تر څو چې امریکا په افغانستان کې وي پاکستاني طالبان به هم سولې ته غاړه کی نږدي .

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستاني طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولانا سمیع الحق نن وویل په افغانستان کې د امریکا په موجودیت کې په پاکستان کې هم د سولې راتلل ناشوني دي .
د هغه په وینا تر هغه چې امریکا له افغانستانه پښې نه وي سپکې کړې په پاکستان کې به هم چې د امریکا نږدې دوست هیواد بلل کیږي د تاوتریخوالي پيښې دوام لري ،.
سمیع الحق خبرداری ورکړ د کابل د حکومت له خوا له امریکا سره د امیتي تړون لاسلیکیدل به د پاکستان د دولت او طالبانو د سولې خبرې اترې هم له خطر سره مخ کړي .
د هغه په وینا په افغانستان کې د امریکا د شتون په صورت کې به په دې هیواد کې د بې ګناه خلکو میرمنو او ماشومانو وژله روانه وي نو د سیمې د آرامۍ تمه هم بې ځایه ده .دا په داسې حال کې ده چې امریکا په سلګونو ځله د پاکستان په خاوره کې په پاکستاني طالبانو هم بریدونه او بمباری کړې او پاکستاني طالبان هم ملا عمر خپل مشر ګڼي
سمیع الحق زیاته کړه د خبرو اترو کمیټه بې طرفه ده او د هیڅ کوم لوري پلوي توب نه کوي نوموړي وویل مشرف په پاکستان کې د بدبختیو د راپيدا کیدا لامل ؤ .
طالبانو له پاکستاڼي دولت سره د خبرو اترو د پیل په موخه پنځه کسیزه شورا ټاکلې وه خو دووغړو عمران خان او د مولانا فضل الرحمن د ګوند غړی مفتي کفایت الله ترې ووتل .

Add new comment