دپاکستان ۳۰۰۰ متقاعد پوځيان دسوريې جنګ ته استول کیږي .
ځینې خبرونه وايي چې دپاکستان درې زره متقاعدځواکونه په نږدې راتلونکي کښې دسوريې جنګ ته استول کیږي .
زمونږ خبریال وايي یوې خبرې سرچینې چې غوښتل نوم يې ونه ښودل شي نن ادعا وکړه دهغه تړون پراساس چې همدا اوس د پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ لاسلیک شوی دی په ځمکنیو، سمندري او هوايي برخو کښې دپاکستان د پوځ درې زره (۳۰۰۰)متقاعد ځواکونه چې له ۲۰۱۰ میلادي کال وروسته متقاعد شوي دي د مارچ دمیاشتې له پینځمې(۵) نيټې وروسته د سوريې د ولسمشر بشار اسد له حکومت سره دجنګ لپاره سورېې ته استول کیږي .
ددغه راپور پراساس د پاکستان دغه درې زره(۳۰۰۰) متقاعد شوي پوځيان به دسیند صوبې له کراچۍ څخه سعودي عربستان ته واستول شي او له هغه ځایه به اردن ته منتقل شي او بیا به سوريې ته واستول شي .
ویل کیږي سوريې ته د پاکستان داستول کیدونکو عسکرو تنخواه یا معاش به هره میاشت پینځه(۵) لکه پاکستانۍ روپۍ وي .
په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې د پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ د ترسره شوي موافقې پراساس ټاکل شوي وه چې دپاکستان پینځلس زره (۱۵۰۰۰)حکومتي عسکر د سعودي عربستان لخوا سوريې ته واستول شي خو دپاکستان اوسنیو مشکلاتو ته په پام سره په لومړي پړاو کښې دپاکستان درې زره (۳۰۰۰)متقاعد شوي حکومتي عسکر سوريې ته استول کیږي ږ
ځینې نورې خبرې سرچینې هم له پاکستان سره د سعودي عربستان د پردې شاته د معاملې ښودنه کوي چې پراساس به دپاکستان دپوځ یولک پوځیان سعودي عربستان ته واستول شي چې له هغوې په هیواد کښې له احتمالي ګواښونو سره دمقابلې او یا د سوریې دترهګرو په پوښښ او جامو کښې د ولسمشر بشار اسد دححکومت پرضد استفاده وکړي .
دپاکستان او سعودي عربستان چارواکو په رسمي ډول دغه خبر نه دی تاید کړی .
د ویلو ده چې دپاکستان ډیر متقاعد شوي پوځيان او ترهګر هم دبحرین دخلکو پرضد دجنګیدا لپاره بحرین ته تللي دي .
Add new comment