جرمني په دنیا کښې د صهیونیسټ رژيم د ګټو ساتونکي جوړیږي
شپیګل مجلې ولیکل چې جرمني په دنیا کښې د صهیونیسټ رژيم د ګټو ساتونکي جوړیږي .
ایرنا خبري اژانس وايي شپیګل مجلې ولیګل نیواکي فلسطین یعني اسرایلو ته د جرمني دصدر اعظمې انګلا مرکل په راتلونکي سفر کښې دصهیونیسټ رژیم او جرمني ترمینځ د تړون په لاسلیک کیدا سره جرمني به په ټولو هیوادونو کښې د اسرایلو دګټو په ساتونکي بدله شي .
دجرمني شپیګل مجلې پرون په برلین کښې د صهیونیسټ رژيم د سفارت په قول وویل داسرایلو او جرمني ترمینځ ددغه تړون پراساس داسرایلو هر ښاریز ددنیا په هر هیواد کښې چې هلته د اسرایلو سفارت یا کنسولګري نشته دجرمني سفارت ته په ورتلو سره کنسولي خدمات ترلاسه کولای شي
داسې ښکاري دصهیونیسټ رژيم لپاره ددغه تړون لاسلیک کیدا په تیره بیا دسیمې او دنیا په هغو اسلامي او عربي هیوادونو کښې چې صهیونیسټ جعلي رژیم په رسمیت نه پیژندي ډیر زیات اهمیت ولري .
مهم ټکی دادی چې ډير اسرایلیان دسیمې اسلامي او عربو هیوادونو ته په سفر کښې همدا اوس دجرمني له پاسپورټونو استفاده کوي او دجرمني له پاسپورټونو څخه داسرایلو داستفادې په نوي مورد کښې دوبۍ ته د سفر لپاره دجرمني له پاسپورټ څخه د اسرایلو د جاسوسۍ ادارې موساد دیوه(۱) مامور سفر او په یوه (۱)هوټل کښې د فلسطین دحماس غورځنګ دلوړرتبه غړي محمود المبحوح ټرو ته اشاره کولای شو .
Add new comment