د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته د فلسطین له مقاومته د ملاتړ کمېټې د مبارکۍ پیغام
د فلسطین له مقاومته د ملاتړ کمېټې، د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې د را رسیدو له امله، د اسلامي انقلاب معظم مشر ته مبارکي وویله.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطین له مقاومته د ملاتړ کمېټې، پرون په یوه پيغام کې، د اسلامي انقلاب د رهبرۍ ستر مقام ته د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۳۵مې کلیزې په مناسبت، اعلان کړی چې ژمن سرتېري به د فلسطین تر بشپړې آزادۍ او د نیواکګر صهیونیسټ رژيم تر له منځه تلو پورې د مقاومت په سنګر او د ټولو شریفو انسانانو، مجاهدینو او مبارزینو په څنګ کې د مقاومت په سنګر کې پاتې شي.
په دې پیغام کې د اسلامي امت د ټولو مسایلو څخه د ایران د اسلامي انقلاب د رهبرۍ د ستر مقام له ملاتړونو څخه چې د مظلوم فلسطین د خلکو قضیه ددې مسایلو په سرکې ده، ستاینه کړې ده.
د فلسطین له مقاومته د ملاتړ کمیټې په دې پيغام کې راغلي دي چې د فلسطین ملت د امریکايي- صهیونیسټي له نویو دسیسو سره مخ شوی چې د فلسطین او صهیونیسټ رژيم خبرې اترې نومېږي، او ددې دسیسو موخه له مقاومته د لاس اخیستو او خپل ټاټوبي ته په بیرته ستنېدو او آزادېدو کې د ملي حقوقو له منځه تلو او تلپاتې مقاومته د لاس اخیستلو لپاره د فلسطین د ملت اړ ایستل دي.
Add new comment