اروپایان هم امریکا په افغانستان یرغل کوونکې بولي

د اروپا د پارلمان غړی او د ایټالیا د سولې د غورځنګ مشر لوییزا مور ګانتیني وویل امریکا له افغان دولت سره د یوه ښکیلاک ګر په ډول عمل کوي .
د هغه په وینا د بندیانو واک باید له افغان حکومت سره وي او یرغلګر قوتونه ،نه باید د دې هیواد په داخلي چارو کې لاس وهنه وکړي .
مورګانتیني وايي افغان حکومت په دې هیواد کې د ملي وحدت زیاتولو او د تفرقې د مخنیوي په موخه د بګرام زندانیان آزادوي او په دې هیله دي چې یوه ورځ به ېې یرغلګر ځواکونه له هیواد پښې سپکې کړي .
د هغه په وینا افغانستان اوس مهال د فشار تڼۍ ګرځیدلې چې هر څوک پرې فشار واردوي خو د بندیانو په اړه هر ډول پریکړه ېې خپل واک دی او څوک په کې د لاس وهنې حق نه لري .
د اروپا د پارلمان دا غړی وايي امریکا د نړی د نفوس پنځه سلنه جوړوي خو حکومت ېې د نړی له ټولو زندانیانو پنځمه برخه په خپلو زندانونو کې ساتي ولې څوک ترې پوښتنه نه کوي چې دا دومره ډير خلک په کوم جرم نیول شوي او په زندان کې شپې سبا کوي .
مور ګانتیني وايي امریکا د ترهګرۍ په پلمه ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي او هر هغه څوک هم ځپي چې د امریکا د تبلیغاتو په وړاندې ودرییږي او ریښتیا ووايي ،
د هغه په وینا که ترهګري د خلکو ډارول ،وژل او تيښتې ته اړ ایستل وي نو دا کار خو په نړی کې هغه څه دي چې یواځې امریکا ېې په خلاص مټ تر سره کوي او د هغوی جنایتونه له هم دوام لر ي .

Add new comment