په پېښور کې د امریکا د کنسولګرۍ مامور ترور شو
په پېښور ښار کې د امریکا د کنسولګرۍ یو پاکستانی مامور د ناپېژاندو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.
د پرس ټي وي ټلویزیون د خبر له مخې، د پاکستان پولیسو پرون ددې خبر د اعلانولو ترڅنګ خبر ورکړی چې په پېښور ښار کې د امریکا د کنسولګرۍ پاکستاني مامور، فیصل سعید د خپل کور مخې ته ددوو موټر سایکل سپورو وسله والو له خوا ووژل شو.
په اسلام آباد کې د امریکا سفارت هم په یوه بیانیه کې دغه خبر تایید کړی دی.
د پاکستان د پولیسو د خبر له مخې، ۳۰ کلن فیصل سعید په پېښور کې د امریکا د کنسولګرۍ یو پخوانی مامور و، خو د امریکا سفارت اعلان کړی چې سعید اوس هم د امریکا د کنسولګرۍ فعال مامور و.
تر اوسه پورې ددې پېښې مسوولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
Add new comment