دامام علی ع لیدتوګی اونظریی، په نهج البلاغه کی
دحضرت پیغمبراکرم ص، په یوحدیث کی راغلی دی چی : زه ستاسو په منځ کی، دوه ګران بیه څیزونه په یادګار پریږدم؛ دخدای کتاب، او دخپل اهلبیت عترت . تر څو پوری چی تاسی، په دغو دؤو لاس پوری کړئ،هیڅکله نه ګمراه کیږئ . نو وپوهیږئ چی، آګاه خدای ماته خبر راکړچی، دغه دواړه هیڅکله له یو اوبله نه جلاکیږی، ترڅودقیامت په ورځ ،دډنډاو حوض ترڅنګ، زمانزد ته راشی .
دغه نبوی حدیث چی،په حدیث ثقلین مشهوردئ؛ دپیغمبر ص داهلبیت ع دحقانیت،او له هغوبزرګوارانوڅخه، داطاعت کولودضرورت یودلیل دئ . داسلام ګران پیغمبرص، ددی ټکی په بیانولوسره چی،قرآنکريم او د دوی اهلبیت هیڅکله له یو اوبله نه جلاکیږی،ټولوته ور وپوهول چی، اهلبیت دقرآنکریم ترڅنګ، دخلګودلارښوونی او ژغورنی سببونه دی .
ویاند: دخدای تعالی کتاب (قرآنکریم)،د هدایت اولارښوونی منشور؛ اودخدای تعالی له قوله، نور دئ . هغه انسان چی، دکفر،ناپوهی، اوظلم په تورتمونوکی ګیر پاتئ دئ، کولای شی دقرآنګریم جالبو اوپه زړه پوروآیتونوته، په مراجعی سره، له هغه څخه نور او روښنایی واخلی، اودهدایت لاره پیداکړی . مګر له آیتونوڅخه،دمختلفوبرداشتونو؛اوپه قرآنکریم کی، دمتشابه آیتونو باوجود، څرنګه کولای شو له قرآن مجیدڅخه، درسته لاره ومومو؟ دقرآنکریم دژورو مفاهیمودرک کول،قرآن پیژاندو کارپوهانوته اړتیالری؛ هغه کسان چی،آیتونه دهوا او هوس په اساس، تفسیر نه کړی،او هغه شخصیتونه چی، ګران بیه حقایق، دقرآن عظیم الشان له ژور سمندر څخه راوباسی، اودحقیقت لیوالوانسانانوته یی ډالۍ کړی . بیله شکه، دپیغمبر ص اهلبیت ع، دقرآنکریم رښتنی مفسران دی . هغوی،په آیتونوکی،پراته مفهومونه او رازونه په ښه توګه پیژنی . هغوی یوه شیبه له قرآن څخه، نه بیلیږی،اودقرآن مجید علوم په سینه کی لری . په همدی دلیل،حضرت پیغمبرص، هغوی دقرآنکریم ترڅنګ ګرانقدره یادګارونه بللی دی، اوله خلګویی غوښتی دی چی، له هغوی څخه بیل نه شی،اوتل دهغوی په لاری او رودی اقتداوکړی،اوکه نه ګمراه کیږی . ځکه نو، له اهلبیت ع څخه لیری توب،په حقیقت کی له قرآنکریم څخه،لیری توب دئ، اوله سرګردانۍ اوګمراهۍ پرته، بل حاصل اونتیجه نه لری .
ویاند: حضرت علی ع، دنهج البلاغی په ۸۶ خطبه کی، دیوی ډلې کسانو ځانګړتیاوی بیانوی چی، ځانونه پوهان او دانایان بولی، په داسی حال کی چی داسی نه دی . هغوی، دمتعال خدای کتاب، پخپلی رائی اونظر سره تفسیروی، اوخپل هوسونه او غوښتنی، دحق په پوښښ سره، وړاندی کوی .
انحضرت،دخپلوخبرو په دوام کی، دپیغمبر اکرم ص اهلبیت،دلارښوونکو مشالونوپه توګه،معرفی کوی، اوفرمایی : ای خلګو! چیرته ځئ ؟ ولی له حقه منحرف کیږئ ؟ ولی سرګردانه یئ ؟ په داسی حال کی چی، دلارښوونی بیرغونه رپانده، الهی آیتونه او نښانی څرګندی، او دلارښوونی څراغونه، دلاری روښانه کونکی دی، اوپه داسی حال کی چی،دپیغمبر ص اهلبیت ع ،ستاسوپه منځ کی دئ؛ هغوی دحق رهبران؛ ددین لارښوونکی، اودحقیقت اورښتنولۍ روانی ژبی دی . ځکه نو،دپیغمبرص عترت، دقرآن کریم په ډیرو لوړو اوپه ډیروښو مرتبوکی ومومئ، او دهغو تږیوپه شان چی، داوبوپه لور دانګی، دهغوی دوجود له سرچینی څخه، ګټه یوسئ .
په حقیقت کی، له حضرت پیغمبراکرم ص وروسته،دخلګو دلارښوونی اورهبرۍ مسئولیت، دهغوکسانوپه غاړه دئ چی، دنورو په نسبت، دخدای تعالی دکتاب په حقایقواو اسرارو لازیات پوه دی . دپیغمبراکرم ص داهلبیت غړی، دقرآنکریم دتعلیماتو اواحکامو رښتنی ساتونکی دی . داسلامی تعلیماتو په اساس، امام یواځی دټولنی حاکم اومدیر نه دئ؛ بلکه دپیغمبر ص لاری اورودی ته دوام ورکوی، اودانحضرت تعلیمات، دزمانی مقتضیاتواو شرایطوته په پام سره، اجراکوی . دحضرت رسول اکرم ص له نسل څخه، معصوم امامان،د قرآن کریم دڅرګنداصل، اودپیغمبر ص دځلونو دستور په اساس، داسلامی امت مشری او رهبری په غاړه لری . هغوی دوحی په مکتب، او دطهارت او پاکیزګۍ په مرکزکی، روزل شوی دی . داحزاب دمبارکی سوری په ۳۳ آیت کی، متعال خدای ج، په څرګنداو روښانه بیان سره، له هر ډول ککړتیا او پلیدۍ څخه، د پیغمبرص داهلبیت ع، پاکۍ ته اشاره کړې ده .
حضرت امام علی ع، دنهج البلاغی په ۱۵۲ خطبه کی، دپرحقو امامانو په ستاینه کی فرمایی : په تحقیق سره، رښتنی امامان، دخلګوپه لور، دخدای له جانبه غوره شوی کسان دی . هغوی دخدای تعالی په احکامو آشنا، او دبندګانوپه منځ کی، دهغه مامورین دی . هیڅوک به جنت ته لاړ نه شی؛ مګر هغه کس چی، امامان وپیژنی، او هغوی هم، هغه وپیژنی . هیڅوک به دوژخ ته ونه لویږی؛ مګر هغه کس چی، دهغوی منکر وی، او امامان هم، دهغه دین او ایمان قبول نه کړی .
په دی اساس، هغه کس چی په آخرت کی، دنیکمرغۍ، او دجنت د تل پاتی نعمتونو څخه دبرخوریدو غوښتونکئ دئ، باید امامان خپل سرمشق وټاکی، او دژوندانه په ټولو مرحلوکی، له هغوی څخه پیروی وکړی .
حضرت علی ع،په دی باره کی، په ۹۷ خطبه کی، داسی فرمایی : دپیغبر ص کورنۍ ته وګورئ، هری خواته چی هغوی ځی، لاړشئ او دهغوی دپښو په پل باندی، ګام کیږدئ چی ، هیڅکله تاسی، دهدایت له لاری نه باسی، اوپستۍ او هلاکت ته مو نه ورګرځوی . بیا خلګوته دسپارښتنی او نصیحت په توګه یادونه کوی : که امامانو چپتیا غوره کړه، چپتیا غوره کړئ،اوکه یی پاڅون وکړ؛ را وپاڅیږئ . له هغوی څخه مه مخته کیږئ چی، ګمراه کیږئ، اوله هغوی څخه،شاته پاتی نه شئ چی، نابودیږۍ .
+ دخدای دګران رسول ص دکورنۍ او اهلبیت ع ، دعلم او حکمت خزانه، دومره پراخه ده چی، حتی دهغوی مخالفانو هم، دهغی په پراخوالی اقرار کړئ دئ، او دا داسلام په تاریخ کی، یونه انکارکیدونکئ واقعیت دئ . حضرت علی ع،دخلګوترمنځ پخپله یوه وینا کی، خپل زیات علم او حکمت ته چی، له الهی علم او حکمت څخه الهام اخلی؛ اشاره کړې ده؛ هلته چی فرمایی :
ای خلګو! له ما څخه پوښتنه وکړئ، مخکی تردی چی، ما ونه مومئ چی، په خدای قسم،که یوموقعیت اوفرصت راته برابرشی، ارومرو دتورات دپیروانوترمنځ به،دهغوی دتورات په اساس؛ دمسیحیانوترمنځ به، دهغوی دانجیل په حکم؛دزبور او حضرت داؤد ع دپیروانوترمنځ به، دهغوی دزبورپه اساس؛اودفرقان اواسلام دپیروانوترمنځ به، دهغوی دفرقان یعنی قرآن په اساس، قضاوت وکړم ؛ داډول چی، هغوی ټول تصدیق وکړی او ووایی : ای پروردګاره ! علی هماغه ډول قضاوت وکړ چی، تا فرمایلی دی . په خدای قسم؛ زه له ټولوهغوکسانوڅخه چی،دقرآن سره دبلدتیا ادعالری؛ په قرآنکریم او دهغه په حقایقوباندی لا زیات آګاه یم؛ بیا انحضرت وفرمایل : له ماپوښتنه وکوئ مخکی تردی چی،ماله لاسه ورکړئ؛په هغه خدای قسم چی،دانه او زوڼی یی وچاودولی، خلایق یی وپنځول،که دقرآنکریم دیوآیت په هکله پوښتنه وکړئ، تاسوته به ووایم چی، کم وخت کی نازل شوئ دئ، دکوم کس په هکله دئ، محکم او متشابه، او دهغه مکی اومدنی آیتونه پیژنم . په خدای قسم؛هیڅ کومه ډله نشته چی، ګمراه یا هدایت شی؛ مګر داچی، دهغوی مشر،او هغه کسان چی، هغوی لمسوی؛ اودقیامت تر ورځی پوری دهغوی منادی پیژنم .
حضرت امام علی ع، د نهج البلاغی په ۱۷ خطبه کی، په ډیر روان بیان سره، هغه کسان چی، ځانونه په ظاهره کی عالمان ښئیی؛خلګوته معرفی کوی؛اوفرمایی : دخدای په نزد ډیر ټرټلی خلګ، دوه ډله کسان دی : یوه ډله هغه کسان چی، متعال خدای هغوی پخپل حال پری ایښی دی؛ ځکه نوهغوی له سمی اونیغی لاری څخه منحرف شوی؛ اوپه جعلی او له بدعت ډکو خبرویی زړه تړلئ؛ اوخلګ ګمراهۍ ته رابولی . بله ډله هغه خلګ دی چی؛ یولړ مجهولات یی سره یوځای کړی دی، اوپه دوکی اوتزویرسره، دامت دجاهلانوپه منځ کی، په بیړی سره مخته ځی؛ د فتنی او فسادپه تاریکیوکی، په چټکۍ سره ګام اخلی، اودسولی او مسالمت ګټی نه وینی . هغه کسان چی په ظاهره کی انسانان دی، هغوی عالمان ګنی، په داسی حال کی چی هغوی له علم څخه بی برخی دی .
له حق څخه دفاع، او له هغه سره ملګرتیاکول؛ دانسان یوه ډیره مهمه دنده ده . داسلام له نظره، دهرانسان ارزښت، دحق له اصولوسره، دهغه دغږملتیا په اندازه دئ . زیاتره کسان چی،له حق څخه دپلوی کولوادعالری؛ هرکله چی، دهغوی مقام، موقعیت، یاګټی دحق له خوا ګواښلی کیږی، په آسانۍسره، دحق سره جګړی ته راپورته کیږی،اودحق سره مقابله کول؛ دخپلوګټودساتنی په منظور، له خپلو جوتو حقوقو څخه بولی . خو، دپیغمبر اکرم ص اهلبیت ع، هیڅکله داسی ژوند ونه کړ . بیله شکه، دپیغمبر ص داهلبیت دژوندانه ټولی شیبی، دحق په اساس وی . دغه ځانګړتیاوی، له حق څخه دهغوی دشناخت، او دحق په بیانولوکی، دهغوی داختلاف د نه درلودلو له امله دی . دهمدغه حقیقت په توضیح کی، حضرت علی ع، دنهج البلاغی په ۲۳۹ خطبه کی، فرمایی : دحضرت پیغمبرص خاندان، دپوهی اوعلم دشتون،اودناپوهۍ دنابودیدوپانګه ده . دهغوی صبر او زغم، تاسی دهغوی دپوهی ،علم،او ظاهر یی دهغوی دباطن له صفا اوپاکۍ څخه خبروی؛ اودهغوی چپتیا، تاسی دهغوی له حکمت او منطق څخه خبروی . هیڅکله دحق سره مخالفت نه کوی، او دهغه په هکله اختلاف نه لری .
Add new comment