سعودي عربستان دعراق له ترهګرو سره زیاتې مرستي کوي .

دعراق په لویدیځ کښې دالانبار  ولایت د ژغورنې دشورا مشر حمید الهایس له العالم ټيلي ويژن سره په مرکه کښې سعودي  عربستان په عراق کښې د داعش ترهګر ې ډلې د ټروریسټي تاوتریخوالو عامل وباله او ویې ویل په عراق کښې دتر هګرو له تیت پرک والي سره سره دعراق ځواکونو د الانبار ولایت د ژغورنې دشورا په ملګرتیا سره ګڼ شمیر ترهګر ووژل .

د عراق دالانبار ولایت د ژغورنې دشورا مشر الهایس په دغه ولایت کښې د سعودي عربستان د جاسوسۍ ادارې او دمذهبي ادارو پراخ شتون ته په اشارې سره وویل دسعودي عربستان ال سعود دیکتاتور رژیم د میلیونو ډالرو په لګولو سره داسرایلو جوړې ډول ډول وسلې دداعش ترهګرو ډلې غړیو ته ورکړي چې ثبوت یې هم شته .

دداعش ترهګره ډله کوشش کوي په عراق او سوريې کښې د تاوتریخوالو په زیاتولو سره دتش په نامه اسلامي حکومت جوړ کړي داپه داسې حال کښې دي چې د عراق ټولو خلکو د خپل حکومت او پوځيانو په څنګ کښې دریدا سره له ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره چمتووالی اعلان کړی دی .

Add new comment