د صهیونستانو وحشي توبونه،باید د اسلامي نړۍ وجدانونه راویښ او د مسلمانانو ملتونو ستر حرکت نوی روح ومومي
د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل، د غزي په ملکیانو او بې ګناه خلکود صهیونستانو وحشي توبونه،باید د اسلامي نوۍ وجدانونه راویښ او د مسلمانانو ملتونو ستر حرکت نوی روح ومومي .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای نن ، د ایران دسلګونو بسیجانو یا رضا کارو ځواکونو په ټول کښې په غزي تراړې د صهیونست رژیم وحشي توبونه او جنایتونه،د دغه رژیم د سرغنو حیرانونکې سبعیت وباله او زیاته یې کړه اسلامي په تیره بیا عربي هیوادونه باید په دې مسئله کښې خپل چلند سم کړي ،د غزې تراړې له مظلوم ،میړنیو خو سرلوړو خلکو سره مرسته وکړي او د دغه سیمې د کلابندۍ د ماتولو لپاره هڅې وکړي .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود په غزي تراړې دصهیونست رژیم د یرغل هدفونه بیان کړل او زیاته یې کړه په غزي په یرغل کښې د دغه نیواکګر رژیم د سرغنو حیرانونکې سبعیت وښودله چې دغه عناصر کاملا وحشي دي آو د انسانیت بوي یې هم نه دی اخیستی .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای ډاګینه کړه په غزي کښې د صهیونستانو جنایتونود اسلامي نړۍ د دښمنانو ماهیت او په نړیوالو ټولنو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ماهیت روښانه کړ.
د رهبرۍ ستر مقام د صهیونستانو له جنایتونو د سلطې د نظام د سرغنو په پریکنده ملاتړ نیوکې وکړي او زیاته یې کړه آمریکا، انګلستان او فرانسي حتی دغه بي رحمه او سخت زړي صهیونستي رژیم ته تندی هم تریو نکړ ،او د دغو جنایتکارانو په لمسولو، هڅولو او ملاتړ سره یې وښودله چې د اسلامي امت کرکجن او تاوتریجن دښمن څومره له اخلاقو او انسانیت څخه لیري دی .
حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خامنه ای وفرکایل د آمریکا په شمول د استکبار مشران چې په غزي کښې د وحشي صهیونستانو له غمیزو او جنایتونو ملاتړ کوي ، څنګه په سپین سترګې توب سره د بشري حقوقو ادعاګانې کوي او ځان د نورو ملتونو او هیوادونو د محاکمه کوونکې ګڼي .
د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ د غزي د پيښو په وړاندې د اسلامي او عربي هیوادونو چلند هم مناسب نه ؤ ، ځکه ځینو یې یوازې په خبرو بسنه وکړه او ځینو خو یې حتی په خبرو کښې هم صهیونستان ونه غندل
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د اسلامی ایران له ولسمشر څخه د اسلامي شورا د استازو د پوښتنو د مسئلې د اړخونو په بیانولو کښې ،له ولسمشر او نورو اجرايي مسئولانو پوښتنې ، د ایران د مسئلو په وړاندې د ملت د استازو د مسؤلیت د احساس نښه وبلله او زیاته یې کړه اجرايي مسئولانو د ځواب او سپیناوې لپاره په میړانې او په نفس په اعتماد سره خپل چمتووالی اعلان کړی دی .
Add new comment