د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ ته پنځو کاندیدانو بیګا مناظره وکړه

افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو بل پخوانی وزیر زلمی رسول، د مالیې پخوانی وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزی، د دفاغ پخوانی وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ او د ولسمشر حامد کرزي ورور قیوم کرزی د دې لومړنۍ تلویزیوني مناظرې ګډونوال وو.
پوښتنې له طالبانو سره پر سولې، له امریکا سره پر امنیتي تړون، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر راتلوونکې، دیموکراسۍ، د ښځو پر حقونو او ځینو نورو موضوګانو ورټولې وې.
قیوم کرزي، اشرف غني احمدزي او زلمی رسول د امنیتي تړون د لاسلیکولو پلوي وکړه او له دوو نورو کاندیدانو په دې باب پوښتنه ونه شوه.
کرزي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه او د افغانستان خلک به په یوازې د دې جوګه نه وي چې چارې پرمخ بوځي ښاغلي عبدالله بیا د نړیوالې ټولنې له خوا امنیتي ځواکونو سره مرستې ګټورې وبللې.
له طالبانو سره د سولې په تړاو تقریبا پنځو واړو کاندیدانو ورته نظر درلود او ویې ویل چې له هغو طالبانو سره دې د سولې خبرې وشي چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او له ترهګرو ډلو لکه القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کوي.
کله چې دا پوښتنه مطرح شوه چې ایا طالبان د افغانانو دښمنان دي که نه؟نو زلمي رسول وویل هغه کسان چې زموږ ښوونځي سوځوي، ماشومان وژني، بې ګناه خلک وژني، افغان عسکر وژني هغوی دښمنان دي.
ډاکټر اشرف غني بیا د بې ګناه خلکو وژل او ځانمرګي بریدونه وغندل او زیاته یې کړه چې طالبان په څو برخو ویشل شوي،یو شمېر طالبانو د فساد او بې عدالتې له امله وسلو ته لاس کړی او یو شمېر نور د نورو په لمسون په ورانکارو اعمالو لاس پورې کوي.
د نوموړي په وینا سوله هغه مهال کېدای شي چې دواړو خواووې ورته لېواله وي.
دغه راز ښاغلي عبدالله هم ورته خبره وکړه او له طالبانو سره یې د سولې د روښانه بهیرغوښتنه وکړه او ويي ویل د سولې ټولې لارې چارې باید ولټول شي خو که ځینې کسان سوله کول نه غواړي له هغوی سره د ده په خبره له جګړې بله لار نه شته.
د افغانستان راتلوونکې ولسمشرۍ ته ۱۱ کسان کاندیدان دي،چې د اپریل په ۵ به د انتخاباتو له بریالي کېدو وروسته د ولسمشر حامد کرزي ځای ونیسي.

Add new comment