د حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرو اترو په اړه جنرال اسلم بیګ سره مرکه
پوښتنه : د پاکستان د دولت او طالبانو تر مینځ د خبرو اترو او ډزبندۍ هڅې په داسې حال کې روانې دي چې پّه مومندو ایجنسۍ کې طالبانو د ایف سي درې ویشت ځواکونه چې د دوه زره لسم کال په جون کې یې نیولې وو، حلال کړل او د طالبانو دغه کار د مذاکراتو د بندیدو سبب شوې. طالبان ادعا کوي چې دهغی هم درې ویشت کسان په جیل کې وژل شوې او دا دهغوي د وینې غچ دی تاسوپه دې اړه خیال دی ؟ ځواب : دولس کاله وشوله چې مونږ له خپلو قبایلو سره جنګیږوموږ هغوی وژنو او هغوی مونږ وژني. امریکا دمشرف په وسیله په وزیرستان لشکرکشي وکړه او له هغه وخته تر اوسه دا وژله روانه ده . او اوس چې حکومت مذاکرات پیل کړې یوه پرګنه داسې ده چې غواړي په یو څو ورځو کې د دولسو کلونو دغه لانجه هواره کړي چې دا ممکنه نه ده . د دې شاته ډیر لوی سازش دی او هغه دا چې مونږ له خپلو خلکو او قبایلو سره وجنګوي . او مونږ خپل پوځیان په پاک افغان سرحدونو مستقر کړو. حال دا چې په نولس سوه اوه څلویښتم کې قاید اعظم په دې نظر سره چې په ډیوراند کرښه کې زمونږ خپل پښتانه اوسیږي او د ددغه کرښې هیڅ حیثیت نیشته خپل ټول عسکر له پولو لرې کړې وو. اوس توطۍه دا ده چې د پاکستان پوځ په دغه پولو کې خپلو کسانو سره په جنګ شي او په ختیځو پولو کې زمون ددشمنا لپاره کار اسان شي. بله دا چې ، امریکا او ورسیې چې له کومو کسانو ماته وخوړله دوي غواړي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ویستلو وروسته پاکستان په دغه جبه کې ګیر کړي او همدا وجه ده چې په تیرو لسو کلونو کې امریکا څنګه د ډرون الوتکو په حملو کې نیک محمد، بیت الله محسود او حکیم الله او بیا ولی الرحمان ووژل او اوس دغه حملې کړې خو په د خپلو ایجنټانو په وسیله په پاکستان کې ترهه ګرۍ ته لمن وهي. هغه ترهه ګر چې هم په طالبانو کې دي او هم په نورو ډلو کې . او دهغوي په وسیله هڅه کوي خبرې اترې خرابې کړي. پوښتنه : یعنې ستاسو خیال دادی چې د مومندو ایجنسۍ پیښه دامریکا ایجنټانو کړې ده ؟ ځواب : بالکل همداسې ده او په خپل وخت به دا خبره ثابته شي. یو دوه کاله مخکې زمونږ دوستان کرنل امام او خواجه صاحب د طالبانو په بلنه هغوی ته ورغلل چې له دوي سره ملاقات وکړي خو په طالبانو کې دوهمه ډلې هغوی وتښتول او دریمې ډلې بیا ووژل . نو زمونږ په سرحدي علاقو کې ډیر ایجنټان کوي او کوم جاسوسي چینل چې هند په افغانستان کې په دوه زره څلورم پینځم کې جوړ کړ او د امریکا ، انګلستان اسراییلو او جرمني او نور اتحادیانو مرسته هم ورسره ده د دغه چینل تمرکز په ایران او پاکستان دی . او په ایران کې چې د جندالله عملیات کیږي یا په دا وورستو کې ایراني ځواکونه وتښتول شول . دا ټول د همدغه شبکې فتنه ده او کله چې له افغانستانه دغه فتنه ووځي نو زمونږ مشکلات به حل شي او انشاء الله سږ کال مونږ هیله لرو چې دغه فضا ښه شي او دوي لاړ شي. پوښتنه : کرنل امام یې چې کله په وزیرستان کې په ډزو ویشته دهغه صحنې فلم شته دی چې پکې د طالبانو پخوانی حکیم الله محسود چې اوس وژل شوی هم هلته ولاړ و ، هغه اول د پاکستان د پوځ او کرنل امام په خلاف سپکاوونکې وینا وکړه او بیا کرنل امام ووژل شو. ایا د دې مطلب دا نه دی چې د طالبانو په مرکزي قیادت کې امریکایان ننوتلې دي؟ ځواب : هو، په تیره بیا د حکیم الله محسود له وژل کیدو وروسته په دوي کې دوه درې لویې ډلې جوړې شوې او په دې وجه د مذکراتو په لاره کې خنډونه پیدا کیږي خو مونږ باید فکر وکړو او له صبره کار واخلو چې څنګه دغه مشکل حلولی شو. پوښتنه : نو کله چې حکیم الله محسود چې اوس نیشته او عمر خراسانی چې د مومندو د پيښې ذمه واري یې په غاړه واخسته دوي د امریکا ایجنټان وي نو بیا په طالبانو کې څوک پاتې کیږي چې د شریعت دعوا وکړی شي؟ ځواب : خبره همدا ده چې په طالبانو کې دغه شان کسان شته دي چې امریکا اخستې دي او امریکا ورته پیسې ورکوي.او استعمالوي یې چې د مذاکراتو مخه ونیسي. پوښتنه : نو کله چې د طالبانو د لوړې سویې مشران خرڅ شوې دي بیا به دا مذاکرات له چا سره کیږي؟ ځواب : کیږی به ځکه چې هم دهغوی مجبوري ده او هم زمونږ ، له کله چې دغه اپریشن پیل شوی دی کابو شل لکه کسان مجبوره شوې چې خپل کورونه پریږدي او د کډوالۍ ژوند غوره کړي. دغه کسان غواړي خپلو کوورنو ته ستانه شي . د دوي کورونه وران شوې او کاوربار یې ختم شوی . دا یو پریشر دی چې تاسو ولې جنګ کوئ جنګ پریږدۍ او امن راولئ. بله مجبوري دا ده هماغه شان چې کرزي ته هم معلومه ده چې سږ کال چې بهرني ځواکونه له افغانسانه ووځي نو د طالبانو حکومت به راځي او بیا به د امریکا او هند د جاسوسي شبکو دفعالیت یا د فضل الله په شان کسانو د فعالیت لاره بنده شي. مخکې له دې چې لاره بنده شي او د دوي لپاره مشکلات شوي دوي غواړي چې له پاکستان سره مذاکرات وکړي اوامن قایم شي. پوښتنه : تاسو وایئ چې د طالبانو مشران خرڅ شوې دي حال دا چې د پاکستان ځینې لوی عالمان او ډلې لکه د جمعیت علمای اسلام مشران، د اسامه بن لادن او حکیم الله محسود په شان کسان خپل اتلان ګڼي او شهیدان ورته وایي او د همدغه حمایتونه په وجه طالبان سرکښه شوې دي؟ ځواب : په پاکستان کې دیني ډلو تر ټولو لوی اتحاد د مولانا سمیع الحق په مشرۍ دفاع پاکستان کونسل دی چې کابو یوویشت ډلې په کې دي او دهرې ډلې قبله جدا جدا ده . او سره له دې چې وي دومره شور کوي بیا هم هیڅ نه دي . ما په تیرو کلونو کې د همدوي په یوه جلسه کې چې څه د پاسه یو لک کسان پکې وو دوي ته چیلنج ورکړ چې تاسو چې دومره شور کوئ؟ ایا په اسلام اباد کې پّ پآرلیمان کې یو استازی هم لرئ؟ له دوي سره هیڅ ځواب نه و. ما وویل چې مولانا فضل الرحمان په پارلیمان کې خپل استازيتوب لري خو هغه نن دلته نیشته . نو تاسو هیڅ سیاسي اهمیت او غږ نه لرئ او هیڅ اختیار نه لرئ چې په واک کې برخه ولرئ. تاسو په پاکستان کې له واکمنۍ او سیاسته لرې کړی شوې یئ. نن هم همدا حالت دی د دوي بیاناتو ا احتجاجونوته توجه نه ده پکار دوي صرف بیانونه ورکوي او خلک ځانته راکاږي خو دا د پاکستان حقیقت دی چې په حکمرانۍ کې او د پالیسۍ په جوړولو کې ددغه دیني ډلو هیڅ رول نیشته . دا یوه ښه خبره ده . ځکه چې هیڅکله یوویشت ډلې په یوه خبره نه سره یو کیږي. نو مونږ د دوي بیاناتو ته توجه نه کوو ځکه چې دوي همیشه په ژبني او فرقه ای بنیادونو ډیر ګنده بانونه ورکوي. بس ضروري ده چې دغه کسان په خپل مقام کې وساتو لکه نن چې ضروري ده چې دوي له طالبانو سره دخبرو لپاره استعمال کړو او خپل مشکل حل کړو. س/ د پا کستان به اخر څه کیږي په دې هیواد کې ډیرې وسلوالې ډلې دي چې د اسلام په نوم یې نه یوازې د دغه هیواد ولس یرغمل کړی بلکه د پاکستان د دوستو او ګاونډیو هیوادونو پّ خلاف هم په ترهه ګرۍ کې د پاکستان له خاورې استفاده کوي . څو ورځې مخکې یې د ایران څو سرحدي عسکر وتښتول او د پاکستان خاورې ته یې بوتلل چې په وجه یې د ایران دولت له پاکستانه سخت خپه دی . چین هم د همدغه مسالو په وجه له پاکستانه ناراضي دی . ځواب : تاسو بلوچستان ته وګورئ پینځه ځله لشکر کشي شوی ده او له عملیاتو وورسته چې د سول انتظامیې کوم رول باید وای ، هغه نیشته . نو هلته یوه لویه خلا پیدا شوې ده او متاسفانه تیر دولتونه او نننۍ حکومت دغه خلا نه مني او د دغه تشې په وجه تر دولسو زیاتې ترهه ګرې ډلې په دغه سیمه کې پیدا شوې چې کنټرولوونکي یې نیشته . خو زه په یقین سره وایم چې که دوه کارونه وشي یو دا چې له طالبانو سره د خبرو نتیجه راووځي او بله دا چې له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي نو په دې وجه به زمونږ سرحدونه هم محفوظ شي له کومه چې دغه عناصر مرسته اخلي او د دوي د رابطو لارې به غوڅې شي او بیا به زمونږ په دولت کې حوصله پیدا شي چې په بلوچستان کې سول انتظامیه مزبوته کړي په دوي کې اوس هیڅ حوصله نیشته . تاسو به ووینۍ د دې کال تر اخره به یوه نوې فضا پیدا شي او زه پوره هیلمن یم چې دغه قابض عسکر به ووځي او په نتیجه کې به یې د ایران او پاکستان په خلاف موجود فشار ختم شي او دغه ترهه ګرو تنظیمونه به ورو ورو له مینځّه لا ړ شي. او په هیواد کې به امن راشي. پوښتنه : ویل کیږ ي چې د جیش العدل په نامه یو تنظیم ایراني عسکر تښتولې او پاکستان ته راوستې دي. دا هم ویل کیږي چې ځینې عرب هیوادونه منجمله عربستان د دغه تنظیم ملاتړ کوي . دا راته ووړایئ چې عربستان په دې څه رول لري؟ ځواب : عرب هیوادونه په دغه لوی رول لري. تاسو وګورۍ په سیمه کې د امریکا پوځي مرکز مخکې په عربستان کې و او اوس په قطر کې دی . نو دوي خو په سیمه کې رول لري. خو اوس دې ته په پام سره چې امریکا د ایران له انقلابه وروسته تعلقات جوړ کړې دي نو په نتیجه کې دعربو هیوادونو سیاست چې مرکزیت یې عربستان و ، په هغه سیاست کې اوس بدلون راغلی دی او هغوی په دغه تعلقاتو خپه دي. هم ځکه پّ تیرو پینځو میاشتو کې د پاکستان او عربستان اړیکې ډیرې تودې شوې دي. د دې سبب دا دی چې امریکا غواړي له ایران سره اړیکي ښې کړي. دا د عربو په ګټه نه ده . نو ځکه به یو لړ بدلون ووینۍ او مونږ هم د دغه بدلون یوه برخه یوو. او په راتلونکو وختونو کې به یې اثرات نور هم واضح شي. پوښتنه : د عربستان د ولی عهد شاهزاده سلمان بن عبدالعزیز په سفر کې چې پاکستان ته یې لري ظاهرا ددفاعي ملګرتیا او له ترهه ګرۍ سره دمقابلې په برخه کې معاهدې وشوې . دا راته ووایئ چې په حقیقت کې کومې معاهدې شوې دي؟ ځواب : هماغه چې ما درته وویل : ګوره په اوله کې دوي د ایران او پاکستان تر مینځ د پایپ لاین په منصوبې خپل ملاحظات وښودل او کار یې ودراوه . د دې شاته یو ډیر ښکاره سیاست په نظر راځي . او عربستان ته تکلیف د هماغه بدلون دی چې په مینځني ختیځ کې په سیاست کې پیدا شوی مخکې به په سیمه کې دامریکا ټول پروګرامونه له عربستان سره په مشوره کیدل خو اوس په دې کې بدلون راغلی او امریکا دا په خپله ګټه نه ګڼي. پوښتنه : ویل کیږي چې عربستان پّ میانوالي کې له پاکستانه یو زر هکټاره ځمکه اخستې ده پّ دې اړه ستاسو څه نظر دی؟ ځواب: په پاکستان کې عربي اماراتو هم ډیره ځمکه اخستې ده . دوی دلته مختلف څیزونه کري او په خپلو هیوادونو کې یې استعمالوي لکه چقندر او داسې نور . عربستان هم د خوراکي کموالي د ختمولو لپاره ځمکه اخستې ده . او غواړي د دې ځای کرهڼیز محصولات خپل هیواد ته یوسي . د پاکستان حکومت چې کوم ملاحظات دي هغه دا دي دا ځمکه به خرڅوو نه بلکه په لیز او پټکي یې ورکړو د دیرشو کلونو لپاره هغوي دلته خپل کار وکړي او بیا که د هغه وخت حکومتونه وغواړي نو د د غه پټکي موده زیاتولی شي او که نه یې غواړي ختمولی یې شي. عربستان غواړي د خپل خوارکي ضرورتونه دپوره کولو لپاره په نزدې سیمه کې فارم هاوسونه جوړ کړي. پوښتنه : خو تاسو ته پته ده چې عربستان اعلانیه دا هڅه کوي چې د ایران او پاکستان تر مینځ اختلافات زیات شي آیا داسې خو نه وي چې له دغه ځمکې د ایران په خلاف استفاده وشي؟ ځواب : زما په خیال هغوی د دې هدف لپاره ځمکه نه استعمالوي بلکه له خپلو پالیسیو کار اخلي . اوس مونږ او ایران باید فکر وکړو چې مونږ څنګه خپلې ګټې ساتلی شو. منجمله دا چې ایران او پاکتسان دنده لري فکر وکړي چې دسږ کال په پای کې څنګه په افغانستان کې یو مزبوت حکومت جوړولی شو. او که د نولس سوه نویم کال کانه تکرار شي دا به د داړو هیوادونو پّ تاوان وي. ما په نولس سوه نویم کال کې د افغان شخصیتونو یو پلاوی ایران ته بوتللی و هلته مې د ایران په خارجه وزارت کې د افغانستان د چارو له مسوول بروجردي سره وکتل . هغه وخت د ایران غوښتنه دا وه چې د شمال اتحاد چې کوم اوه ډلې دي او د نورو کسانو ترمینځ چې د روسانو په خلاف جنګیدلې وو یو برابر حکومت جوړ شي . دا مذاکرات کامیاب نه شول او زه تش لاس له تهرانه ستون شوم . اوس باید هغه شی تکرار نه شي او باید هغه شان خبرې وشي چې لکه په پاریس کې له دې مخکې د افغان لورو تر مینځ دوه غونډې شوې او دا فیصله شوې چې د امریکا او بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به مونږ په خپلو کې نه جینګیږو او یو مزبوت ګډ حکومت به جوړوو. دا زمونږ او ایران ذمه واري ده. کرزای هم په دط مسوولیت پوهیږي او ځکه یې له امریکا سره امنیتي تړون نه دی لاسلیک کړی هغه ته پته ده چې سبا چې امریکا له افغانستانه ووځي دولت به د طالبانو وي نو له هغوي سره جنیګدل نه دي پکار بلکه باید کښینو او یو پراخ بنسټه دولت جوړ کړو. ملا عمر پینځه کاله مخکې دا خبره کړې وه چې امریکا مونږ په نولس سوه نویم کال کې سره وجنګولو خو مونږ نه پریږدو چې دا کانه تکرار شي. دا یو ډول پرمختګ دی . خو امریکا ددغه هڅو مخه نیسي. اوس مونږ مسوولیت لرو چې د افغانانو د خپل منیځي مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړو او د کال تر آخره پورې صحیح فیصله وکړو چې د دښمن له سازشونو بچ شو. پوښتنه : عربستان کولی شي په دغه ځمکه کې هغه وسلوالې ډلې چې ملاتړ یې کوي وساتي او روزنه یې وکړي؟ ځواب : زه په پوره یقین سره وایم چې که په دغه ځمکه کې له کرهڼې علاوه هر کار وشو ، پاکستان به یې مخه ونیسي. اوس مساله دا نه ده . مساله دا ده چې زمونږ په سیمه په تیره بیا بلوچستان کې چې کوم مداخلت دی تر دې حده چې اصلا حکومت نیشته او سول حکومت خپل مسوولیتونه نه دي اخستي دا مساله باید حل شي. پوښتنه : خو سول حکومت ناتوانه دی ځکه چې اصلي قدرت د پوځی په لاس کې د ی ؟ ځواب : ناتوانه نه دی د پوځ قدرت ورسره شته او ورځنې غواړي چې صوبایي دولت پر مخ لاړ شي. او روانه طریقه بدله شي. چې زمونږ دولتي واکمنان یوازې په اسلام اباد کې مزي کوي او په بهرنیو هیوادونو کې سرمایې جوړوي. پوښتته : د پاکستان پوځ یا نورعسکر یې نه شي کولی چې د ایران برمته شوې کسان په پاکستان کې له ترهه ګرو آزاد کړي؟ ځواب: دا کار کولی شي خو باید ووایم چې د بلوچستان او د پوځ حالت څه دی . پوځ په دوه زره اتم کال کې په بلوچستان کې کار پیل کړ او د حکومت واکمني یې راوستله . خو کله چې د زرداري حکومت راغی نو د همدغه تنظیمونو او ډلو په فشار سره په دوه زره لسم کې له بلوچستانه پوځ لرې کړی شو . او له هغه وخته تر اوسه د پوځ کنټرول نه دی بلکه د ایف سي ملیشې کنټرول دی . یعنی یو کمزوري کنټرول ته یې ورکړی دی . البته د پوځ مداخله یوازې تر دې حده ده چې ځینې ایجنسۍ او کسان یې هلته شته دي . تاسو ته پته ده چې کله په بلوچستان کې زلزله راغله او زمونږ پوځ هلته مرسته یوړه نو برید ورباندې وشو. نو کله چې پوځ نیشته نو کنټرول به له کومې ر اځي . البته باید ایران په پاکستان فشار راوړي چې د پوځ یوه خاصه ډله هلته لاړه شي او له ایف سي ملیشې سره په ګډه عملیات وکړي د ایران استخباراتي معلومات دې هم ورکړل شي چې برمته کسان خوشي او برمته ګر ونیول شي. د دغه ډلو نیول ګران کار نه دی . خو آیا زمونږ دولت به دا کار وکړي او آیا دایران ځواکوو ته به اجازه ورکړي چې دغه شان عملیات وکړي؟ دایوه نازکه معامله ده چې باید یوه ګډه او سمه فیصله وشي. د پاکستان دولت باید هلته عملیات وکړي او دغه کسان خوشې کړي. پوښتنه : که د پاکستان پوځ دغه کسان خوشې نه کړی شي یا یې نه غواړي چې خوشې کړي. آیا د ایران پوځ ته به دا اجازه ورکړي؟ ځواب: که ایران فشار راوړي لکه چې دا فشارونه روان دي نو دپاکستان حکومت به دا کار وکړي. دهغوی مجبوري دا ده چې اوس په بلوچستان کې زمونږ پوځ نیشته او یوازې ملیشې ته مسوولیت ورکړل شوی خو ملیشه هغه څه نه شي کولی چې پوځ یې کولی شي. نو ځکه زه وایم چې دوي مخکې په بلوچستا ن کې پوځ استعمال کړ خو بیاوروسته په سول حکومت کې دا حوصله نه وي چې دغلته خپله انتظامیه وساتي . زه له بلوچستانه ډیره هیله لرم . په دا ورسیتو کې هلته د ولسي جرګې انتخابات وشول پکې خلکو برخه واخسته خلک غواړي چې امن وي اوسیاسي عمل پر مخ لاړ شي. خو زمونږ دولت کمروزي ښیي . دا د تیرو پنځوسو کلونو کمزوري ده چې تر ننه روانه ده .
Add new comment