پاکستان ته دعربستان ددفاع وزیرسفردایټمی موافقې په موخې سره کیږي

دپاکستان د جنګ ورځپآڼې یوه شناندي اوتکړه ژورنالیسټ جاوید رشید نن له مونږ سره په خصوصي خبرو کې وویل دعربستان دفاع وزیر سلمان بن عبدالعزیز دیوه لوړپوړي پوځي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په سفر راځي چې موخه ئې دریاض له چارواکوسره دپاکستان دلومړي وزیر نواز شریف له اړوندوالي څخه په استفادې سره ددواړو هیوادونو ترمینځ دهغې ایټمی تړون احیاء کول دي چې دپاکستان دپخواني ولسمشر پرویز مشرف په پړاؤ کې شوې وه .
هغه زیاته کړې ، عربستان همدرااز هڅه کوي ایټمی ټیکنالوجي چې دشوروي له دړې وړې کیدا وروسته پاکستان ته منتقله شوې وه ترلاسه کړي .
دپاکستان دغه تکړه ژورنالیسټ روښآنه کړې ټاکل شوې داسلام اباد اوریاض ترمینځ دتجارتي او کرهیڼزو تړونونو په پوښښ سره یوایټمی موافقه ترسره شي .
ددغه راپور په اساس ټاکل شوې عربستان ددعربستان دڅلوراویامیلیارډ ریالو په ارزښت داجارې په بدل کې دپنجاب صوبې په لودیځ میانوالي کې ډیره زیاته مځکه ترلاسه کړي او دتورکاڼي پرترلاسه کولو سربیره چې په ایټمي پروژې کې ترې استفاده کیږي ، ،دپاکستانیو ماهرانو په مشارکت سره پټ ایټمی فعالیتونه هم ترسره کړي
جاوید رشید دا هم وویل دعربستان ددفاع وزیر په دغه سفر کې به دټانکونو دجوړولو په څير نوره پوځي پروژې هم نهائي شي

Add new comment