دایران ملت به یوځل بیااستعماراودهغوي تالی څټوته په الله اکبرچغې سره غاښ ماتونکی ځواب ورکړي
داسلامی ایران مراجعو اودټولو قواؤ مشرانوملت ته په حماسی یوم ا... لاریون کې دولولناک ګډون بلنه ورکړه
زمونږخبریال راپورراکړ دایران اسلامی جمهوریت دمجریه ،مقننه اوقضایه قواؤ مشرانو اودغه راز سترومراجعو پخپلو جلاجلااعلامیو کې دایران دملت بیلابیلوپرګنوته بلنه ورکړه څو دسبا ورځې په یوم ا... یعني داسلامی انقلاب دبری په پنځه دیرشمې کلیزې په میلیوني او ولولناک لاریون کې دې یو ځل بیا حماسی ګډون وکړي څواستکبار اواستعمارپخپلودسیسواو دړکو کې پاتې راشي او دایران ملت یو ځل بیا خپل انسجام او یووالی دنړیوالونندارې ته وړاندې کړي
دوي پخپلو اعلامیو کې ویلی دی که څه هم دایران ملت په تیرو ۳۴کلونوکې خپل عظمت او ولوله نندارې ته وړاندې کړې خو سږ کال یو ځل بیا په سیاسی حماسې کې دوحدت اویووالی په شعار سره ټول بوډاګان ځوانان ،ښځې اوماشومان یو ځل بیا پخپل حماسی شتون سره په ایټمی بحث کې دملت دحقوقو دخوندي ساتلو او همداراز هغو شیطنتونوته دغاښ ماتونکي ځواب لپاره په ډګر کې شتون ولري چې په سیمې کې دمسلمانانو دیووالی اواتحاد دله مینځه وړو لپاره هلې ځلې کوي
Add new comment