په پاکستان کښې دایران په کنسولګرې حملې کښې درې عسکر وژل شوي
دپاکستان په پیښور کښې د ایران داسلامي جمهوریت کنسولګرۍ ته نږدې په ترهګرې حملې کښې درې کسان وژل شوي او یو شمیر نور ژوبل شوي .
ایرنا خبري اژانس وايي دپاکستان په پيښور کښې د ایران دکنسولګرۍ یوه چارواکي وویل یوه ځان وژونکي نن د حکومتي عسکرو د پوستې مخ ته چې دکنسولګرۍ او دایران د ډيپلوماټانو د هستوګن ځاې د ساتلو دنده پرغاړه لري بم چاودنه وکړه .
دایران دکنسولګرې دغه چارواکي وویل دترلاسه شویو راپورونو پراساس په دغه ترهګره حمله کښې تراوسه درې(۳) حکومتي ملیشا عسکر وژل شوي او کابو دولس (۱۲)نور ژوبل شوي هم دي .
دایران د کنسولګرۍ ټول کارکونکي روغ رمټ دي او په خپلو کورونو کښې دیره شوي .
دویلو ده چې په پاکستان کښې ټولې ترهګرې بم چاودنې او حملې طالبان، القاعده ، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه او دوې ته نورې اړونده ترهګرې ډلې کوي چې همیشه پکښې بې ګناه خلک وژل کیږي .
دپاکستان له ټولو ترهګرو ډلو سره سعودي عربستان، متحده عربي امارات، اسرایل او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه مالي او پوځي مرستې کوي .
Add new comment