د سیمې انقلابونه د ایران د اسلامي انقلاب د اغیزو یوازې یوه نمونه ده
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د سیمې انقلابونه د ایران د اسلامي انقلاب د اغیزو یوازې یوه نمونه ده.
ایرنا خبري آژانس رپورټ ورکړی چې د ایران د پارلیمان مشر علي لاریجاني نن د پارلیمان په څرګنده غونډه کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۳۵کلیزې د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کښې، په دې بیان سره چې حضرت امام خمیني(رح) به له نړیوال استکبار سره مقابله د اسلامي امت د نجات او ژغورنې لاره ګڼله، زیاته کړه: دوي د ایران خلکو ته په خپلو حماسي پيغامونو سره نه یوازې د پيئلي ډیکټاټور ولکه ختمه کړه بلکې په نړۍ کښې یې یو داسې بدلون رامینځته کړ چې د ټولو ډیکټاټورانو وجود او حکومتونه یې ولړزول.
لاریجاني زیاته کړه چې د ایران د اسلامي انقلاب ترټولو مهمه اغیزه د سترو قدرتونو له رعب او هیبته د مسلمانانو د ویرې ختمول او د یوې داسې فضا رامینځته کول وو چې د نړیوالو ظالمانو او ډیکټاټورانو په وړاندې ودریږي.
د پارلیمان مشر د حضرت امام خمیني(رح) دې خبرې ته په اشارې سره چې امریکا ستره شیطانه ده، وویل: ۳۵کاله مخکښې د دریو قطبونو نه جوړه نړیواله صحنه کاملاً بیله او متفاوته وه، یوه د سرمایه دارۍ نړۍ چې یو قطب و، دویم مارکسیسټي نړۍ چې د هغې مقابل قطب و او دریمه نړۍ چې عملاً یې هیڅ خپلواکي نه درلودله
Add new comment