طالبانو د پاکستان دولت ته خبرداری ورکړ

د طالبانو لوړ پوړي مرکچي ویلي چې که له طالبانو سره ددولت خبرې اترې ناکامې شي، په ټول هېواد کې د بریدونو لپاره کابو ۵۰۰ ځانمرګې مېرمنې چمتو دي.
د پرس ټي وي د خبر له مخې، د طالبانو لوړ پوړي مرکچي، مولانا عبدالعزیز پرون د پاکستان له دولته وغوښتل چې د طالبانو شرطونه دې ومني او ددې ډلې غوښتنې دې پرځای کړي.
مولانا عبدالعزیز همدارنګه ټینګار وکړ چې طالبان د پاکستان د لومړي وزیر، نوازشریف له دولت سره موافقې ته د رسیدو هیڅ اړتیا نه ویني.
طالبانو د پاکستان له دولته د خپلو ټولو زندانیانو د آزادېدو او له قبایلي سیمو څخه ددولتي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.
په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ددولت ترمنځ د سولې د خبرو اترو لومړی پړاو ترسره شو او په دې خبرو کې د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره د تاوتریخجنو اقداماتو د ختمولو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

Add new comment