امریکائي چارواکي دې پوه شي غاښ ماتونکی ځواب به وویني
دایران داسلامی جمهوریت دوسله وال پوځ لوي درسیتز سردار تورن جنرال حسین فیروزآبادي په یولړ څرګندونو کې دټولو ټاکنو پرمیز دکیښودو په باب دامریکائي چاوراکو دوروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل مونږ له امریکا او صهونیسټ رژیم سره دټاکونکي جنګ لپاره تیاریو او دایران دملت له خوا به غاښ ماتونکی ځواب وویني
هغه ددې خبرې په کولو سره چې ددغه جنګ لپاره کلونه کیږي چې پلانونه موکړې ، بیلابیلې مانورې شوي اودایران وسله وال ځواک دهرډول تیریوناکامولو ته چمتو دی ،زیاته کړه که دایران په ضد کوم جنګ رامینځةشي ، نوددښمن لپاره به کوم ډګر پاټې نشي او پخپله هم په دې موضوع پوهیږي .
سردار فیروزآبادي وویل په تیرې لسیزې کې هم دوي دپوځي حملې ټاکنه ارزولې وه ، ځواکونه ئې هم رامخکې کړي وو خو دې نتیجې ته رسیدلي دي چې هیڅ نشي کولی اوس هم چې دغه خبرې کوي ،نودایو ه سیاسی دړکه ده او هیڅ هم نشي کولی .
داسلامی ایران دوسله وال ځواک لوي درستیز ټینګار کړی داخبرداری هم ورکوو چې که له هرټاټوبي پر مونږ یرغلونه وشي ، نو په ټولو موقیعیتونو سره به پرې ځواپی حمله وکړو او ورځ به پرې تیاره کړو.
داپه داسې حال کې دي چې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود او دټولو قواؤ دستر قوماندان لوړپوړي سلاکار سردار یحی رحیم صفوي هم نن په یولړ څرګندونوکې روښانه کړې ،۳۵کاله مخکې او هغه وخت چې په نړۍ دختیځ او لودیځ دوو زبرځواکونو حکومت کاوه دایران دملت په قدرتمند او پیاوړی ملاتړ سره اسلامی انقلاب بریالی شو او دنړۍ ټول معادلات ئې ګډوډ کړل او دا داسلامی حکومت لپاره یوه پیلامه وه دښمنانو له هماغو لومړنیو راهسې داسلامی انقلاب په ضد دسیسې او دښمنۍ پیل کړي او تر نن پورې دوام لري البته باید ووایو که بیا هم دښمنان کومه تیروتنه وکړي نو دایران داسلامی جمهوریت له وسله وال ځواکه به غاښ ماتونکی ځواب وویني
Add new comment