د پاکستان له طالبانو ډلې سره د خبرواترو کلي د دغه هیواد د پوځ په لاس کښې ده
د پاکستان د حکومت او د طالبانو د ډلې ترمینځ د خبرواترو پروسه چې د دواړو خواو له خوا د ټاکل شویو کمیټو له لارې په دا ډول پیل شوې ده چې د پاکستان حکومت او رسنۍ ډیرې هیله منې دي چې دغه پروسه به خامخوا نتیجه ورکړي او د دغه هیواد رسنۍ او مطبوعات تردومره مخکښې تللې دي چې رپورټ یې ورکړ طالبانو هم د حکومت د دې خبرې په شمول ټولې غوښتنې منلې دي چې دغه خبرې اترې به د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کښې بڼه ونیسي او داسې ښودنه کوي چې ته به وايې طالبان د خپل سر د حفاظت لپاره د ضمانت په لټه کښې دي، په داسې حال کښې چې د حکومت لخوا د خبرې اترې کونکي ټیم غړي رحیم ا... یوسفزي چې له تهران راډیو سره يې د ټیلیفون له لارې خبرې کولې، اعتراف وکړ چې دغه خبرې اترې په هیواد کښې له روانې ورځ په ورځ زیاتیدونکې ترهګرۍ سره سره ډیرې په سخته پرمخ روانې دي. ښاغلي یوسفزي همداشان وویل چې حکومت او د طالبانو ډله دواړه ځانته خپلې خپلې غوښتنې لري او ترڅو پورې چې د دواړو خواو ترمینځ اعتماد جوړ نه شي او اوربند ټینګ نه شي، نو لرې ده چې دغه خبرې اترې دومره زر ګټه ورکړي. له بلې خوا د پاکستان هغو سیاسي او پوځي چارواکو چې د طالبانو له ډلې سره د سولې پروسه تعقیبوي، له طالبانو غوښتې دي چې د ورځ په ورځ زیاتیدونکې ترهګرۍ په هکله چې د سولې د خبرواترو په ترڅ کښې اوج ته رسیدلې ده، خپل دریځ او پوزیشن په ډاګه کړي. د هغوي (د پاکستان د سیاسي او پوځي واکمنانو) په وینا، که طالبان وايي په وروستیو ترهګرانه پيښو کښې لاس نه لري، نو پکار دي هغه ډلې چې دغه جنایتونه ترسره کوي، ترخپل کنټرول لاندې راولي. د پاکستان د سیاسي او پوځي مسئولانو په وینا، محرمانه اطلاعات د طالبانو د ډلې د دوه ډوله سیاست بیانونکي دي چې له یوې خوا چاودنې او ځان مرګې بریدونه کوي او له بلې خوا د هغو د مسئولیت له قبلولو ډډه کوي. حقیقت دا دی چې د طالبانو ډله په روانو خبرواترو کښې له حکومت سره ټوقې تقالې کوي. له خبرواترو سره په یو وخت د ترهګرو فعالیتونو له زیاتولو څخه د دباو اچولو لپاره د یو اړم په توګه کار اخلي. نن هم په کراچۍ کښې د پولیسو په یو بس باندې ځان مرګی برید وشو چې له امله یې ۱۱پولیس وژل شوي او خواوشا ۴۰تنه ژوبل شول. همداشان پرون هم د پیښور په بډه بیره سیمه کښې د ولسي امن لښکر د یو مشر په کور باندې وړومبی د لاسي بم حمله وشوه او بیا یې د دغه کور غړي له کوره راوباسل او یوې ادیرې ته یې بوتلل او هلته يې ورباندې ډزې وکړې او د دغه جنایت له ترسره کولو وروسته یرغلګر بې له هیڅ ویرې د خیبر (باړې) قبایلي سیمې ته لاړل. د پاکستان وزیراعظم او د خیبرپښتونخوا صوبې وزیرِاعلی یوازې د دغه جنایت په غندلو او د هر قرباني په سر د پنځو لاکو روپیو په ورکولو بسنه وکړه. نو په دې حالاتو کښې څنګه کیدې شي چې طالبان ووايي چې په دا ډول جنایتونو کښې لاس نلري؟ د طالبانو ډلې چې د پاکستان پوځ يې هم ویرولی دی، څنګه کیدې شي چې یوه بله ډله راشي او د طالبانو د خوښې په خلاف داسې یو جنایت ترسره کړي. د پاکستان د ملي پارلیمان د پخوانی غړې میرمن بشری ګوهر په وینا، طالبان ټول یو خلک دي، حتی د پاکستان او افغانستان طالبان له يو ځایه کنټرولیږي او لارښوونه کیږي چې د هغوي د چارو واګې د پاکستان د پوځ او د دغه هیواد د استخباراتي ادارې ISI په لاس کښې دي. په زړه پورې دا ده چې امریکا چې د افغانستان د طالبانو له ډلې سره د دغه هیواد د ولسمشر حامد کرزي په خبرواترو باندې نیوکه کوي خو له پاکستاني طالبانو سره د دغه هیواد د حکومت د خبرواترو ملاتړ کوي. د افغانستان د سټراټیجکو څیړنو د مرکز مشر غلام جیلاني زواک وايي چې امریکا او پاکستان دواړه هیوادونه له ۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کښې د جګړې د دوام پروګرام تعقیبوي او غواړي چې د کابل په حکومت باندې دباو راولي. له بلې خوا د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان هم بیګا په يو ټیلیویژني پروګرام کښې په ډاګه وویل چې د پاکستان د حکومت په خلاف وسله وال جنګ غیرشرعي دی. دا په داسې حال کښې دي چې دی د کابل د حکومت په خلاف وسله واله جګړي شرعي ګڼي خو په عین حال کښې یې اعتراف وکړ چې له طالبانو سره د سولې د مذکراتو کلي د پاکستان د پوځ په لاس کښې ده، د ده مطلب دا دی چې که د پاکستان پوځ وغواړي نو د طالبانو له ډلې سره خبرې اترې به نتیجه ورکړي.
Add new comment