوندي کولو لپاره دامریکا دخارجه وزیر جان کیري دخوځښتونو په نوي پړاو کښې راځي .
په دې ډول شرایطو کښې د امریکا خارجه وزیر جان کیري د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره دکتنې په وخت وویل دصلحې دخبرو اترو لپاره د صهیونیسټ میشته ښارګیو خالي کول هیڅ ضرورت نلري چې دا حتی د فلسطیني هیواد له جوړیدا وروسته په فلسطیني سیمو کښې د صهیونیسټ میشته ښارګیو له پاتې کیدا سره دامریکا دموافقت په معنا دی او په دې ډول به په فلسطیني سیمو کښې د صهیونیسټ رژيم د ورپسې سلطې غوښتنې لپاره زمینه برابره شي .
په داډول شرایطو کښې د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو دمشر محمود عباس پاتې راتلل او دهغه څرګندونې چې خپل هیواد یعني د نولس سوه اته څلویښتم(۱۹۴۸) میلادي کال نیواکي ټاټوبو ته د فلسطیني کډوالو د بیرته ستیندا له حق څخه سټرګو پټولو او دفلسطین دراتلونکي هیواد لپاره د قدس د پلازمینې کیدل له منتفي کیدا پرته بل څه نه دي د خلکو زیات اعتراضونه راپارولي دي .
په دې زمینه کښې د فلسطین دپارلمان مشر عزیز الدویک ډاګینه کړه هیڅ څوک د فلسطیني کډوالو د بیرته ستنیدا په حق سترګې نشي پټولای .
د ویلو ده چې دفلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس د اردن سین د لویديځې غاړې په مرکز رام الله کښې داسرایلو د مختلفو پوهنتونونو له درې سوه (۳۰۰)محصیلینو سره په کتنې کښې ویلي وو چې مونږ به اسرایل له فلسطیني کډوالو ډک نکړو .
په عین حال کښې دفلسطین د کورواکه تشکیلاتو له سازباز ډکو چلندونو سره دمخالفتونو زیاتیدل د فتح غورځنګ په شمول د کورواکه تشکیلاتو جوړونکو ډلو ته هم غزیدلي دي .
دفلسطین فتح غورځنګ ټینګار وکړ هغه پلان چې امریکا دصلحې دموافقې په توګه مطرح کړی دی په پریکنده توګه په راتلونکي کښې دیوې حتمي جګړې بیانونکی دی او هیڅ فلسطینی چمتو نه دی دغه پلان چې پکښې په اردن درې کښې د اسرایلي عسکرو دیره کیدل ، د یوه یهودي حکومت په توګه داسرایلو په رسمیت پیژندل او دفلسطیني کډوالو دبیرته ستنیدا له حق څخه په لاس اخیستلو اعتراف شوی تایید کړي .
دسازباز دخبرواترو دپرمخ بیولو لپاره د امریکا دخارجه وزیر جان کیري دخوځښتونو نوی پړاو په داسې حال کښې دی چې خبرونه وايي دساز باز خبرې په کامل ډول د ماتي په درشل کښې ورغلي دي .
په دې ډول چې د فلسطین فتح غورځنګ په یوې بیانیې کښې ویلي دي دصهیونیسټ رژیم او دفلسطین د کورواکه تشکیلاتو ترمینځ د مینځني ختیځ د صلحې دخبرواترو د وروستي پړاو د رسمي ماتي اعلانیدل نږدې شوي دي داسې خبرې اترې چې پکښې دامریکا خارجه وزیر جان کیري د تش په نامه د څارونکي او د مینځني ختیځ د صلحې د خبرواترو دمینځګړي په توګه په ځلونو له صهیونیسټ رژیمه خپل کامل پلویتوب ښودلی دی .
یوه بله موضوع چې تیره اونۍ یې د عمومي افکارو پام ځان ته جلب کړ له کابو یولس(۱۱) میاشتې ځنډ وروسته د لبنان دنوي کابینې دجوړیدا مسله وه چې پراخ انعکاسونه يې لرل او په سیاسي ډګر کښې د لبنان دخلکو لپاره یو بل بریالیتوب ګڼل کیږي .
د ویلو ده د لبنان د لومړي وزیر تمام سلام څلورویشت(۲۴) کسیزه کابینه معرفي شوه او کابینه باید له پارلمان دباور رایه ترلاسه کړي .
دلبنان په نوي کابینې کښې اته(۸) وزیران د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په مشرۍ دلویدیځ د سلطې دمخالفو ډلو یعني د مارچ دمیاشتې داتمې(۸) نیټې غړي دي ، اته (۸) نور وزیران هم د لبنان دلویدیځ پاله ډلو یعني دمارچ دڅورالسمې(۱۴) نیټې غړي دي او اته (۸) نور وزیران هم د ولسمشر میشل سلیمان او د لبنان د دورزیانو دمشر ولید جنبلاط نږدې کسان دي .
د لبنان دسیاسي ډلو ترمینځ په برابره توګه د کابینې د ویشلو لپاره موافقه هغه وخت لاس ته راغله چې په لبنان کښې دوو(۲) سیالیو سیاسي ډلو یعني دمارچ اتمې(۸) او دمارچ څوارلسمې (۱۴)نیټې موافقه وکړه هیڅ څوک باید دحکومت دفیصلو په ترسره کولو کښې د ویټو حق ونلري .
په هر حال دا خبره چې دلبنان ډلې وتوانیدلې له کابو یولس(۱۱) میاشتې ځنډ وروسته د لومړي وزیر تمام سلام د حکومت دجوړیدا او دکابینې دجوړښت په باره کښې موافقې ته ورسیږي د لبنان دسیاسي راتلونکي لپاره د هیلې نښه ده .
په عین حال کښې د اداري پراختیا او دپارلمان د چارو سلاکار وزیر محمد فنیش چې دلبنان په نوي حکومت کښې د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله استازی دی وویل دټولو ګوندونو په ګډون سره دحکومت دجوړیدا په باره کښې د لبنان دحزب الله غورځنګ غوښتنه پوره شوي ده .
محمد فنیش زیاته کړه دلبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله تل په حکومت کښې دټولو سیاسي ډلو غوښتونکی وو او دی .
په هر حال دلبنان په کابینې کښې د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله دشتون دوام په کابینې کښې د حزب الله دګډون دمخنیوي لپاره دخوځښتونو او دسیسو د ماتي ښودنه کوي او دا داسې موضوع ده چې د لبنان دخلکو دمقاومت دښمانانو هم ورباندې اعتراف کړی دی .
په دې زمینه کښې د صهیونیسټ رژيم د ټیلي ويژن دوهم چینل د حزب الله غورځنګ سرمنشي حسن نصر الله دلبنان دحکومت د جوړیدا ترټولو ستر ګټونکی وباله .
دسعودي عربستان رسنۍ هم دغیر اصولي دریځونو په دوام سره ونه توانیدلې دلبنان دکابینې د جوړیدا په بهیر کښې له حزب الله څخه د امتیاز اخیستلو په هکله خپله غصه پټه کړي .
په عین حال کښې دلبنان دنوي حکومت د کار له پیلیدا یوازې یوه(۱) ورځ وروسته په لبنان کښې ترهګره بم چاودنه ددغه هیواد له سیاسي بدلونونو دترهګرو او دهغوې دملاتړو دخپګان ښودنه کوي ځکه چې دلبنان بدلولونه د سیاسي پیوستون پراساس دي .
په لبنان کښې د ترهګرو بم چاودنو دوام دغه حقیقت چې له ترهګرۍ سره مبارزه باید د لبنان دنوي حکومت لومړیتوب ووسي دغه خبره یادوي چې په دې زمینه کښې هر ډول ځنډ به لبنان ته ناجبرانیدونکي تاوانونه ورسوي .
له دې کبله دوزارتي کمیټۍ په جوړیدا سره دلبنان د نوي حکومت د کاري بیانیې تدوینیدل ، په کاري بیانیې کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې د موضوع ورځایول له مخکې څخه زیات ضروري دي .
په دغو شرایطو کښې دي چې دلبنان پرضد د صهیونیسټ رژیم همیشنیو ګواښونواو په لبنان کښې د اسرایلو بیا بیا تیریګرو، ترهګرو او سلطه غواړو اقداماتو او فتنو ته په پام سره دهغو په وړاندې د هوښیارۍ ساتل یو ناانکاریدونکی ضرورت دی .
په دغو شرایطو کښې دلبنان خلک له مقاومت څخه د ملاتړ د موضوع د شاملولو پرضرورت چې تل دلبنان دپخواني حکومتونو په کاري بیانیې کښې پرې ټينګار شوی دی دلبنان دنوی حکومت په کاري بیانیې کښې هم په شاملیدا ټینګار لري .
دسوريې خلکو تیره اونۍ د ولسمشر بشار اسد په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې وکړې او د ولسي او قانوني حکومت د نسکورولو لپاره یې د پردیو دسیسې وغندلې .
ترهګرو ته دقدرت سپارلو ته د سوريې دقانوني حکومت د مجبورولو او د سیاسي قدرت د انتقال دبهیر لپاره په یوه ځاې د سوريې په باره کښې د جینیوا دوه(۲) په نوم دنړیوالو کانفرنسونو او غونډو دبدلولو له لارې دسوريې پرضد د خارجي دسیسو سختیدا دسوريې دخلکو پراخ غبرګون ځان پسې لرلی دی .
داپه داسې حال کښې دي چې لویدیځ حکومتونه په تیره بیا امریکا کوشش کوي دسوريې دکړکیچ د حل کیدا لپاره سیاسي هڅو له ماتي سره دمخامخ کولو په ترڅ کښې په سوریې کښې د نیغ په نیغه پوځي لاسوهنې لپاره شرایط برابر کړي .
دسوريې ددښمانانو دغه دسیسې هم نړیوال غبرګونونه ځان پسې لرلي دي په دې ډول چې ملګري ملتونه هم د جینوا دوه (۲)خبرواترو له لارې د سوريې دکړکیچ دحل لپاره دسیاسي کړچار پرضرورت ټینګار لري .
په دې زمینه کښې دملګروملتونو سرمنشي بان کي مون ټینګار کړی دی چې دجینیوا دوه (۲)خبرې دسوريې دکړکیچ دحل لپاره ترټولو ښه لاره ده .
له عراق څخه رارسیدلي خبرونه هم ددغه هیواد په لویديځ کښې په رمادي کښې ترهګرو ډلو ته د پوځ لخوا دسختو ګوزارونو د ورکول کیدا ښودنه کوي او داپه داسې حال کښې دي چې دعراق ترهګرو ډلو هم دخپلو ماتیو تر اغیز لاندې راوستلو لپاره په هیواد کښې ترهګرې حملې او بم چاودنې زیاتې کړي دي .
په داډول شرایطو کښې مختلف خبرونه د دې ښودنه کوي چې له ترهګرو دسعودي عربستان ملاتړ یوازې په لبنان او سوريې پورې نه محدودیږي بلکې سعودي عربستان په پراخ ډول په عراق کښې د تکفیري او سلفي ترهګرو ملاتړ کوي .
سعودي عربستان له ترهګرۍ په ملاتړ کښې د ډیرو پیسو په لګولو سره په حقیقت کښې په مینځني ختیځ کښې د بې ثباتۍ او ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره دلویدیځو هیوادونو په تیره بیا دامریکا له دسیسو دډکو او دفتنې درامینځته کونکو سیاستونو اجرا کونکی دی .
په عین حال کښې د عراق خلک په خاص حساسیت سره په خپل هیواد کښې دسعودي عربستان خوځښتونه تعقیبوي او هره ورځ په عراق کښې دسعودي عربستان د دسیسو نوي اړخونه ایشوا کیږي .
په دې زمینه کښې د عراق د واسط ولایت د تجارتي کوټې مشر محمد ضیا انصاف دې خبرې ته په اشارې سره چې د سعودي عربستان د شیانو دخرڅلاو له لارې لاس ته راغلي پیسې او عاید په عراق کښې د ترهګرو ډلو لګښتونه تامینوي د سعودي عربستان دجوړو شیانو دژ ر ټر ژره د بایکاټ غوښتنه یې وکړه .
له بلې خوا دعراق د الانبار ولایت د ژغورنې دشورا مشر حمید الهایس هم دې ته په اشارې سره چې دغه ولایت له سترو دسیسو سره مخ دی وویل د عراق دخلکو اصلي دښمانان او دوکه خوړلي کسان همدا اوس دسعودي عربستان تر ملاتړ لاندې له داعش تکفیري ترهګرې ډلې او د بعث ګوند له پاتې شونو سره یوځاې شوي دي .
دعراق دالانبار ولایت د ژغورنې دشورا مشر حمید الهایس ټینګار وکړ دعراق دملت دښمانان او دسیسه جوړونکي کوشش کوي لومړۍ الانبار ولایت او ورپسې نور عراق ونیسي خو د پوځي او امنیي ځواکونو په مهربانۍ او د ولسي ځواکونو په تیره بیا دسیمې دقبایلو په هوښیارۍ سره دهغوې ټولې دسیسې ناکامه شوي دي .
دپام ټکی دادی چې د ترهګرۍ د جرړه دایستلو لپاره دعراق دحکومت هڅې یوازې په پوځي اړخونو کښې نه دي بلکې دعراق حکومت په مختلفو سیمو کښې د بیا ابادونې او اقتصادي کارونو د ترسره کولو او په مختلفو حکومتي برخو کښې د قبایلو او د زړه سواند ولسي ځواکونو دکارولو او د قدرونې په شمول د هڅونکو اقداماتو په شان نور اقدامات هم کوي .
دعراق د الانبار ولایت د لسو زرو (۱۰۰۰۰)قبایلو په کار ګمارل چې ل د ترهګرو ډلو پرضد په جنګ کښې ګډون لري دالانبا ر ولایت د بیا رغاونې لپاره د سل (۱۰۰)میلیونه ډالره بودجې بیلیدل دترهګرۍ له ستونزې څخه د ددغه سیمې دخلاصیدا لپاره له حکومتي عسکرو سره ملګرتیا ته د قبایلو او ځايي چارواکو د هڅولو لپاره دعر اق دحکومت په اقداماتو کښې شامل دي .
په داډول شرایطو کښې د عراق خارجه وزیر هم دروان میلادي کال دمارچ میاشتې په نیمايي کښې په دغه هیواد کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړیوال کانفرنس د ترسره کیدا خبر ورکړ .
دعراق خارجه وزیر هوشیار زیباري په دې زمینه کښې ټینګار و کړ چې عراق به په راتلونکي مارچ میاشتې کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې دنړیوال کانفرنس کوربه وي .
Add new comment