د سلواغې دويشتمه د ايران د ملت د اقتدار سیمبول او د عزت تجلي
پنځه دېرش کاله پخوا د 1357 هجري نمريز کال د سلواغې د مياشتې په دويشتمه يا د 1979 ميلادي کال د فرورۍ په يولسمه نېټه د ايران اسلامي انقلاب په سخته او مشکله لار له تګه وروسته کاميابۍ ته ورسېد.
د ايران ملت په داسې حال کښې د سلواغې دويشتمه د خپل اقتدار په سېمبول او د عزت په تجلۍ بدله کړه چې اسلامي انقلاب اوس د ملتونو له حقوقو څخه د دفاع د بېلګې په توګه خپل مقام پېدا کړے دے او دغه ستر او تل پاتې حرکت په سيمه او نړۍ کښې د يو لړ ژورو بدلونونو زمينه برابروونکے شوے دے.
د ايران ملت په دغو ټولوکلونوکښې په يو مثالي مقاومت سره ثابته کړه چې د زورويوونکوقدرتونو په وړاندې ټينګ اودرېدنه يوازې يو شعار او نعره نۀ ده بلکې د عمل په مېدان کښې داسې ظرفيتونه لري چې د ستروکاميابيو د ترلاسه کولو لپاره بائيکاټونه او مشکلات په فرصتونو بدلولې شي. د اقتصادي محاصرې او د ايران د ترقۍ او پرمختګ په لاره کښې د خنډ اچونې په شان اقداماتو خپلې خاصې سختۍ لرلې دي او ايران هم له دغو مشکلاتو اوسختيو څخه انکار نۀ دے کړے بلکې سختۍ يې هم له خپلو انقلابي تجربو سره زياتې کړې دي. له دې امله ايران کړې شوي دي د استکباري قدرتونو د دسيسو په مقابل کښې ودريږي او وښئ چې د اسلامي انقلاب په اصولو او آئيډيالونو باندې ټينګ اودرېدنه يو ژور او جرړې لرونکے مقاومت دے چې په خپل دوام کښې د نړيوالوقدرتونو په وړاندې د ملتونو د ټينګ اودرېدنې او د هغوي له سلطې څخه د ملتونو د خلاصون د يو عظيم حرکت د راڅرګندېدو سبب شو. په لا زيات واضحه بيان سره د سلواغې د دوويشتمې نېټې ستر انقلاب د انقلابي ملتونو ترمېنځ د انګېزې او اميدوارۍ د رامنځته کېدو سبب شو.
د سلواغې د دويشتمې نېټې د ايران د ملت له خوشحالۍ د ډک ګډون پېغام د هر ډول سلطه لټونې او سلطه قبلونې نفي او د سلطه ګرو قدرتونو په مقابل کښې له خپلو حقوقو څخه په دفاع کښې په ټينګ اودرېدنې يوځل بيا تاکيد دے. دا هم هغه پېغام دے چې د نړيوال استکبار د قهر او غصې سبب شوے دے. د ايران ملت هر کال د سلواغې د دويشتمې نېټې په لاريونونو کښې په خپل حماسي ګډون سره ښودلې ده چې اسلامي انقلاب د نړۍ د ترټولو ولسي انقلاب په توګه هم هغه شان په تازګۍ، خوښۍ او اطمينان سره د خپلو اصلي هدفونوپه لور روان دے او له خپلو آئيډيالونو او اصولو څخه يوه ذره نۀ دے لرے شوے.
د سلواغې دويشتمه نېټه د اسلامي انقلاب په تاريخ کښې يو ځلانده ټکے او د دغه تاريخي واقعې يو درس او همدارنګ د پرمختګ لپاره د ټينګ اودرېدنې او ملي عزم او ارادې يو درس دے.
د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د پنځۀ دېرش کلونو تجربې وښودله چې که يو ملت وغواړي خپل عزت، تشخص، امنيت او ګټې ترلاسه کړي نو پائېداري، سر ښيندنه او په ځان باور او اعتماد ورته ضروري دے. د ايران ملت خپله ستره کاميابي پنځۀ دېرش کاله پخوا د سلواغې د مياشتې په دويشتمه نېټه ترلاسه کړه او د دغې کاميابۍ طلائي او ارزښتناک ټکے هغه مقاومت، ځان باوري او انقلابي بصيرت دے چې د ايران ملت ته يې تحرک او انګېزه ورکړه چې هغه څه ته چې يې ترلاسه کړي دي ژورتيا ورکړي او داسې کوشش وکړي چې اسلامي انقلاب هيڅکله له تکاملي حرکت او خوزنده توب څخه پاتې رانۀ شي او په عېن حال کښې مخ په وړاندې حرکت کښې له سختيو څخه هم مايوسه او نااميده نۀ شي.
په تېرو ټولوکلونو کښې په دغه ستر غورځنګ کښې دوه متضاد بهيرونه د يو بل په مقابل کښې راغلي دي. د دغه ستر جنګ په يوې خوا کښې هغه ملت دے چې د خپلو مطالباتو او غوښتنو په پوره کولو ټينګ ولاړ دے او بلې خوا ته يې د دښمنانو يوې حلقې صف تړلے دے چې کوشش کوي چې اسلامي جمهوري نظام چې د انقلاب ترټولومهمه لاسته راوړنه ده تسلميدو ته مجبور کړي. خو د ايران ملت هم هغه ډول چې پنځۀ دېرش کاله پخوا يې د باچائي نظام په خلاف په يوغورځنګناک حرکت کښې د امام خمېني (رح) په مشرۍ او هدايت سره اسلامي انقلاب د مقصد منزل ته ورسوۀ او په خپلې رائې سره يې اسلامي جمهوريت غوره کړ، نن هم باور لري چې کولې شي د دسيسو، دباوونو، فتنو او سختو طوفانونو په مقابل کښې له مخکې نه په زياته مقتدره توګه اوديږي او په ټولوډګرونو کښې له خپلو حقوقو څخه دفاع کولې شي. د ايران اسلامي جمهوريت د روغې جوړې او خبرو اترو کوونکے دے، خو اجازه نۀ ورکوي چې زياته غوښتونکي قدرتونه په سياسي او اقتصادي دباوونو او يا فوځي ګواښونو سره د پرمختګ او سرلوړۍ په لور د ايران د لارې خنډ جوړ شي. هغه څه چې دغه مدعا تائيدوي د سائېنس او ټېکنالوجۍ په پېچلو ډګرونو کښې د ايران زيات پرمختګونه دي چې په اېټمي سائېنس،د نانو، طبي، د سلولونو د تکثير او بنيادي سلولونو په علومو کښې او د هوا او فضا په علوموکښې نتيجې ته رسېدلي دي. ايران په وروستيو کلونوکښې فضا ته د تحقيقاتي سپوږمکيو او ژوندو موجوداتو په لېږلو کښې او هم د سپوږمکۍ د لېږونکي پلېټ فارم د جوړولو په ځاي کولو کښې کامياب شوے دے. ايران درې کاله پخوا اميد نومې سپوږمکۍ او ورپسې تحقيقاتي او څېړونکې سپوږمکۍ فضا ته ولېږله او په راتلونکو څو کلونو کښې به ملت نومې سپوږمکۍ له زمکې نه د شپږ دېرش زرو کېلوميټرو په مدار کښې راشي. نن ايران په نړۍ کښې د مطرحو او مخکښو هېوادونو په قطار کښې راغلےاو د سائېنسي ودې او ترقۍ له نظره په سيمه کښې د سترو علمي او سائېنسي ځانګړتياو له نظره په وړومبۍ رتبه کښې دے او دا هر څه د لويديځ د بائيکاټونو او خنډ اچونوباوجود ترلاسه شوي دي چې د ايران د ملت د عزت او کرامت دښمنانو ته يو غوره ځواب دے.
د ايران اسلامي جمهوريت د مقاومت او ترقۍ په ټولو کلونو کښې نۀ يوازې د لويديځ او ختيځ په وړاندې سرټيټ نه کړ بلکې اوس هم له مخکې نه په زياتې کلکې ارادې سره د استکباري قدرتونو له دسيسو سره مقابلې ته چمتو دے او دغه ملي اراده د سيمې د ملتونو په برخليک کښې د عطف يو مهم ټکے کېدې شي. له دې امله پکار دي د سلواغې د دويشتمې ستر لاريونونه د ايران په خلاف د لويديځ ټولو ګواښونو او توهماتوته يو ځواب او د هغه ملت نښه وي چې د سلطې د نظام او د هغۀ د ټولو دسيسو په مقابل کښې په کامل بصيرت او پوهې سره بې له څه ذره لغزشه مضبوط او ټينګ اودرېدلے دے. ايران د ډېپلومېسۍ په ډګر کښې هم د عمل ابتکار په لاس کښې لري او کړې شوي يې دي له عزت غوښتنې سره مل مضبوط ګامونه پورته کړي. له اسلامي جمهوريت سره له مقابلې نه د خبرو اترو لورې ته د امريکې او د نړۍ د نورو قدرتونو راګرځېدل هم د دباوونو په مقابل کښې د ايران د ملت د عزت او ټينګ اودرېدنې په اړه يو غبرګون دے.
دغه دوامداره حرکت له يوې خوا د نړۍ د مسلمانانو او مستضعفينو ترمېنځ شوق او اميدواري رامنځته کوي او له بلې خوا د نړۍ د استعماري تقسيمولو او تسلط پېدا کولو د سياست په دوام کښې د استکبار سياسي انډولونه ګډوډوي. له دې امله د حېرانتيا ځاے نۀ دے چې نړيوال قدرتونه کوشش وکړي د ايران د ملت انقلاب او د هغوي د اقتدار ټول مظاهر نفي کړي. ځکه چې دغه ستره کاميابي له استکبار سره د دښمنۍ يوه نوې بېلګه نړيوالو ته وړاندې کړه او دا تحول په اوسنۍ نړۍ کښې د دوو يعنې مضبوط او کمزوري قطبونو ترمېنځ په تعلقاتو کښې د بنيادي بدلونونو سبب شو. همدغه بدلون سلطه غوښتونکي قدرتونه اويرول او له اسلامي انقلاب او اسلامي جمهوري نظام سره ښکاره دښمنۍ ته يې مجبور کړل. په ايران باندې د صدام د رژيم لخوا د اتۀ کلن جنګ د تپلو، د فوځي او اقتصادي محاصرې، د ډول ډول بائيکاټونو د اجرا، د انقلاب له مخالفينو څخه د ملاتړ ، له دهشتګردۍ څخه د استفادې او د نرم جنګ په شان اقدامات د ايران د اسلامي انقلاب د کمزوري کولو لپاره د استکباري قدرتونود تحرکاتو يوه برخه وه او ده.
اوس د ايران د اسلامي انقلاب له کاميابۍ څخه پنځۀ دېرش کلونه تېريږي په داسې حال کښې چې د نړۍ د سترو انقلابونو زياتره نظر پردازان اعتراف کوي چې د ايران اسلامي انقلاب په نړۍ کښې د نورو انقلابونو په اپوټه هم هغه شان د نړۍ د ازادي غوښتونکو ملتونو لپاره سترې جاذبې او پېغامونه لري او هغوي دغه کاميابي د سلطې د نړيوال نظام په مقابل کښې د مبارزې لپاره يوه نمونه بولي. هغه اوچت ګام چې د ايران ملت د اسلامي انقلاب په کاميابولو سره واخېستو په حقيقت کښې د ايران لپاره د سترو قدرتونو د سلطې پرې کېدل وو. له دغو ټولوواقعيتونو او ملاحظاتو سره سره کېدې شي ځېنې لويديځي رسنې او شناندي اوس هم و نۀ غواړي چې د ايران د ملت په عظمت اعتراف وکړي. هغوي په همدغوتګلاروسره کوشش کوي چې د سلواغې د دويشتمې نېټې په لاريونونو کښې د ايران د ملت د شتون حقيقت ونۀ ويني. هغوي دا ډول القاء کوي چې له پنځۀ دېرش کلونو وروسته دغه ولوله ناک حرکت چې له انقلابي پېغامونو ډک دے خپل نفوذ له لاسه ورکړے دے. البته که واقعاً په داسې يوتعبير او تفسير يې اول خپله باور لرلې نو د سلواغې د دويشتمې په شاندارو لاريونونوکښې د ايران د ملت د يو هيړ ګډون په عظمت د سترګو پټولو په خاطر د فضاء جوړونې او القاء کونې لپاره به څه دليل موجود نۀ وې. خو حقيقت دا دے چې نن د ايران ملت له مخکې نه زيات مستحکم او اسلامي جمهوري نظام زيات ثبات لرونکے دے. او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په تعبير د ايران ملت به د ارادو دجنګ په ډګر کښې په بصيرت، اګاهۍ ، ارادې اوکوشش سره دمېدان ګټونکے وي.
حقيقت دا دے چې نن عامه افکار حتی د نړۍ په لرې لرې سيمو کښې د ايران د ملت عظمت نۀ يوازې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د کليزې په لاريونونو کښې بلکې په ټولو ډګرونو کښې د ايران د ملت په سرلوړۍ او کاميابيو کښې ويني چې د سلطې د نظام چې په سر کښې امريکه ده قهر او غصه راپرولې ده.
Add new comment