د حضرت امام رضا (ع) لوړ علمی مقام ته لنډه کتنه

امام جعفر صادق (ع) به اکثر راته فرمايل: «د آل محمد (ص) عالم ستا په نسل کښې دی او کاش چې ما هغه ليدلی وی او د هغۀ نوم د اميرالمومنين (ع) د نوم په شان دی.» د امام رضا (ع) زمانه د یونان د فلسفې ترجمه شویو متنونو او کلام ته د اسلامي ټولنې د مخه کونې د اوج زم

معصوم امامان د خدای د ګران رسول (ص) د جمال او جلال جلوې دي. د الهي انوارو تجلياتو د دغه امام او دغه کامل انسان په سیرت کښې پوره او کامله ځلا موندې ده. هغه څه چې په روایتونو کښې د هر یو امام لپاره ډول ډول  صفات او القاب بیان شوي دي هر یو د امامت د جلوو یو ظهور دی چې دخپل معنوي او ملکوتي سيرت مختلف اړخونه د حق لټوونکو او عارفانو په لاره کښې ایږدي. په همدې بنیاد مونږ په خپل ننني پروګرام کښې د اتم معصوم امام د صفاتو یوه برخه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو.  د اسلام ستر عالم او محدث شېخ صدوق په «عيون الاخبار الرضا» کتاب کښې ليکي: « علي بن موسی الرضا (ع) به د رضا، صادق، صابر، فاضل، قرت اعين المومنين (یعنې د مومنانود سترګو نور) اوغېظ الملحدين (یعنې د خدای د منکرانو د قهر سبب) په شان القابوسره یادېدۀ. خو یو مشهور او د غور او فکر وړ لقب يې د آل محمد (ص) عالم دی. لکه له امام موسی کاظم (ع) نه روايت شوی دی چې پلار مې امام جعفر صادق (ع) به اکثر راته فرمايل: «د آل محمد (ص) عالم ستا په نسل کښې دی او کاش چې ما هغه ليدلی وی او د هغۀ نوم د اميرالمومنين (ع) د نوم په شان دی.» د امام رضا (ع) زمانه د یونان د فلسفې ترجمه شویو متنونو او کلام ته د اسلامي ټولنې د مخه کونې د اوج زمانه وه. د دغه دوران په يو شمېر کلونو کښې په اسلامي نړۍ باندې مامون عباسي خليفه حکومت کوۀ. مامون په عباسي خلفاؤ کښې ترټولو هوښيار او چالاک ؤ او د خپلې زمانې له مختلفو علومو نه خبر ؤ. په هغه زمانه کښې اسلامي نړۍ د مختلفو ډلو لخوا له ډول ډول عقائدو او نظریاتو نه ډکه وه. مامون په هغه زمانه کښې په ايران کښې خپل حکومتي مرکز مرو ښار ته د امام رضا (ع) له راوستلو نه پس د هغه حضرت او د مختلفو دانشورانو او عالمانوپه موجودګۍ کښې ګڼ شمېر علمي غونډې جوړې کړې. مامون به هر هغه عالم او دانشور چې احتمال به يې ورکوۀ چې له امام رضا (ع) سره د مناظرې او مباحثې توانمني لري خپل مجلس ته رابالۀ او هغه به يې له اتم امام علیه السلام سره بحث ته راوړاندې کوۀ خو هغه حضرت به په ټولو غونډو او درنو او پيچيده علمي مناظرو کښې د خپل وخت په ټولو عالمانو او دانشورانو باندې غلبه پېدا کوله. په حقيقت کښې هغه حضرت به چا سره بحث او مناظره نۀ شروع کوله مګر دا چې په اخېره کښې به مقابل طرف د هغه حضرت په زیات فضيلت او علمي برترۍ باندې اعتراف کوۀ او د هغۀ د محکمو او مضبوطو استدلالونو په وړاندې به يې د تعظیم سر ټيټوۀ. عمران صابئی د مامون په زمانه کښې د صائبينو (یعنې د حضرت يحيی د پېروکارو) یو عالم او متکلم ؤ. مامون د امام رضا (ع) په موجودګۍ کښې یو مجلس برابر کړ چې پکې د یهودو، نصاراؤ، صابئينو او مجوسيانو مختلفو مذهبونو مشرانو عالمانوګډون درلود. امام رضا (ع) د خپلو خبرو په اخیر کښې یهودو او عيسائیانوعالمانو ته وفرمايل: «که په تاسو کښې یو کس داسې وي چې د اسلام مخالف وي او غواړي چې پوښتنه وکړي او څه واهمه ونلري.» دغه وخت عمران صابئي پاڅېد او وې ويل: «ای دانشور سړيه! که تا خپله نۀ وې غوښتې نو پوښتنه مې نۀ کوله. زۀ کوفې، بصرې، شام او جزیرت العرب ته لاړ يم. له متکلمینو سره مې ليدل کتل کړي دي خو هيڅوک مې داسې پېدا نکړ چې ثابت کړي چې خدای یو دی او له هغۀ نه بغېر بل څوک نشته او په خپل وحدانیت کښې قائم دی. ایا ما ته اجازه راکوې چې له تا نه پوښتنه وکړم؟ امام رضا (ع) وفرمايل: هر څه چې غواړې وې پوښته. دغه وخت او د ګڼ شمېر حاضرينو ترمنېځ عمران صابئي مختلفې پوښتنې وکړې او امام هرې یوې پوښتنې ته ځواب ورکړ، ان تردې چې عمران صابئي په هم هغه مجلس کښې مسلمان شو. امام رضا (ع) په هغو مناظرو کښې چې د مختلفو دينونواو مکتبونوله مشرانوسره يې لرلې د هغوي د عقائدو په بنیاد به يې ورته ځوابونه ورکول. نو ځکه هغه وخت چې مامون د مسيحيانو له مشر جاثليق وغوښتل چې له امام سره دې مناظره وکړي، هغۀ وويل له داسې یو کس سره څنګه بحث وکړم چې په داسې کتاب سره استدلال کوي چې زۀ يې نۀ منم او د داسې یو پېغمبر په وېنا سره استدلال کوي چې زۀ پرې ايمان نۀ لرم؟ خو حضرت امام رضا (ع) وفرمايل:«ای مسيحي سړيه! که له انجيله درته دليل راوړم نو و به يې منې؟» جاثلیق وويل: "هو" . په حقيقت کښې امام(ع)د قبول وړ مشترکاتو په بنياد له هغۀ سره مناظره وکړه، په دا ډول چې جاثليق له مناظرې نه پس هغه حضرت ته وويل: په حضرت مسيح مې دې قسم وي چې ګمان مې نۀ کوۀ چې په مسلمانانو کښې به هم ستا غوندې کس وي.» امام رضا (ع) د یهودیانو له مشر راس الجالوت سره په مناظره کښې له هغۀ څخه د حضرت موسی (ع) د نبوت د دليل په باره کښې پوښتنه وکړه؟ یهودي سړي په ځواب کښې وويل: داسې معجزې يې راوړې چې تېرو انبياو نۀ وې راوړې. امام وفرمايل: مثلاً کومې معجزې؟ وې ويل:لکه د دریاب چاول ،امسا په مار باندې بدلول، تيږه په امسا وهل او له هغې نه د څو چینو روانېدل، سپین پړکېدونکی لاس او همدارنګ هغه ایتونه او نښې نښانې چې نور يې توان نۀ لرۀ او نۀ لري. امام وفرمايل: د دې په حقله چې د خپل دعوت په حقانيت باندې د حضرت موسی (ع) دليل دا ؤ چې داسې کار يې وکړ چې نورو نۀ شو کولې صحيح خبره کوې. نو په دې بنياد هر کس چې د نبوت دعوا وکړي اوبيا داسې کار وکړي چې نور يې په ترسره کولو قادر نۀ وي نو ایا د هغۀ تصديق کول په تاسو باندې فرض نۀ دي؟ یهودي عالم ځواب ورکړ: نه، ځکه چې موسی د خدای د نزدېکت او منزلت په خاطر مثال نۀ لري او هر کس چې د نبوت ادعا کوي په مونږباندې واجب نۀ دي چې په هغۀ ایمان راوړو، مګر دا چې د موسی په شان معجزې ولري. امام وفرمايل: نوڅه ډول په هغو انبیاو چې له موسی (ع) نه مخکې وو ایمان لرئ او حال دا چې هغوي د موسی په شان معجزې نۀ لرلې؟ یهودي وويل: ما خو وويل چې هر کله د خپل نبوت د اثبات لپاره یو لړ معجزې راوړي که څه هم د موسی له معجزو نه بل شان وې تصديق يې واجب دی. امام وفرمايل: نو بيا ولې په عیسی بن مریم (ع) ایمان نۀ راوړئ؟ سره له دې چې هغۀ به مړي ژوندي کول او ړاندۀ او د برص په مرض باندې اخته کسانو ته به يې شفا ورکوله.او له خټو به يې خټين مارغۀ جوړوۀ او پکې به يې پوک وهۀ او د خدای په ا‌ذن به په ژوندي مارغۀ بدلېدۀ؟ راس الجالوت وويل: خلق وائی چې دا کارونه به یې کول خو مونږ نۀ دي ليدلي. امام وفرمایل: ایا د موسی (ع) معجزې مو ليدلې دي؟ ایا د دغو معجزو روایتونه د اطمینان وړ افرادوله لارې تاسو ته رسېدلي دي؟ وې ويل: هو، همداسې ده،امام وفرمايل: ډېره ښه ده، همدارنګ د عیسی (ع) د معجزو په باره کښې روایتونه هم ستاسو لپاره په متواتره توګه نقل شوي دي. نو بيا مو ولې د موسی (ع) تصديق وکړ او ورباندې مو ایمان راوړۀ خو په عیسی (ع) موايمان راونړۀ؟ هغه حضرت بيا په دوام کښې وفرمايل: او همداسې د حضرت محمد (ص) نبوت هم دی او همدارنګ هر بل پېغمبر هم چې د خدای پاک لخوا مبعوث شوی وي. او زمونږ د پېغمبر (ص) له معجزو نه یوه معجزه دا ده چې یو یتيم او فقیر کس ؤ چې شپونتوب به يې کوۀ او اجرت به يې اخېستۀ، درس يې نۀ ؤ زده کړې او چا معلم ته یې هم تګ راتګ نۀ ؤ لرلی او له دغو ټولواوصافو سره یې قران راوړۀ چې د انبیاو قصې او د هغوي د ژوند ټکی په ټکی حالات لري او د تېرو او ترقيامته د راتلونکواخبار يې بیان کړي دي او بې شمېره ایتونه او معجزې يې وړاندې کړې. له راس الجالوت سره د هغه حضرت مناظره تردې حده دوام پېدا کړ چې هغۀ امام رضا (ع) ته وويل: په خدای قسم! ای د محمد فرزنده! که هغه مشري مې چې په ټولو یهودو مې پېدا کړې ده د لارې خنډ نۀ کېدې نو ستا د حکم پېروي به مې کوله، په هغه خدای مې دې قسم وي چې تورات يې په موسی او زبور يې په داود نازل کړ، څوک مې داسې نۀ دی لیدلی چې له تاسو نه ښه تورات او انجيل تلاوت کړی ، او له تاسو نه يې غوره او خوږ تفسیر وکړي. د دا ډول مناظرې د دې بيانوونکې دي چې هغوي د اسلام او اهلبېتو علیهم السلام اعتقادات په ډېره ښه توګه او په کاملاً عقلاني توګه ټولو خلقو او راتلونکو ته بيان کړل. نو دې خبرې ځای لرۀ چې په محفلونو او مجلسونو کښې حتی مخالفان هغه د آل محمد (ع) عالم ونوموي. په حقيقت کښې د آل محمد (ص) عالم لقب د امام رضا (ع)س د پراخو علومو او د دغو علومو د خپرولو او ترويجولو په دليل دی. د امام رضا (ع) د ميلاد شریف په موقع د یو ځل بيا مبارکۍ په ویلو سره د هغه حضرت په وېناو سره دا مطلب  پای ته رسوو چې فرمائي: «علم او پوهه د هغې خزانې په څېر ده چې کنجي یې پوښتنه ده، نوبس پوښتنې کوئ. خدای پاک دې په تاسو رحمت وکړي، ځکه چې په پوښتنه کولو کښې څلور ډلې اجر مومي یعنې سوال کوونکي، زده کوونکي، اورېدونکي او ځواب ويوونکي.»

Add new comment