دپاکستان د دولت سره، دمذاکرې دادامی لپاره،دطالبانو شرط
په داسی حال کی چی،دپاکستان دولت؛دطالبانو دتحریک سره، دمذاکرونتایجوته هیله من دئ،دسولی په مذاکروکی، دیادی ډلې دمذاکره کونکی ټیم یو غړی، اعلان وکړ چی،مذاکری به دوام ونه کړی؛مګر داچی، داسلام آباد دولت،داسلامی شریعت داجراکولو ژمنه وکړی . دلال جومات ملاامام، ملا عبدالعزیز، په مطبوعاتی کنفرانس کی اعلان وکړ چی، دپاکستان طالبان، ددغه هیواد داساسی قانون پرځای، دقرآن دغوره کیدو غوښتونکی دی . ده،ګواښ کړئ دئ چی،که د پاکستان مرکزی دولت، دده ددې غوښتنی سره موافقه ونه کړی؛ د دولت سره دطالبانو دمذاکره کونکې کمیټی څخه به ووځی .
دپاکستان د دولت، او طالبانوترمنځ، د سولې مذاکری، دپنجشنبی په ورځ، دلږ ځنډ وروسته،پیل شوی . دواړی خواوی؛ له دغو مذاکرو وروسته؛دپاکستان داساسی قانون په چوکاټ کی، له یوې اوبلې سره دهمکارۍ په سر، په یوی ګډه بیانیه کی،موافقی ته ورسیدلې . له دې رویه؛ داسلام آباد د دولت سره، د مذاکری کولو لپاره، دطالبانو دتحریک له خوا،دنوی شرط اعلان ښئیی چی، دطالبانو د دتحریک دمذاکره کونکې کمیټی دغړیوترمنځ، د عمل او رودی ګډټکئ وجود نه لری ؛ او هر یو هڅه کوی چی، خپلی لیدتوګی او غوښتنی، دطالبانو د مذاکرې دشرط په توګه مطرح کړی . په همدی دلیل،له دی وړاندی، او دمذاکرو له پیلیدو مخکی، دطالبانو دمذاکره کونکې کمیټی یوبل غړی، سمیع الحق هم، دمذاکرو دبریالیتوب دشرط په توګه؛ ددغې ډلې دبندیانو دآزادولو غوښتنه وکړه . په همدی حال کی، دطالبانو دمذاکره کونکې کمیټی، ځینی نور غړی هم، د دولت دټروریزم له لیسټ څخه، ددغې ډلې د ایستل کیدو غوښتونکی شول چی دغه غوښتنه، د پيپلز دمخالفی ډلې، د منفی غبرګون سره مخامخه شوه . دنظر دغه اختلاف، اودطالبانو دمذاکره کونکی کمیټی، دغړیو له خوا، دمختلفو لیدتوګومطرح کیدو ته پام سره؛دپاکستان دتحریک انصاف ګوندمشر،عمران خان چی، د دغه هیواد په شمال لویدیځ کی،دخیبر پختونخواه، دصوبایی دولت رئیس هم دئ؛ داسلام آباد د دولت او دطالبانو دتحریک د وسله والو ترمنځ، دسولې خبرواترو داحتمالی ماتې خبر ورکړ . سره له دی چی نوموړئ هم، دطالبانو له خوا، ددغې ډلې په مذاکره کونکې کمیټه کی، دګډون کولولپاره غوره شوئ ؤ،مګر ددغی ډلې په کمیټه کی ، حاضریدل یی ونه منل . سره له دی حاله؛ عمران خان هم ، د دولت او طالبانو دسولې مذاکرو دبریالیتوب لپاره، یو لړ شرایط اعلان کړی دی چی، کولای شی، د دغومذاکرو برئ، په جدی توګه، وګواښی . ده، پر قبایلی سیمو باندی ، دامریکا دبی پیلوټه الوتکو حملوته په اشاری سره؛ټینګار وکړ چی، دپاکستان د دولت او طالبانو خبری اتری، په هغه صورت کی، نتیجه لرلای شی چی، واشنګټن؛ دبی پیلوټه جاسوسی الوتکو دتوغندویی حملو،بشپړ بندول اعلان کړی .
په پاکستان کی، کا رپیژاندی هم باوری دی چی ،په دی هیواد کی دسولی او ثبات سره مخالف،بهرنی عناصر، دطالبانوسره دسولی خبرواتروپه چلندکی،خنډ اچونه کوی، او حالات پیچلی دی؛ځکه چی،تراوسه لا یوشمیر وسله والی ډلی، له قبیله ای سیمو څخه، عملیات سرته رسوی؛او دا پخپله کولای شی، دسولی خبری اتری، په خطرکی واچوی .
که څه هم د پاکستان دولت، دطالبانوسره دمذاکری لپاره، دټولو ګوندونو؛ سیاسی او مذهبی ډلو، او پوځ موافقه جلبه کړې ده؛ لیکن داسی بریښی چی،په دی هکله؛ د دولت او مهمو ګوندونو، منجمله د پیپلز دمخالف ګوند ترمنځ، دنظر یووالئ وجود نه لری . په همدی دلیل؛ دپاکستان پخوانی داخله وزیر، رحمان ملک چی، ددغه هیواد دپیپلز ګوند له غړیوڅخه دئ؛دطالبانوسره دسولې دمذاکرو مشروعیت، ترپوښتنی لاندی یو وړ .
ده، ټینګار وکړ چی،دټروریزم په ضد، د ۱۹۹۷ م کال دتصویب شوی قانون، د یوولسمی مادی په اساس، دغیر قانونی سازمانونو سره، مذاکری، منع دی .
ددی با وجود؛ په دی دلیل چی، د دولت مذاکره کونکئ ټیم، د دولت او پوځ له نمایندګانو څخه جوړ شوئ دئ؛دپاکستان لمړئ وزیر،محمدنوازشریف، د پیپلز ګوند له اعتراض څخه، چندانی اندیښنه او پروا نه لری، خو له دی کبله چی، دطالبانو دسولی کمیټی نمایندګان، ددغې ډلې څخه بهر، غوره شوی دی؛او هر یو دځان له خوا، دریځنیونه کوی؛ دغه مسئله، دمذاکرو برئ؛ په جدی توګه ګواښی .
Add new comment