بریطانیه د ترهګرۍ دپراختیا په ستر مرکز بدله شوي ده
په انګلستان کښې یوه زوړ پال غړي حکومت په داخل او خارج کښې د ترهګرۍ په پراختیا تورن کړ .
پریس ټي وي چينل راپور ورکړ دانګلستان د کنزوریټو ګوند دپارلمان غړي رابرټ هالفون له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل سرزوري کسان په انګلستان کښې د پوځي روزنې د ترلاسه کولو په حال کښې دي او ترهګر له روزنې وروسته دسوريې له حکومت سره دجنګ لپاره دغه هیواد ته ورځي .
هغه دعراق دجنګ په شان جنګونو کښې له نیغ په نیغه ګډون څخه د انګلستان ویرې ته په اشارې سره وویل بریطانیه به تر هغه وخته چې نیغ په نیغه جنګ ته ورګډ نشي له زور څخه استفاده ونکړي .
دانګلستان دپارلمان د غړي رابرټ هالفون دغه وینا په داسې حال کښې شوي ده چې د انګلستان د جاسوسۍ ادارو د اټکل پراساس دبریطانیه کابو پینځه سوه (۵۰۰)ترهګر همدا اوس په سوریې کښې خلکو او حکومتي عسکرو پرضد په جنګ بوخت دي .
د سور يې ولسمشر بشار اسد د تیر ميلادي کال په مي میاشتې کښې د ارجنټاین له کلرین ورځپانې سره په مرکه کښې ویلي وو ددنیا دنهویشتو (۲۹)هیوادونو ترهګر دهیواد په مختلفو سیمو کښې له حکومتي عسکرو په په جنګ بوخت دي .
سعودي عربستان، قطر، ترکيې ، امریکا ، انګلستان ، فرانسې او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو دسوریې جنګ شروع کړی او هلته ترهګرو ته وسلې او پیسې ورکوي .
Add new comment