دحضرت امام خمیني رح د ستر شخصیت په هکله مطلب
دحضرت امام خمیني رح د ستر شخصیت په هکله مطلب دتهران راډیو داینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو او ګرانو اوریدونکو زمونږ سلامونه ومنئ هیله ده چې روغ ، جوړ او خوشحاله به یاست . اوس به دایران داسلامي انقلاب دارواښاد لارښود حضرت امام خمیني ره د ستر شخصیت چې په اوس مهاله دنیا کښې داسلامي مشرۍ بیلګه ګڼل کیږي یوه ځانګړي وینا درته وړاندې کړو . په د غه مطلب کښې د ایران داسلامي انقلاب د اروا ښاد لارښود حضرت امام خمیني ره دمشرۍ ځینې ځانګړتیاوې چې د ایران داسلامي انقلاب د بریالیتوب سبب شوې بیان شوي دي . () په داسې شرایطو کښې چې ایران او ملت دخپل دتاریخي پړاونو یو ترټولو سخت او تور پړاو تیروي او دایران دژغورلو لپاره تقریبا ټولو مخکنیو تجربو او ملي حرکتونو ماتي خوړلي وه متعال خدای پاک ج دایران له ملت سره د فقیه او عارف مشر او دعادل پیشوا په رامینځته کولو سره ملاتړ وکړ او عزت یې ورته وبخښه . هماغه وخت چې خارجي استعمارګرانو ایران دهغه د سرچینو د چورتالان لپاره د ارامښت جزیره بلله ستر امام خمیني ره په خپلې پیغمبر ډوله مشرۍ سره داسې طوفان رامینځته کړ چې نه یوازې یې په ایران کښې دوه زره پینځه سوه(۲۵۰۰)کلن باچاهي رژیم ختم کړبلکې په دنیا کښې یې دسلطې نظام له چیلنج سره مخ کړ . سوچه محمدي اسلام ته بیرته ستنیدل ، د ولسي ځواکونو بسیج کول او د ویده شویو ضمیرونو ویښول د حضرت امام خمیني ره په شان د ستر مشر په مشرۍ سره امکان درلود . د نا باورۍ او د ددنیا دخلکو په حیرانتیا سره حضرت امام خمیني ره په داسې ورځ او له پینځلس(۱۵) کاله جلاوطنۍ وروسته له ډیرو خطرونو سره سره ایران ته راستون شو او د ایران انقلابي خلکو یې پراخ هرکلی و کړ. ایران ته دحضرت امام خمیني ره له راستنیدا یوازې لس(۱۰) ورځې وروسته دپیړۍ ترټولو ستر او حیرانونکی انقلاب بریالیتوب ته و رسید . خو دحضرت امام خمیني ره دمشرۍ ځانګړتیاوې څه وې چې دایران داډول ټولنه یې بدله کړه او اسلامي دنیا یي تر اغیز لاندې وروستله .؟ () داسلامي حکومت جوړیدل دوه(۲) ستر هدفونه تعقیبوي : یو په اسلامي فاضله ښار دټولنې بدلول او بل داللهي خلیفه مقام ته د انسان رسول . ددغو هدفونو تحقق یو مدیر کس او په نهایت کښې یوه غیر مذهبي مشر نشي کولای . داسلام په تفکر کښې یو بصیرت لرونکی او پوه اسلام پیژانده مشر هم د بدلون په وخت او هم دانقلاب په و خت هم د اسلامي حکومت د ټینګیدا او دثبات په وخت کښې دټولنې یومهمه اړتیا بلل شوي ده . حضرت امام خمیني ره هماغه مهم او دیني عالم او فقیه وو چې دنفس تهذیب ، سم ایمان او د خدای پاک ج په لایزال قدرت ډاډ له هغه داسې ستر سړی جوړ کړی وو چې د خپلو لوړو مقصدونو په لاره کښې یې هیڅ خنډ نه مانه . حضر ت امام خمیني ره یو الهي پیشوا وو . () دد نیا ، اخرت، انسان او دخلقت دهدف په شمول ټولې هستۍ ته د حضرت امام خمیني ره تفکر داللهي خلیفه مقام ته دانسان لوړتیا دهغه ترټولو مهمه ځانګړتیا ده چې په هغه له سم ډول پوهیدا پرته دحضرت امام خمیني ره دمشرۍ دډول ډول درک کول به ناممکن وي . د ایران داسلامي انقلاب دستر لارښود حضرت امام خمیني ره په نظر کښې دنیا او هرڅه چې هغه ته مربوطه دي یوازې تر هغه ځایه ارزښمن دي چې وکولای شي خدای پاک ج ته د انسان د نږدې کیدا او دهغه د اخروي نیکمرغۍ وسیله برابره کړي . د امت مشر هم له دغه قاعدې مستثنی نه دی . مشري خپل په خپله کوم ارزښت نلري بلکې هغه څه چې ارزښمن دي له دې لارې د خدای پاک ج مخلوق ته خدمت کول دي . هغه حضرت مطلقه واکمنۍ یوازې له خدای پاک ج سره اړونده بلله او په همدې اساس یې په ځلونو فرمایل : ښه خبره داده چې ماته مشر نه بکې خدمت کونکی ووایه . دغه راز دایران داسلامي انقلاب ارواښاد مشر حضرت امام خمیني ره دهمدغه الهي لیدتوګي پراساس انسان یو ملکوتي او کرامت لرونکی موجود ګاڼه او دحق لارې د درک کولو او دهغې دکچ کولو لپاره دټولو انسانانو وسونو ته خوشبینه وو او په همدې دلیل یې دخلکو د ویښولو او په روشنګرۍ اعتقاد درلود . () دایران دملت دځانګړتیاو سم او حقیقي پیژندګلوي د حضرت امام خمیني ره د مشرۍ یوه بله ځانګړنه وه . حضرت امام خمیني ره دمصر له مشهور خبریال حسنین هیکل سره په مرکه کښې فرمايي :« زه ملت پیژندم او دهغوې له حال څخه خبر یم او دهغوې په ژبه خبرې کوم . پوهیږم چې دملت په زړه کښې څه تیریږي . زه دهیواد له ټولو کمزورو ټکو خبریم ، دنیمې پیړۍ بدلونونه مو لیدلي دخلکو د ویریدا له کبله بدبختي مو پیژندله او لیدل مو او حساس مو کاوه .» دخپلو ځواکونو دامکاناتو او د شرایطو په سم پیژندګلوۍ، د یرغل د رودو او د دښمن په سم ډول پیژندلو سربیره د یوه بریالي مبارز ضرورت دی چې حضرت امام خمیني ره په ښه ډول ترې خبر وو . هغه حضرت دملتونو اصلي دښمنه امریکا ګڼله او فرمایل یې :« دنیا دې پوهه شي هر مشکل چې دایران ملت او مسلمان ملتونه يې لري دامریکا په وجه دي داسلامي حکومتونو بدبختي داسلامي حکومتونو په چارو کښې دامریکا او دپردیو هیوادونو لاسوهنه ده .» حضرت امام خمیني ره په یوه ساده خو په دقیق عبارت کښې خلک د دوکه ورکونکو دوستیانو ، دجنګ دتدارک ، تفرقه اچونې او ټرور په شمول ددښمانو له پټو دسیسو یا ښکار ه یرغلګرو رودو خبرول . () د ایران داسلامي انقلاب ارواد ښاد مشر حضرت امام خمیني ره له فاسدو سترو قدرتونو او له ظلم سره سازباز نه منل د پیغمبرانو ګرانبیه میراث ګاڼه او فرمایل به یې :« هغه هیوادونه چې مونږ ته وايي ولې له فاسدو قدرتونو سره سازباز نه کوئ په دې وجه دي چې هر شي ته په مادي نظر سره ګوري . یا نه پوهیږي چې دخدای پاک انبیا علیه السلام له ظالم سره په کوم ډول چلند کاوه یا دغه هیوادونه پوهیږي او ځانونه یې کاڼه او ړانده کړي دي . له ظلم سره سازباز په مظلومانو ظلم دی . له سترو قدرتونو سره سازباز په بشر ظلم دی . په همدې اساس دحضرت امام خمیني ره تفکر هیڅ کله د لویدیځ په تیره بیا د امریکا د زیات غوښتنې په وړاندې تسلیم نشو او ملت یې مقاومت او دریدا ته ورباله او فرمایل به یې :« زه ټولې دنیا ته په پریکنده توګه وایم که چیرې نړۍ خواره وغواړي زمو ددین په مقابل کښې ودریږي مونږ به هم دهغوې په وړاندې ودریږو .» () دګواښونو او دباونو په و ړاندې د یوه مشر نه تسلیمیدل او دظالمانو په وړاندې د سازش نه منل دمقاومت ، زړورتیا او حماسې د روح له پیاوړتیا پرته امکان نلري . حضرت امام خمیني ره د یوه مقاوم او زړه ور مشر کامله بیلګه وه او فرمایل یې :« والله زه تراوسه نه یم ویریدلی .» حضرت امام خمیني ره په یوه بل ځاې کښې ټینګار کوي :« ما خپله وینه او ژوند د مسلمانانو ددفاع لپاره چمتو کړی او دشهادت په تمه یم . ستر قدرتونه او دهغوې نوکران دې ډاډمن شي که چیرې خمیني ره یوازې هم پاتې شي خپلې لارې ته چې له بت پرستۍ، شرک او کفر سره مبارزه ده دوام ورکوي او دخدای پاک ج په مرستې سره په نړۍ خوارو او تالي څټو چې په خپل ظلم ټینګار لري خوب حرام کړم . حضرت امام خمیني ره په دې عقیدې سره چې دحماسې او زړورتیا عنصر د حکومت او دټولنې داقتدار جوهر دی د ظالمانو د سلطې په وړاندې د اسلامي دنیا کمزوري او زبوني یې په مسلمانانو کښې د حماسې او صلابت د روح د نشتون له کبله بلله او د اسلامي دنیا له متفکرینو او علماو یې غوښتل دسلطه ګرو قدرتونو له ظالمانه سلطې څخه د بشریت د ژغورنې په لاره کښې په بیان ، قلم او خپل عمل سره هغه په دروغو ویره چې په مظلومانو یې سیوری غوړولی دی له مینځه یوسي . () حضرت امام خمیني ره د دسوچه محمدي تفکر او هماغه د الهي لیدتوګي په رڼا کښې باوري وو مستضعفان او په تیره بیا د دنیا مسلمانان باید دخپل عزب او نیکمرغۍ د لاس ته د راوړلو لپاره د هغو سترو قدرتونو د مرستو په تمه ونه ووسي چې د ظلم او محرومیت درد یې نه دی احساس کړی . حضرت امام خمیني ره د ژغورنې لاره په خدای پاک ج توکل ، له یوبل سره د مظلومانو وحدت او مقاومت او مبارزه بلله . حضرت امام خمیني ره په دې باره کښې فرمایي :« هغه کسان چې تصور کوي شتمن او پانګه لرونکي کسان بې درده په نصیحت او پوهې سره پوهول کیږي او له مبارزانو سره یوځاې کیږي یا له هغوې سره مرسته کوي بې ځایه فکر او کوشش کوي . مبارزه او هوساینه ، پاڅون او راحت غوښتنه ، دنیا غوښتنه او داخرت فکر کول دوې(۲) مقولې دي چې هیڅ کله له یوبل سره یوځاې نه کیږي .» د ایران د اسلامي انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ژوندپه رودې کښې دقت په ښه ډول ښي چې هغه حضرت ترکومه حده په عمل کښې اسلامي سیرت ته پاې بند وو . ساده ژوند کول او د دنیا مظاهرو ته بې پامي حتي په اتو(۸) کلونو کښې چې د ایران داسلامي جمهوریت لومړی شخصیت وو د هر کتونکي لپاره حیرانونکي او دستاینې وړ چاره ده . ددغو انقلابي صفتونو په څنګ کښې دخلکو په وړاندې دهغه حضرت خالصه خاکساري او تواضع دهغه حضرت خاص ځانګړتیا وه چې دنورو انقلابونو په مشرانو کښې داډول ځانګړتیاوې نشو لیدلای . حضرت امام خمیني ره تل خلک دنعمت سرچینه بلل او دهغوې دسرشیندنو قدرونه یې کوله تر دې چې دخلکو د مننې لپاره به یې فرمایل زه دتاسو (خلکو ) لاسونه څپوم . حضرت امام خمیني ره به هیڅ کله بریالیتوب په ځان پورې اړونده نه ګاڼه هغه به یې د خدای پاک لوراینې بللې او خلکو ته یې ورزده کول چې په دغو بریالیتوبونو سره مغرور نشئ او دخدای پاک شکر ادا کړئ . () هغه څه چې نن سبا د اسلامي ویښتیا غورځنګونه د نهايي بریالیتوب او دخپلو شهیدانو د وینې نتیجې ته درسیدا لپاره ضرورت لري د حضرت امام خمیني ره په شان له ستر مشر څخه ګټه پورته کول دي .داسې وړ مشر چې دسوچه اسلام له ټولو اړخونو په عالمانه او سمې پیژندګلوۍ سربیره د نفس په پاکۍ ، تقوا او په خپلو اعتقاداتو عمل کولو سره وکولای شي د انسانانو د هدایت چارې په لاس کښې واخلي او هغه دظلم په وړاندې متحد او بسیج کړي . د داډول مشر نشتون مسلما داسې ستر ګواښ دی چې د مسلمانو خلکو انقلابونه له ماتي سره مخ کولای شي . اپوټه د اسلام پیژانده ، ولسي ، زړور او سازش نه منونکي مشر د خارجي سلطې ، استعمار او داخلي دیکتاتورۍ او ظلم سره دمقابلې لپاره د خلکو د اتحاد او منظمیدا سبب کیدلای شي .
Add new comment