دایران اسلامي جمهوریت دحضرت امام خمیني ره دایډیالونو په لاره کښې

حضرت امام خمیني ره په سوچه دیني تفکر وړاندې کولو سره دلویدیځ دمادي مکتب تعلیمات له چیلنج سره مخامخ کړل او په اسلامي دنیا کښې یې اسلامي هویت او په ټوله نړۍ کښې یې معنویت ژوندی کړ .
()
هغه ورځ اسلامي ایران دتاریخ دتر ټولو تاریخي او ستر هرکلي ته چمتو وو .
حضرت امام خمیني ره له فرانسې د روانیدا په وخت دفرانسې خلکو ته په یوه پیغام کښې دهغوې مننه او ورسره یې خدای په اماني وکړه .
کله چې هغه الوتکې چې دپیړۍ دترټولو ستر سیاسي او مذهبي شخصیت پکښې سپور وو دایران په لور الوت وکړ امام خمیني ره لمونځ وکړ او ورپسې په الوتکې کښې په ارام سره په کمبلو کیناست او ارام یې وکړ .
په داسې حال کښې چې په هوا کښې دالوتکې دتباه کولو او یا تښتولو خطر ټول خلک اندیښمن کړي وو .
دغه ورځ د1357 هجري لمریز کال دسلواغې دمیاشتې دولسمه یعني د۱۹۷۹ میلادي کال دفرورۍ دمیاشتې لومړنۍ نیټه وه .
()
د۱۳۵۷ هجري لمریز کال یعني د۱۹۷۹ میلادي کال دژمي په نیمايي کښې هغه وخت چې دایران داسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني ره له کلونو کلونو جلاوطنۍ ور وسته په اقتدار، سرلوړۍ او عزت سره ایران ته راورسید ګمان نه کیده چې دایران اسلامي انقلاب په ناباور چټکتیا سره لس ورځې وروسته بریالیتوب ته ورسیږي .
دطاغوت درژیم سرغنو او دهغوې ملاتړو داسې تصور کاوه چې دخلکو دغه حرکت ځپلای شي .
هغوې حتی څو میاشتې وړاندې د داډول ستر حرکت درامینځته کیدا فکر نه کاوه .
د ۱۳۵۷ هجر ي لمریز کال په زمري میاشت یعني د۱۹۷۸ میلادي کال په اګست میاشت کښې دامریکا جاسوسۍ ادارې سي ايي ای (CIA) دایران د ټولنې دحالت په اړه له یوې جاجونې وروسته داسې ویلي وو :« ایران د انقلاب یا حتی له انقلاب په وړاندې حالت کښې نه دي .»
دامریکا ددفاعي اطلاعاتو موسسې ډي ايي ای (DIA) هم په خپلې جاجونې کښې ویلي وو :« هیله کیږي چې دایران باچا تر نورو لسو (10)کلونو پورې په فعال ډول قدرت په لاس کښې ولري .»
دامریکا سیاستمدار او نظریه و رکونکي جارج بال دایران داسلامي انقلاب دبریالیتوب دمخنیوي لپاره اوه (7)پلانونه مطرح کړل او په پریکنده توګه یې وویل په دوې کښې په یوې مرحلې کښې به دایران غورځنګ کنټرول شي .
خو دایران دخلکو ولوله ناک پاڅون دخپلې بشپړتیا مرحلې سوکه سوکه او په ډیر لږ شان تاوان او په ډیرې چټکۍ سره کچ کړې تر دې چې د۱۳۵۷ هجري لمریز کال دسلواغې دمیاشتې په ۲۲ یعني د۱۹۷۹ میلادي کال دفرورۍ دمیاشتې په یولسمه (11) نیټه دخدای پاک په مرستې او دامام خمیني ره په ښه مدیریت سره د ایران دخلکو دغه ستر پاڅون بریالی شو .
()
په حقیقت کښې ایران ته دحضرت امام خمیني ره له ولولې ډک رسیدا او له هغه دڅو میلیونو خلکو هرکلی دانسانانو په لارښونې کښې دروحانیت تاریخي او کارنده رول په ګوته کړ او ویې ښودله چې دایران دخلکو پاڅون اګاهانه دی چې دخلکو په کلکې ارادې او له مشر تابه ستر مقام سره دهغوې په ژورې اړیکې سره خپلو هدفونو ته په رسیدا کښې هوډمن دي .
دایران اسلامي انقلاب په لنډه موده کښې نتیجې ته ورسیده او داسلامي انقلاب دسباون لسیزې سبب شو .
حضرت امام خمیني ره ددغه بریالیتوب په اړه وفرمایل :« په ټولنه کښې یو روحي بدلون پیدا شو چې زه هغه غیر له دې چې وویم یوه معجزه وه الهي اراده وه هغه ته بل کوم نوم نشم ورکولای .»
()
دفرانسې عکاس او فیلم جوړونکي پاټریک چاول چې دویټنام دجنګ او داسرایلو او عربانو دشپږ (6)ورځني جنګ دمستند فیلمونو په جوړولو او ددغه جنګ دعسکونو په اخیستلو سره مشهور شو دفرانسې په نوفل لوشاتو سیمه کښې چې هلته امام خمیني ره هستوګن وو له امام خمیني سره کتنه وکړه .
هغه ورپسې ایران ته راغی او دایران دخلکو دستر غورځنګ تل پاتې عسکونه یې واخیستل .
دفرانسې دغه فیلم جوړونکی او عکاس دامام خمیني ره په اړه وویل :« هماغه لومړي ځل چې حضرت امام خميني ره مو ولیده نو پوه شوم چې دې به بریالی شي . امام خمیني ره له هغو ټولو شخصیتونو سره چې تر دې دمه مو لیدلي وو تفاوت درلود . دامام خمیني ره په مخ کښې یو ډول انرژۍ وه چې دې ته و رته انرژۍ مو نه وه لیدلي . دامام خمیني ره انقلاب هم له نورو انقلابونو سره چې دهغوې عسکونو مې اخیستي وو فرق درلود . دایران خلکو کلکه اراده لرله خو غوسه نه وو .»
()
نن چې دایران داسلامي انقلاب څه دپاسه دیرش (۳۰)کلونه تیر شوي دي انقلاب په هماغه لاره او پرمخ وینو چې امام خمیني ره یې ددوام ارزو لرله .
امام خمیني ره دسوچه دیني تفکر په وړاندې کولو سره دلویدیځ دمادي مکتب تعلیمات له چیلنج سره مخامخ کړل او په اسلامي دنیا کښې یې اسلامي هویت او په ټوله دنیا کښې یې معنوي هویت ژوندی کړ .
امام خمیني ره به فرمایل :« داټول شیان یوه سریزه ده ددې لپاره چې اسلام پلی شي . مونږ باید ټول شیان په هماغه قوت سره چې نن یې لرو ورپسې نسل ته وسپارو .»
امام خمیني ره په یوې بلې وینا کښې ټینګار وکړ :« مقصد دادی چې ایران یو اسلامي هیواد وي . زمونږ هیواد ایران دقران کریم ، پیغمبر اکرم ص او نورو سترو اولیاو تر مشرۍ لاندې اداره شي .»
()
دنړیوالو اړیکو کارپیژاند ډاکټر میشل په هغه وخت کښې دغه ټکی داسې بیان کړ :« دایران انقلاب له شپاړسمې (۱۶)میلادي پیړۍ راپدیخوا په لویدیځ دمسلمانانو لومړنی بریالیتوب ګڼل کیږي .خبره داده چې اسلام ددغه انقلاب هدایتونکی عامل دی او دنیشنل ایزم ، کاپیټل ایزم ، کمیونیزم، سوشل ایزم په شان دلویدیځ ایزمونو پکښې هیڅ رول نه درلود .»
له هغه وروسته ستر لویدیځ قدرتونه له هغو بې بدیله عظمتونو سره په مقابلې کښې چې امام او انقلاب یې رامینځته کړ داسلام له پراخه وس او پټ استعداد سره بلد شول .
په بل عبارت امام خمیني ره نه یوازې له دین سره مبارزه ختمه کړه بلکې په ټوله دنیا کښې داسلام د لوړتیا او ژوندي کولو سبب هم شو .
نن سبا وینو چې داسلام داحیا اثارو نړیوال اړخونه موندلي دي او دنړۍ په بیلابیلو سیمو کښې یې عزت او ویاړ رامینځته کړی دی .
دایران داسلامي انقلاب دله مینځه وړلو او له اسلام سره دمبارزې د زیاتولو لپاره دزیات غوښتونکو قدرتونو له دسیسو سره سره دحضرت امام خمیني ره دتفکر او پیغام جاذبه اسلام ته دخلکو په خپله خوښه دګروهنې سبب شوي ده او اسلامي غورځنګونه یې زیات کړي دي .
()
دایران داسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني ره په ختیځ او لویدیځ کښې له دوو ظالمانه او کږو کلتورونو سره جدي مقابله په ټولنه کښې له اشتراکي او پانګوال اقتصاد سیاستونو سره مبارزه دهر مسلمان په تیره بیا دروحانیونو دندې ګڼلې او دملتونو په هوښتیارتیا او ویښتیا یې ټینګار کاوه .
نن سبا دایران اسلامي انقلاب یوازنی خپلواکه انقلاب دی چې په قدرت سره دنړۍ په هیوادونو کښې دبې عدالتۍ او ظلم په وړاندې دمقاومت دبیلګې په توګه مطرح دی او له دې کبله دهغو کسانو په بیلګه بدل شوی دی چې غواړي یو ډول دسلطې له نظام سره مبارزه او جهاد وکړي .
دترکیې لیکوالې میرمن بیناز توپراک په یوې مقالې کښې چې عنوان یې په ترکیې کښې دمسلمانو رسنیو لخوا دایران داسلامي انقلاب منل وو ولیکل دایران اسلامي انقلاب دامپریالیزم تر نیواک لاندې دنورو مسلمانو هیوادونو لپاره دیوې بیلګې په توګه دنړۍ مسلمانانو په تیره بیا د دنیا حکومتونو ته ثابته کړه دغه خبره مکمنه ده چې په خپلو ګټو یو متکي او دسترو قدرتونو له نفوذ څخه یو ازاد او خپلواکه حکومت جوړ کړو .
()
دحضرت امام خمیني ره ترټولو ستره ارزو دا وه چې نه یوازې دایران ملت بلکې ټول مسلمان ملتونه په لویدیځ خپل فکري اړوندوالی ختم کړي او خپل کلتور او اصالت بیرته ترلاسه کړي او خپل مترقي کلتور چې له اسلام څخه اغیزمن دی وپیژندي او هغه نورو ته وروپیژندي .
هغه حضرت په خپلو انقلابي ادبیاتو سره دخلکو په زړونو کښې په ځان دباور تخم وکاره او هغه ته یې وده وکړه .
په ځان دباور نښه داده چې سړی خپل شخصیت او هویت ته قایل وي ، په خپلو وسونو باور ولري او دنورو خلکو مالونو ته هیله ونلري .
هغه حضرت وفرمایل :« مهمه خبره داده چې مونږ دغه ځوانان ، حتی بوډاګان و او روڼ اندي چمتو کړو مونږ په خپله انسانان یوو او داسې نه ده چې په ټولو چارو کښې لاسونه نورو ته اوږده کړو . که چیرې دتاسو باور وشي چې مونږ هم انسانان یو او دتفکر قدرت هم لرو نو بریالي یوو .»
()
دایران داسلامي انقلاب دبریالیتوب په څلوردیرشمې (۳۴) کلیزې کښې په داسې حال کښې چې نړۍ ددې کتونکي ده چې دامام خمیني ره سوچه تفکر پراخ شوی او دهغه رښتیونو هڅو نتیجه ورکړي ده یاد لمانځو .
نن دایران دخلکو دمجاهدت او زړورتیا انعکاس او دهغوې حق غواړي چغې او نعرې داسلامي نړۍ په نورو سیمو کښې په قدرت او قوت سره اوریدل کیږي .
دایران ملت په ځان باور وکړ او له بایکاټونو او دسیسو سره سره دپرمختګ او پراختیا پړاو کچ کوي او هره ورځ دټیکنالوژۍ او علم په ډګر کښې نوي بریالیتوبونه لاس ته راوړي .
دایران داسلامي انقلاب دستر لارښودحضرت ایت الله العظمی خامنه اي په تعبیر :« نن په اسلامي ایران کښې چې هلته دقران او اسلام واکمنۍ دنړۍ ټولو مسلمانانو ته هیله ورکړي ده دخدای په مهربانۍ سره داهل بیت علیه السلام بیرغ په رپیدا دی او مونږ ګورو چې ددنیا په ګوټ ګوټ کښې ټول مسلمانان دایران داسلامي حکومت او داسلام ددغه لوړ بیرغ احترام کوي او دهغه له کبله دعزت احساس کوي .»

Add new comment