فاطمه بنت زيادبن زبير.

جبيره يو غريب او تور رنګې سړے ؤ د ډېرې غريبۍ له وجې به يې د جمات په غولي کښې ژوند کاوۀ.
يوه ورځ پيغمبر(ص) هغه وليدۀ چې سر يې په ځانګون ايخې دے او ډېر غمجن دے.
پيغمبر(ص) هغه ته مخ کړۀ او ويې وفرمايل: جبيره! ښځه غواړې؟
ويې ويل: اي د خداي رسوله! څوک به ما ته ښځه راکړي؟
ويې فرمايل: پاڅه د زياد بن زبېر کور ته لاړ شه او هغه ته ووايه چې پيغمبر(ص) ستا لور زما لپاره غواړي.
زياد بن زبېر، د مدينې لوي شته من او قوم قبيله دار ؤ او يوه ښه، ښکلې، پوهه او ښائسته لور يې لرله.
جبېره په ترديد سره د هغه کور ته لاړ ور يې ووهل، زياد ور خلاص کړ، جبېره هغه ته وويل: پيغمبر(ص) فرمايلي دي چې خپله لور دې ما ته وادۀ کړي.
زياد بن زبېر وويل: ښه!
تا لاړ شه، زه پخپله اوس پيغمبر(ص) ته ورځم.
فاطمه د کور د دروازې شاته ولاړه وه، خبره يې واوريده او پلار نه يې تپوس وکړ:
پلاره! څه خبره ده؟
زياد ځواب ورکړ: جبېره يو تور رنګې سړے دے چې ستا غوښتلو له راغلے دے او وايي، پيغمبر(ص) داسې ويلي دي.
لور ورته وويل: څه ځواب دې ورکړ؟
ومې ويل: زۀ اوس پخپله د پيغمبر(ص) خوا ته درځم.
لور ورته وويل: که پيغمبر(ص) هغه راليږلې وي نو دا خو ښه خبره نه ده چې ته داسې وکړې.
پلار يې وويل: څه وکړم؟
لور ورته وويل: لاړ شه او پيغمبر(ص) خپل کور ته دعوت کړه.
هغه وخت بيا لاړ شه او له پيغمبر(ص) نه په دې هکله پوښتنه وکړه؟
زياد د پيغمبر(ص) خوا له ورغے او د دې مطلب په هکله يې ترې پوښتنه وکړه؟
پيغمبر(ص) وفرمايل: هو! ما ويلي دي.
پلار خپلې لور ته راغلو او ټوله خبره يې ورته وکړه.
فاطمه وويل: هر څه چې پيغمبر(ص) فرمايلي دي پکار ده چې په هغې عمل وشي.
پلار يې د خپل ځوم لپاره کور تيار کړ او په هماغه وخت يې وادۀ وکړ او لور يې ډولۍ کښې لاړه.

Add new comment