په کور کښې کار ته د اسلام او لويديځ متفاوت نظر (۱)

د اجتماع يو مهم مرکز کورنۍ ده. دغه مرکز د فرد او ټولنې په روزنه، پرمختګ  او رغونه کښې يو مهم رول په غاړه لري. له دې امله چې اسلام د وادۀ او کورنۍ د جوړولو لپاره د خاص اهميت قائل دی، د حضرت علي (ع) او بي بي فاطمې (س) د وادۀ له کليزې سره سم د لوی اختر  يا ذی الحجې د مياشتې وړومبۍ ورځ د وادۀ او کورنۍ ورځ نومولې شوې ده. دغه ورځ د دغو دواړو بزرګوارانو له مبارک وادۀ څخه د بېلګې اخېستلو په اهميت او لازموالي باندې تاکيد دی. د امام علي (ع) او د بي بي فاطمې (س) په وادۀ او ګډ ژوند کښې د يو کامياب ګډ ژوند د تېرولو په خاطر د ښځې خاوند د بېلګې اخېستلو لپاره زيات ټکي موجود دي. منجمله دا چې د يو غوره ژوندپه خاطر د ښځې وړومبنی مسئولیت د کورنۍ د بنيادونو د مضبوطيه لپاره ښځولي او د کور د کار ترسره کول دي. په کور او ټولنه کښې که د کار وېش په صحيح توګه  ونۀ شي نو ټولنه به له مشکل سره مخامخه شي. لکه څنګه چې لويديځې ټولنې اوس د ښځو د رول په تېره بيا په کور کښې د هغوي د لږ شتون له کړکېچ سره مخامخې دي. نن سبا په  لويديځو ټولنو کښې په کور کښې د ښځې کار او همدارنګ د مورولۍ او ښځولۍ مقدس رول د دويم او فرعي رول په توګه ګڼل کيږي. په دغو ټولنوکښې له کوره بهر د ښځې کار او شغل کولو ته دومره پاملرنه کيږي چې دغه رول د ښځې د وړومبني او ډېر مهم رول په توګه مطرح کيږي. خو په اسلام کښې د ښځې ټاکونکي خصوصيتونه له هغه څه سره چې په لويديځ کښې تېريږي متفاوت دي. د کور مديريت يو مهم کار دی چې که ورته په جدي توګه پام وشي نو د کورنۍ لپاره يو زيات راحت او سوکاله ژوند رامنځته کولې شي. د دې باوجود تر اوسه ځينې هېوادونه په تېره بيا لويديځې ټولنې په کوردارۍ او د کورنۍ غړيو ته په ارامښت بخښلو کښې د ښځو له روله نۀ دي واقفې شوې. په دې پروګرام کښې په کور کښې د ښځې د کار په اړه د لويديځو ټولنو نظريات څېړو، چې ستاسو پام ورته رااړوو. په لويديځ کښې  ښځې کلونه کلونه له ظلم او ستم سره مخامخې شوې دي. په دغو ټولنو کښې د ښځو د مقام په اړه زيات افراط او تفريطونه ليدل کيږي. په لرغونې دروه ، مېنځنيو پېړيو او د رنسانس په دور کښې د لويديځ د فلسفې د تاريخ مطالعه ښودنه کوي چې په لويديځ کښې به ښځه يو سپک، حقير، د سړي تابع، د هغۀ په خدمت کښې اود کور دننه چارو ته د رسائۍ يو ذمه وار موجود ګڼل کېدۀ. په نورو الفاظو سره هغې په کور کښې د يوې خدمتګارې په شان سخت کار لرۀ. په لرغوني يونان کښې د ښځوپه حقله ډېر بد تعبيرونه ويل کېدل او ښځه به يې ناقصه او د سړي تابعه معرفي کوله. يوناني شاعر او داستان ويوونکي هومر د ښځې ذمه وارۍ تر اميدوارۍ او کورولۍ پورې محدودې ګڼلې. د يوناني فېلسوف ارسطو له نظره هم ښځې د سړيو د خدمت لپاره د وينځو په قطار کښې پېدا کړې شوې دي. د رنسانس په دروه کښې هم د ښځو حالت څه بدلون ونکړ. په دغه دوره کښې بې د سرمايه دارې او اشرافې طبقې د ښځو اکثريت ښځې له دې سره سم چې د ناويانو جامې به يې په تن کړې د کورولۍ د درنو پېټیو د وړلو او د زياتو زيارونو او مشقتونو زغملو ته مجبوره کېدې او ترمرګه به له سختو کارونو سره مخامخې وي، بې له دې چې څه حقوق يې لرلي وې. د فيمينېزم څرګندېدنه د ښځې له ذات سره د لويديځ تاريخي ظلم ته يو ځواب ؤ. د دې باوجود دغه غورځنګ ونکړې شول د ښځو د رول په حقله تعادل او انډول پېدا کړي او له افراط سره مخامخ شو، ځکه چې له کور او کور چلونې نه د هغوي د ازادولو په بهانه د ښځو له طبيعي او فطري خصوصيتونو سره يې مبارزې ته راودانګل. د فيمينېزم يو افراط دا دی چې له هر څه نه مخکې په کور کښې د ښځې د کار او کورچلونې په اړه منفي نظر لري. حتی د فيمينېزم زيات متعادل نظريات که څه هم د ښځې کورچلونه يو حقيقي کار بولي خو ورته مثبت نظر نۀ لري. ځينې فيمينسټان په دې عقيده لري چې کورچلونه د سړيو په خدمت او د هغوي د ګټو ساتلو په لړ کښې يو کار دی. حال دا چې که په کور کښې د ښځې کار  د صحيح او معلومو ضوابطو په بنياد وي په حقيقت کښې د کورنۍ د ټولو غړيو د حال د سوکالۍ او خپله د ښځې په ګټه په خپله  خوښه د یو رول لوبونه ده. په فيمينسټي نظريه کښې کورچلونه له کور نه په بهر کښې د ښځو د کار کولو او اجتماعي فعاليتونو اصلي خنډ دی. امريکائي فيمينېسټ  بېټي فريډان ليکي: «سړي واکه آئيډیالوجي له مېنځنيو پېړيو وروسته له دې نه پس وه چې کورناستی يوه رمانټېکه چاره وښئ او مونث جنس ته د کور، مدرسې او رسنې وغېره په شان چېنلونو له لارې ورزده کړي چې مطيع او مهربانه وي اود ناوکیو او د پخلن ځای د وسائلوپه شان د لوبو له څيزونو سره په لوبو کولو سره ځان د مورولۍ او ښځولۍ د رول البته يوې کورچلوونکي رول ته اماده کړي.» لويديځه نظريه له دې امله چې په کور کښې د ښځې د کار له ارزښت څخه صحيح درک نۀ لري او همدارنګ نۀ شي کولې د ښځو د احترام او عزت لپاره څه ريښه ومومي نوځکه کور چلوونکې ښځه يوه داسې وينځه ګڼي چې خپل کار په ويړيا توګه د سړي په اختيار کښې ورکوي. اروپائي ټولن پېژاندی آنتوني ګيډنز د کور کار يو داسې بې اجرته کار چې د يو خاص شغل له ډګر نه بهر او نېغ په نېغه توګه کولو نه بغېر ترسره کيږي. تعریفوي. فرانسوي فيمينېسټ کريسټين ډېفلي په دې عقیده دی چې یو مزدور او کاريګر خپل ځواک او انرجي خرڅوي په داسې حال کښې چې يوه وادۀ شوې ښځه د خپل کار ځواک او انرجي ويړيا استعمالوي... هغه دغه کار يو ډول وينځتوب ګڼي. په لويديځ کښې د فيمينېزم د څپې له خپرېدو وروسته د وادۀ¸ښځولۍ او مورولۍ بدګڼنې په پراخه توګه له کور نه په بهر کښې کار کولو ته هڅونه، په تعليم او روزګار کښې له سړيوسره د هغوي سيالي او له سړي واکۍ سره مبارزې لا زياتوالی او رواج پېدا کړ. په دې لړ کښې د شولاميت فائرسټون په شان ځينې تندلاري فيمينېسټان د مورولۍ، زيږونې او د کور د کار په شان د ښځو د طبيعي خصوصيتونو په دليل هغوي سپکې ګڼي. هغه تجويز وړاندې کوي چې ښځې له دغه ذلالت نه نجات لپاره پکار دي  له مورولې او  هغو کردارونو او ذمه واريو څخه  چې د يوې مور په غاړه کيږي خلاصه کړې شي. فرانسوي فيمينېسټې سيمون دوبوار بهکورچلونه يو سيزيفي کار تعبيروۀ. د يونان په پخوانيوداستانونو کښې سيزيف نومې کس د خدايانو د راز د څرګندولو او د زئوس د بې احترامۍ په جرم په ابدي سزا محکوم شو. هغه مجبور ؤ چې د کاڼي يوه غټه تبۍ په اوږو اوچته کړي او د غرۀ څوکې ته يې وخېژوي، خو چې څنګه به د غرۀ څوکې ته ورسېد نو د کاڼي تبې به لاندې راورغړېده او سيزيف به دغه کار بيا بيا تکراروۀ. سيزیفي کار ته د کورچلونې د چارې تشبيه د دغه کار تکراروالي او چټي والي ته اشاره ده. دوبوار هم په دې باندې په تاکيد سره چې په کور کښې د ښځې کار د هيڅۀ څيز د توليدولو نۀ سبب کيږي يوه کور چلوونکې ښځه يو سپک، حقير، د  دويمې درجې او طفيلي موجود دی. په اويايمې لسيزې کښې داسې کوششونه وشول چې په سرمايه داري نظام کښې په کور کښې د کار مقام او موقعيت وټاکلی شي. دغه کوششونه په اوله درجه کښې د کور د کارونو او سرمائۍ ترمېنځ د رابطې په حقله وو او د کور د کار په نامې سره يې شهرت پېدا کړ. مارکسسټانو کوشش وکړ چې داسې يوه نظريه وړاندې کړي چې د کور د کار د وضاحت ذمه واري ترسره کړي. کيڼ لاسي فيمينېسټ والي سکومب به ويل: «کورچلونه کار دی او پکار دي د سرمايه داري نظام د توليد يو سبب وګڼلی شي ځکه چې سرمايه دارو ته دا امکان  ورکوي چې د سړيو د کار ځواک لا زيات استثمار کړي او له دې لارې لا زيات اضافي ارزښت ترلاسه کړي.» هغه په دې باوري ؤ چې سرمايه  داري نظام د کور له کار نه بغېر پاشل کيږي. ځکه چې د کور چلونه يو داسې ويړيا خدمت دی چې که ټاکل شوې وي د بازار په نرخ سره ترسره شي نو لګښتونه يې زياتيږي.  دغه نظريه له زياتو مشکلاتو سره مخامخه ده، ځکه چې د کور کار له کور نه له بهر کار سره برابر نۀ دی. د کور کار زياتره د عشق، وظيفې او ژمنې له مخې ترسره کيږي او په دې بنياد يې مناسبات فرق کوي. امريکائي ليکوال او فيمينېسټ شارلوټ پرکينز ګېلمېن سوشلسټۍ ته په مخه کونې سره د کور دکارونو د اجتماعي کولو له طرفدارانو څخه ؤ . د هغۀ له نظره د داسې ادارو جوړول چې د کورونو د پېشه ورانه صفائۍ دنده يې ترسره کوله ‎، د عمومي خوراک خوړنې ځایونه او پخلن ځايونه او د ماشومانو نرسرۍ د ښځو لپاره د کورچلونې د پيټي په سپکولو کښې موثره کېدې شي او په دا ډول ښځه په ډېرې اسانۍ سره له کوره بهر وتلې او اجتماعي او اقتصادي فعاليت ترسره کولې شي. په همدې لړ کښې د تعاوني يا يوټيلټي کور په شان تجويزونه چې پکښې د کور د چارو د ترسره کولو او بچه پالنې لپاره ډله ایز امکانات موجود وي د ښځو د غورځنګ د نورو فعالانو او نظريه پردازانولخوا وړاندې شول. په دا ډول په خاصه توګه د کور په کار کښې د ښځو د کردارونو په اړه افراط او تفریط ته په مخه کونې سره نن سبا د کورنۍ د بنيادونو د سستېدو کتونکي يو. ځکه چې ښځې ورځ په ورځ له خپلو طبيعي خصوصيتونو څخه لرې شوې دي. خو اسلام په کور کښې د ښځې کار ته په منطقي او عقلاني سترګه ګوري. ګرانو دوستانو په راتلونکې برخه کښې به د ښځو مسئوليتونو او کور چلونې ته د اسلام د نظر او د حضرت علي (ع) او بي بي فاطمې (س) د کارونو د وېش په باره کښې څېړنه وکړو. تر هغه وخته بريالي اوسئ.

Add new comment