دعقل خاوندان دقرآن په رڼاکې
دوستانویوه شپه چې آسمان صاف وي او په آسمان کې ستوري بریښي ،نودآسمان په لور وګورئ او ددغې ښکلاپه پنځون او خلقت کې فکر وکړئ . کله هم په تنهائۍکې داوبو دلختي په زمزمو، دبلبلانواو مرغانو په زړه پورې چیغار ته غوږکیږدئ او دهغوي په حالاتو اوچلندغور وکړئ. خپلې حیرانونکي پنځيداته پام او دقت وکړئ څو ووینئ خداوندمتعال دانسان له پنځولو وروسته څرنګه په هنرمندۍ سره دتاسو دبدن یو یو غړی پنځولی دی . بې ساري پروردګاردانسان له پنځولو وروسته په دغه خلقت ویاړیدلی او دمومنون سورې د ۱۴ آیت په وروستۍبرخې کې ئې فرمائيلي دي فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ :،آفرین دې وي پر هغه خداي چې خورا غوره پنځونکی دی :، قرآن کریم پخپلو ځلانده آیتونو کې هغه څوک چې دهستۍ په پنځون کې او پخپل خلقت کې دقت او فکر کوي او دپنځون هدف بې هوده او چټي نه ګڼي ، متفکران او دعقل خاوندان معرفي کوي . په ژغورونکو دیني تعلیماتو کې دعقل خاوندان هغه څوک دي چې دپنځون هر یو شی او برخه دخداي دشتون یوه نښه ګڼي او دمخلوقاتوپه حکمت کې فکر کوي . دوي یقین لري چې :له وَنې یوه پاڼه هم نه غورځيږي مګر دا چې خدآي ئې وغواړي (دا هم دانعام سورې د ۵۹آیت یوه برخه ده ) او داهمداسې ده چې عقلمند دلوي پروردګار دعظمت او قدرت په وړاندې په خضوع او خشوع سره حاضریږي او دهغه په درګاه کې په سجده کې سر ټيټوي . همدارازد آل عمران سورې په ۱۹۰ او ۱۹۱ آیتونوکې هم راغلی دي :، مسلماً دآسمانونو او مځکې په پنځیدا او دشپې او ورځې په تګ راتګ کې دعقل او پوهې د خاوندانو لپاره یوه روښانه نښه ده ، هماغه کسان چې خداي پاک ددریدا، کیښناستو په حال کې او هغه وخت چې په څنګ ملاستوي یادوي او دآسمانونو او مځکې په راپنځیدا فکر کوي او (وائي ) بارالها،تا دغه دنیا(دخلقت لویه مشینري) چټي نه ده پنځولي ، ته پاک ئې ،مونږ دعذاب له اووره وساته:،* دآيت ا... نجابت په ژوندلیک کې چې پخپله هم دآیت ا... قاضي یو شاګرد ؤ راغلی دي ،اکثره وخت به چې له آسمانه ملغلرې وریدې او دخداي درحمت باران نازیدلید ، آیت ا... نجابت په لوڅ سر سره دصحرا په لور تلو . دهغه یوه شاګرد ورځيني پوښتنه وکړه . آقا، کله چې باران ووري ټول دخپلو کورونو په لور ځي او تر چتونو لاندې پټيږي ، نو څرنګه ده چې تاسو صحراته ځئ ؟ هغه ورته وفرمايل ، په خداي قسم ،ترهغه وخته چې خداي پاک زما پرسر رحمت وروي ، نو په روح کې مو دومره خوند زیاتیږي چې ګواکې پاچا هم دخپل سلطنت په ګدۍ دغه خوند نه احساس کوي .: هو! عقلمند انسان دپنځون په شیانوکې په فکر سره خپل معرفت زیاتوي . دغه معرفت دهغه لپاره دهغې تازه وږمې په څير دی چې خپل روح ورسره تازه کوي او دهغه لمر په څير دی چې ورو ورو دهغه زړه ته رڼا او ګرمي وربخښي . عقلمند هر وخت خداي پاک ویني ،کله چې دپسرلي وږمه د ونو پرپاڼو او دښيرازه او شنو پټیو فصلونو باندې لګیږي او انسانانو ته دهیلمنیدا بوي ډالۍ کوي ، عقلمند دپاک پرودګار دخلقت له حیرانونکي ، نظم او ښکلا پرته بل څه نه ويني . دمعرفت او عقل خاوندانو په باب ښکلي تعبیرونه شته دي چې وائي :، مرغان ددانو په اچولو سره پخپل لور راکاږل کیږي ..... خداوندمتعال هم په پنځون کې دجمال او جلال ځلاوې کارولي دي څو عقلمند او متفکر پخپل لو روکاږي او د معنويت اوکمال ډالیو ته درسیدا دروازې دهغوي په وړاندې پرانیزي . دانسانانو دکمال او دروح دلوړتیا روزل کیدل دهغه دخلقت خورامهمې موخې دي او خداي پاک خپل پيغمبران ددغه مقصد لپاره مبعوث کړل څو انسان ددنیا له بندونو وژغوري . او هغه دپروردګار وصال ته ورسوي . په قرآن مجید کې دذاریات سورې په ۵۶آیت کې راغلي دي :، ما جن او انس له خپل عبادت پرته دبل څه لپاره نه دي پنځولي :، البته یوازې ژورژورفکري کسان دي چې دپروردګارد بندګۍپه لار کې حرکت کو ي . داسلام ګران پيغمبر فرمائي :، خداي پاک پخپلو بندګانو کې له عقل زیات ارزښتمند بل شی نه دی ویشلی . له دې امله دنادان له ویښتیا دعقلمند خوب ، لا ښه دی او دنادان له حرکت څخه دعقلمند سکون او آرام غوره دی . ... یو انسان هم الهي واجبات په سمه نه ترسره کوي مګر دا چې درک ئې کړي .: داسلام دګران پیغمبر یو لمسی حضر ت امام حسن علیه السلام هم په یوه حدیث کې توضیح ورکړي چې ، عقل خپل بنده ته دخداي پاک غوره ډالۍ ده ، ځکه په دې وسیله ددنیا له آفتونو نجات مومي او دجهنم له اووره هم په امان کې پاتیکیږي :. البته دقرآن کریم په تعبیر عقلمندکسان لږدي ، قرآن په ډيرو آیتونو کې وائي چې عقلمندا وپوه کسان او عبرت اخستونکي کم دي او زیاتره انسانان او عبرت اخستونکي ، پوهه او فکر کونکي نه دي او په دې ډول له حقه سرغړونه کوي . لکه څنګه چې دقرآن کریم دانبیاء سورې په ۲۴آیت کې لولو:، له هغو زیاتره حق نه پيژني او په دې دلیل ورځڼي مخ اړوي :. د دین لویان تکبر او ډيرغرور له خداي پاکه دلیریکیدا پیلامه ګڼي ، هماغه ډول چې ابلیس سره له دې چې دخداي په عظمت او علم خبر ؤ ، د غرور اوکبر په خاطر دهغه له فر مانه ئې سروغړوه او خپل شپږزره کلن عبادت ئې تباه او په اوبو لاهو کړ او له خپل ځانګړي مقام او حیثیته نسکور شو . پر ابلیس او شیطان سربیره دفرعون ،قارون ، او دغه ډول نور ډير کسان دتکبر او ځانمنامۍ په څا کې ډوب شول . حتما تاسو هم دمصر د فرعون کیسه آوریدلې ده چې ځان ئې خدآي باله او ویل ئې ، زه دتاسو لوي پروردګار یم :. او په آخر کې هم په نیل سین کې هلاک شو داخلاقو دلویو استاذانو په نظرکې دتکبر او غرور چاره دپنځون په حیرانتیاؤ کې فکر په تیره بیا پخپل خلقت کې تفکر کول دي په هغو ډيرو ډول ډول کبانو او اوبژويوکې چې دسمندر په ترټولو تورتمو ژورتیاؤ کې ژوند کوي ،. په دقت سره دهغو ستورو په پنځیدا کې په تفکر سره چې دشپې مهال له ډيرو سترو فاصلو کې پړکیږي او دانسان دبدن په غړو او د هغو په ډيرو دقیقو او حیرانونکو کړنو کې په فکر کولو سره د خداوندمتعال له قدرت او دغه راز دانسان له بې وسۍ پرته په بل څه شي پوهیدلی شو ؟ آیا داسې انسان شته چې پختورګي په څير یو وړوکی غړی وپنځوي چې دډاکټرانو په وینا په یوه واړه اندازه ډیره ستره کارخانه ده . کوم عقلمند انسان دی چې په خلقت کې دتفکر په ژرف سره بیا هم په قدرتمند اولوي خداي سترګې پټې کړي او دهغه حکمت ،دقت او نظم ترشاچې په هستۍ کې دی ، خپل لوي پروردګار ونه ویني ؟ له همدې امله ده چې په اسلامی تعلیماتوکې :تفکر : دلوړو څوکو په څير مقام لري او په حدیث قدسي کې راغلی دي ، : یوساعت تفکر او فکر کول له زروکلونو عبادته لاغوره دی :. دا عقلمند کسان دي چې پوهیږي هغه خداي چې ټول کارونه ئې حکیمانه دي، انسان ئې دفنا لپاره نه بلکې دتل لپاره پنځولی دی . همدوي دي چې پوهیږي دقیامت ورځ شته چې ښه له بدو بیلوي او د ټولو نیکیو اوبدیو انعام په همدغې ورځې مشخص کیږي . = دوستانو عقلمند دتفکر په سیوري کې دخداي وخواته حرکت کوي او د هغه دبندګۍ تاج په سر کوي او دهغوي زړونه تل دپروردګار دتجلیاتو په ځلیدا سره روښانه او ځلانده دي . دوي له هغو بې فکره کسانو سره ډير فرق کوي چې په نړۍکې ټول شیان ویني ،خو خپل خالق نه ویني . څومره ښکلي خبره ده چې مونږ هم دعقلمندو په شان نړۍته پخپل نظر کې یو لړ بدلونونو راولو. لنډفکرونه له ځانه لیرې کړو او دخپل پروردګار عظمت او حکمت دهستۍ په پنځون کې ولټوو . دمونږ دخلقت په دنیا کې لنډ شانته فکربه مونږد حقیقت لوړتیاؤ ته ورسوي او له مونږ به یو بشپړ انسان جوړ کړي . قرآن مجید دعقل او فکر خاوندانو ته ځانګړی برلاسی ډالۍ کړی او دبقرې سورې په ۲۶۹آیت کې خداي پاک فرمائي :، خداوند هرچاته چې وغواړي حکمت ډالۍ کوي او هرچا چې ته حکمت ورکړل شي ، نو ډير خیرورکړل شوی دی او له عاقلانوپرته بل څوک پند نه اخلي :. همداراز دزمر سورې په ۹آیت کې هم راغلي دي :، ووایه آیا هغه کسان چې پوهیږي له هغو کسانو سره چې نه پوهیږي برابر دي ؟ یوازې عقلمنددي چې پند اخلي
Add new comment