د پاکستان له فوځ سره د خبرو اترو لپاره غوښتنه
د پاکستان د طالبانو ډلې د خبرو اترو د ټيم سرپرست د دغه هېواد له فوځي قوماندانانو سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه. مولانا سميع الحق په اسلام ابادکښې له خبريالانو سره په مرکه کښې وويل چې په رسمي توګه يې له حکومته غوښتي دي چې د پاکستان له فوځي قومدان او د دغه هېواد د استخباراتي تنظيم له مشر سره د هغۀ د کتنې سريزې دې برابرې کړې. د طالبانو د خبرو اترو د کمېټۍ سرپرست تاکيد وکړ، هغه په پاکستان کښې د امنيت د ټينګښت لپاره دې ته تيار دے چې په ځلونو وزيرستان ته لاړ شي او د طالبانو د ډلې له مشرانوسره کتنه وکړي. تېره هفته د زيارت په ورځ د طالبانو د ډلې او د پاکستان د حکومت د خبرو اترو ټيمونو د دغه هېواد د سولې د خبرو اترو په چوکاټ کښې خپله وړومبۍ غونډه په اسلام اباد کښې ترسره کړه. په دغه غونډه کښې د خبرو اترو د دواړو خواو نظرونه او تجويزونه وڅېړلې شول او د سولې د خبرو اترو د لارې نقشه وټاکلې شوه. په دغه غونډه کښې يو وړاندې کړې شوے تجويز د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کښې د خبرو اترو ترسره کول وو چې دغه وړانديز د طالبانود ډلې د خبرو اترو د کمېټۍ د ځينو غړيو منفي غبرګون په ځان پسې ولرۀ. د طالبانو ډلې له قبائيلي سيمو څخه د پاکستان د فوځ د وتلو او د دغې ډلې د بنديانو د ازادولو په شان شرطونه له حکومت سره د خبرو اترو د دوام لپاره اعلان کړي دي. که څه هم سميع الحق چې د طالبانود ډلې معنوي پلار هم ګڼلے کيږي هم دا رنګ ځان له حکومت سره د خبرو اترو په دوام ژمن کړے دے خو داسې ښکاري چې هغه د پاکستان د فوځ له قوماندانانوپه تېره بيا د دغه هېواد د استخباراتي تنظيم آئي اېس آئي له مشر سره نېغ په نېغه خبرې اترې په شمالي او جنوبي وزيرستان کښې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره موثره بولي. دغه موضوع له څو اړخو مهمه بللې کيږي. وړومبې دا چې داسې ښکاري له حکومت سره د طالبانو د ډلې د خبرو اترو د ټيم د مسئول سميع الحق له نظره د طالبانو د ډلې او د قبائيلي سيمو د بدلونونو په شمول د امنيتي مسائلو دوسيه له دې زياته چې د اسلام اباد د حکومت په اختيار کښې وي د دغه هېواد د فوځ او استخباراتي تنظيم په اختيتار کښې ده. دويمه دا چې د سميع الحق دغه غوښتنه يو ډول دا ښودنه کوي چې د هغۀ له نظره اوس هم د طالبانوله ډلې سره د خبرو اترو او په قبائيلي سيمو کښې د خونړيو تاوتريخوالو د ختمولو په اړه د فوځ او حکومت ترمېنځ بشپړه موافقه نۀ ده ترلاسه شوې. د فوځ له قوماندانانو سره د ملاقات لپاره د سميع الحق د غوښتنې دريم دليل په دغه سيمه کښې د طالبانود ډلې مشرانو ته اطمينان ورکول دي چې د هر ډول احتمالي موافقې د اجرا ضمانت د پاکستان فوځ ورکوي. ځکه چې هغۀ تاکيد کړے دے چې دې ته تيار دے چې د فوځ له قوماندانانوسره د خپلو خبرو اترو نتيجه په قبائيلي سيمو کښې د طالبانود ډلې سرغنوته ورسوي. د پاکستان فوځ د طالبانو ډله يو ترهه ګره ډله بولي او د پيپلز پارټۍ په شمول د حکومت مخالف ګوندونه هم د طالبانوله ډلې سره خبرې اترې له دهشتګردۍ خلاف قانون سره په تضادکښې اعلان کړې دي. له دې امله داسې ښکاري چې سميع الحق چې د پاکستان له وزيراعظم محمد نواز شريف سره هم ښۀ تعلقات لري د طالبانوله ډلې سره د خبرو اترو له مسئلې څخه د فوځ د بشپړه ملاتړ په اړه مطئن نۀ دے. خو د پاکستان مرکزي حکومت په خپل ګمان د طالبانوله ډلې سره د خبرو اترو د دوام لپاره په خپلې ارادې باندې تاکيد لري او دا عقيده لري چې د ټولو ګوندونو او د پارلېمان د استازيو د ملاتړ حاصلولو ته په پام سره به خبرې اترې په مثبت شکل مخ په وړاندې لاړې شي. له هغې کمېټۍ سره له نېغ په نېغه کتنې سره چې د دغه هېواد د حکومت لخوا د سولې د خبرو اترو د تعقيبولومسئوله ده د پاکستان د طالبانود ډلې د سياسي شورا موافقه هم په همدې لړ کښې جاجولې کيږي.
Add new comment