دجمې لمانځه په خاطراسلام
هغه له امریکایوه اسلامی هیوادته سفر کوي،نودمسلمانانو دجَمې لمانځه مجذوب کیږي او اسلام ته ګروهنه پیدا کوي ،کلایّټن دخپلې ایمان راوړنې کیسه دې جملې سره پيلوي، دیوې شنې او ښکلي ښیرازه مځکې ترڅنګ دمسلمانانو دجَمې لمانځه منظرې زه ځان ته جذب کړم .: لمر دآسمان مینځ ته رسیدلی ؤ ، په داسې حال کې چې دیوه سړک غاړې ته روان وم ،یوپه زړه پورې اوپه یوه خوله غږ مې واوریدچې په یوې فضاکې ئې انګازې کولې په داسې حال کې چې دونوترمینځ له یوه دلانه تیریدم ، ناڅاپي مې یوه حیرانونکي منظره ولیدله ، دلرګیوجوړله یوه لوړ ځایه چې تازه جوړشوی ؤ یو مسلمان جذبونکي خبرې کوي . زه بې ارادې په داسې حال کې چې دهغه له په زړه پورې غږه تقریباً اغیزمن شوی وم ، کیناستم . دا...اکبر (خداي له ټولو لوي دی ) او لااله الاا... (له واحد خدايه پرته بل خداي نشته ) په څير کلمې مې آوریدلې ، مخکې مو هیڅ نه وو آوریدلي چې څه قضیه به رامینځةکیږي . سوکه سوکه ګیرچاپیره خلک راښکاره شول . په بیلابیلو شکلونو سره اوواړه غوټ کسان په کرار او په ډير احترام سره خلک دیوه بل ترڅنګ کیدل ، له هریوه سره یو یو پوزی هم ؤ چې دشنه چمن دپاسه ئې غوړوه . . ورو ورو خلک زیاتیدل . په دې توګه چې نه پوهیدم وروستی حد به ئې ترکومه وي . دغو خلکو خپل بوټان وباسل او او په یوه بل پسې ئې منظمې او اوږدې لیکې (صفونه)جوړکړل. زه په چپتیا سره ددغې منظرې کتونکی وم ډير حیرانه شوم چې ددغو ټولو خلکو ترمینّځ هیڅ ډول امتیاز نه لیدل کیږي . په دوي کې سپین ګیري ، سپین پوستي ، زیړپوستي ،تورپوستي او هرډول خلک موجود وو . ټول دیوه بل ترڅنګ ولاړ وو . دورورولۍ هغه روح چې ما په دغو خلکوکې احساس کړ ، یوه داسې تل پاتې اغیزه وه چې هیڅکله به له مینځه لاړه نشي . له دې ورځې راهسې ترکلونوپورې تیریږي،زه له هماغه کاله داسلام په سیوري کې ژوند کوم او محمدنامه مې دځان لپاره غوره کړې ده :، اسلام یوداسې ژوندی دین دی چې دانساني فطرت په اساس سسټماټیک شوی او یوازنی دین دی چې دانسان دهراړخیز ې نیکمرغۍ روښانه کونکی دی .له همدې امله مونږ هره ورځ دداسې انسانانوله خوا اسلام ته دګروهمنیداکتونکي یوچې دژوند له فلسفې دیوه سم درک لپاره په یوه داسې دین پسې دي څودهغه په سیوري کې دخپل روح اړتیاؤ ته ځواب ووائي . همدااوس دنړۍپه نسبتاًپراخوپرګنوکې دین ته دستنیدالپاره ګروّهنه ترسترګوکیږي .دغه ګروهنه مناسب ځواب غواړي . دتاریخ په اوږدو کې مختلف دینونه له انسان سره دژوند په بیلابیلو مرحلو کې یو ځاي وو . البته له هغو ډير کله له تحریف اوانحراف سره مخامخ شول ، نور نو ونه توانیدل، دانسان لارښونه وکړي او په نیمه لاره کې پاتې شول او انسان لکه څنګه ئې دغه دینونهدخپل پرمختګ خنډونه ګڼل ،دوي ئې پریښودل ،خو نننی انسان په بډائ معنوي پانګونو او هیلو سره دیوه دین پسې دي .یو داسې مکتب چېدانسان دژوندله بیلابیلواړخونو،حل لارواوسمو اودمنلووړپروګرامونو سره سمون وخوري او دانسان ګډوډ او لالهانده روح قانع کړي . یو داسې دین چې دهغه دوخت بدلونونه سره ګډوډ نه کړي او په ټولو ټيټو هسکو ، علمي،کلتوري اوټولنیزوپرمتخګونوکې له انسان سره مټ په مټ ملګرتیا او لارښونه وکړي . داسلامی انقلاب ارواښادلارښود حضرت امام خمیني په دې زمینې کې یودپام وړ ټکي ته اشاره کړې اوفرمائيلی ئې دي :،مونږ باوري یویوازنی مکتب چې ټولنه هدایت کولی او پرمخ بیولی شي ،اسلام دی او دنیا که وغواړي له هغوپه زرګونومشکلاتو اوستونزوچې نن سباورسره لاس اوګریوان دی ، وژغورل شي او دیوه بشپړ انسان په توګه ژوند وکړي باید اسلام ته مخه کړي :. *************** دوستانو لکه څنګه مو په سر کې وویل ښاغلي کلایّټن ایمان راوړی او مسلمان شوی دی او داسلام دین ئې دخپلو پوښتنو ځواب ویونکي موندلی او دا له خپل فکر اواحساساتو سره ډير نزدې ویني . په همدې دلیل ده چې کله دجَمې لمانځه منظره ویني ،نو په اسلام کې ددغه ښکلي عبادي عمل تراغیز لاندې ورځي او له خدآي پاک سره دمسلمانانو دارتباط شکل او څرنګوالی ئې ځان ته مجذوب کوي . دجمې لمانځه په وخت دمسلمانانو یوه واړه ټولنه جوړیږي . دغه ډله که دهرنسل ،توکم او رنګ وي دیوه بل ترڅنګ له هیڅ ډول امتیازپرته ولاړه ده ، ټول په یوه زړه او په یوه لور او په ګډې موخې سره خداي ته مخه کوي او داسلام دیوې آئيډیالي ټولنې انځور نندارې ته وړاندې کوي . یوه داسې ټولنه چې خلک ئې یوه دین او اخلاقو ته پابند دي او لکه څنګه چې په عین حال کې خدآي دخپلو کارونو ناظر ګني ، له فساد او تباهۍ او په یوه بل له ظلم څخه ډډه کوي . ښاغلی کلایّټن وائي ، داسلام دین له مونږه غواړي چې په ژوندکې غوره او خوښ صفتونه اختیار کړو. دنده پيژندونکي او خیرغواړي ووسو او له حقه دفاع وکړو ، له خپلو حقوقو تیري ونکړو او دخلکو پر ژوند او مالونو هم تیری ونکړو . دغه دین مونږته سپارښتنه کوي په ژوند کې هغو چارو ته چې پکې دمونږ او دټولنې خیر اوګټه وي مخه کړو او له هغو کارونو چې فساد اوتباهي رامینځةکوي لیرې ووسو او دلمونځ او دهغه په شان عملونه چې دخداوندمتعال په وړاندې دبندګۍ او فرمانبردارۍ نښه ده ترسره کړو . دغو سپارښتنو ته په لږ دقت سره متوجه کیږو چې دین دانسان دشخصي او ټولنیزو ژوند سلامتیا غواړي ،خو له بده مرغه باید ووایو چې دانسان دمادي اویواړخیزو پرمختګونویوه تاوان رامنیځةکونکي نتیجه له دین او معنویته دهغه لیرې کیدا ده دټیکنالوجۍ پرمختګ که څه هم دانسان لپاره مثبتې نتیجې درلودلي دي خولکه څنګه چې دانسان ژورې روحي اونفسیاتي اړتیاؤپه نظر کې له نیولو پرته پرمخ لاړه ،دبشریت لپاره دنه جبرانیدونکو تاوانونو سبب شوې ده . دتش په نامه متمدن لودیځ،خوندونواخستو اودځان نه پيژندل ئې په مخه کړل او دخپل روحي سکون لپاره ئې چې باید ددین په کراري رامینځةکونکي لمن کې ئې سکون موندلی وائ ، په لسګونو ځله بې هوده او جوړو شویو موقتي کراریو ته ئې پناه یوړه ، البته یوې لارې هم ورته نجات نه دی ورکړی . د:لودیځ ځوړتیا :په نامه په کتاب کې دجرمي یوه لیکوال شپینګلر لیکي ،مونږ دیوهبل تاریخي پړاؤ څخه له کاږې لیکې سره دهغې مرحلې په څير چې دروم امپراتوري او د هغو تمدن ئې تباهۍ په لوروکاږه ، دځوړتیاپه لورروان یو:، د نوو نظریو راپنځيدا لاره ،ددین په لور پرانیستې ده . په تیره بیاداچې دنظریه وړاندې کونکو اوثابتونکو ارواپيژاندو پلټنو او ارزونو ددین دفطرتي کیدا ځيری ورکړی دی .مهربان خداي هم په هغو ټولو مهربانیو او ډالیوسره چې پرخپل راپنځيدونکو ئې لورولي ، دانسان دلارښونې موضوع ئې له پروګرامه پرته نه ده پریيښودلې او دخپلو غوره او پاکو پيغمبرانو په وسیله ئې دانسان لپاره تعلیمات لیږلي څو دنیکمرغۍ زمینه برابره کړي . ښاغلی کلایّټن دخپلو خبرو په پاي کې وائي :، اوس زه دالااله ا... په جُملې په زړه سره ایمان لرم او دا په ټول وجود سره احساس کوم . مادغه دین په ټولو فطرتي ګروهنو او باطن سره غږمله ولید او مسلمان شوم . له دغه وخت راهسې تراوسه پورې له خپل خالق سره یوه خاصه مینه او عشق احساسوم . نه پوهیږم ولې له دې مخکې مې چې مسلمان شوم ، دغه احساس نه درلود . زه پر خداي ژوره عقیده لرم او هیله مند یم چې دغه ایمان تل وساتل شم . کله چې انسان پرخداي ایمان راوړي خداوندمتعال هیڅکله هغه نهیلی نه کوي او په دې فکر کوي، داسې نه چې خداي پاک ورځینې مخ اړولی دی .زه دغودوستانوته وایم چې هیڅکله هم خداوندرحمان ته هیله منیدا له لاسه مه ورکوئ. پوه شئ چې خداي پاک په ټولو حالاتو کې پرمونږ څارنه کوي او مونږسره مرسته کوي چې سمه لاره وټاکواودخیر اوښيګڼوپه کارونوکې بریالی شو او پرخداوندمتعال یوازنی ایمان لرل دي چې مونږ دژوند په ټولو رودو کې بریالی کوي . مسلماً خداي پاک ته توجه او ورسره عشق یو اړخیز نه وي او هماغه ډول چې مونږ له خدآي پاک سره مینه لرو ، خداوندمتعال هم خپلو بندګانوته توجه کوي او هیڅکله ئې هم پر خپل حال نه پریږدي
Add new comment