اسلامي انقلاب،د اسلامي ویښتیا زیږنځاي

د ایران اسلامي انقلاب چې د خلکو،روحانیونو،پوهنتونوالو او بازاریانو په اتحاد سره د سلطې د نفې او خپلواکۍ ته د رسیدو لپاره ،د ایران داسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني (رح) په مشرۍ بریالی شو،نن سبا د ملتونو له استکبار سره د مبارزې او د اسلامي ویښتیا زیږنځاي دی .
د ایران اسلامي انقلاب د ایران د ملت په وحدت سره بریالي توب ته ورسیده او د پیلې سلطنتې رژیم عمر یې پاي ته ورساوه او په دې ډ،ل د خپلواکۍ غوښتنې او سرلوړۍ د روحیې په تکیې سره د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د پيدایښت زمینه برابره شوه .
د ایران داسلامي انقلاب د ۳۴ کلونو په تیریدو سره د سلطې نفې کول،خپلواکۍ غوښتنه او سرلوړې د ایران داسلامي جمهوریت د حرکت جنډا ده ،چې د پتمنۍ او ځان باورۍ دغه روحیه نن سبا د دې لامل شوي ده ،چې ایران له درستو بندیزونو سره سره ،په درستو ډګرونوکښې ځان بساینې ته ورسیږي .
د ایران دملت دښمنانو چې نه دې توانیدلي د ایران داسلامي انقلاب دبریالي توب مخه ونیسي ،په باطل د حق بریالي توب او د ایران د اسلامي جمهوري نظام بڼه مونده هم د انقلاب دحرکت د بندولو لپاره یو اوزار وګرځول شو ،چې یو یې بندیزونه دي .
د ایران داسلامي انقلاب له بریالي توب وروسته،د ایران په ملت تل بندیزونه دي ،خو د بندیزونو سیاست هم نه دی توانیدلی ،هغه ملت چې سلطه نه مني ،له پښو وغورځوي او په همدې دلیل د سلطې د نظام په وړاندې د ایران د ملت مقاومت ،د نورو ملتونو لپاره په بیلګې بدل شوی دی .
د اسلامي انقلاب د ۳۴ کلن تاریخ په مطالعې او په بیلا بیلو حساسو ډګرونو کښې د ایران د ملت په شتون سره د ایران د ملت په روحیو او ذهنونو کښې د سلطې د نظام ژوندی والی لیدلای شو .
د سلواغې د ۲۲ د لاریون په شمول د اسلامي انقلاب په نورو تلپاتو اوتاریخي ډګرونوکښې د خلکو ولوله ناکه شتون ،د سلطې د نظام د رسنیو له منفي تبلیغاتو سره سره په بیلا بیلو ټاکنوکښې ګډون ،د ایران د ملت د خپلواکۍ غوښتنې او له استکبار سره د مبارزې د روحیې یوه برخه ده .
همدغه روحیه چې د اسلامي انقلاب د بریالي توب لامل شوه،نن سبا د سیمې د ملتونو د اسلامي ویښتیا په مرکز بدله شوي ده . هغه ملتونه چې لسګونو کلونه مجبوره ؤ چې د خپلو ظالمو او مستبدو پاچاهانو پیروي وکړي او خپلواکې ونلري ،خو اوس ویښ شوي او په آزادۍ او خپلواکۍ پسې دي .
د عزت،سرلوړۍ،خپلواکۍ او اسلام غوښتنې تحقق ،په سیمه کښې داسلامي ویښتیا دبڼې موندنې عامل دی ،چې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په وینا،اسلامي ویښتیا ،د ایران له اسلامي انقلابه پیل شوي او اوس په نړۍ کښې په پراخیدو ده .
له دوو کلونو زیاته موده کیږي چې د مینځني ختیځ او د آفریقا د شمال سیمې ملتونو ،د ایران له اسلامي انقلاب په بیلګې اخیستو سره، د خپلواکۍ او اسلام غوښتنې حرکتونه پیل کړي څو تالي څټې توب پاي ته ورسوي .
تونس لومړنی هیواد ؤ چې اسلامي ویښتیا یې تجربه کړه او د دغه هیواد خلکو په وحدت او د سلطې په نفې کولو سره ،د اسلامي تعالیمو پر اساس د یوه خپلواکه حکومت د درلودلو لپاره پاڅون وکړ او بالاخره یې د دغه هیواد واکمن دیکتاتور زین العابدین بن علي له تونس څخه تيښتې ته مجبوره کړ .
له تونس وروسته،اسلامي ویښتیا مصر ته ورسیده ،دا هغه هیواد دی چې له دریوو لسیزو زیاته موده کیږي چې په آمریکا او صهیونست رژیم پورې تړلی ؤ ، د ۲۰۱۱ م کال د جنورۍ ۲۵ په مصر کښې یوه تلپاتې ورځ ده ،په دي ورځ د مصر د خلکو انقلاب بریالی شو او د دغه هیواد پیلی دیکتاتور حسنی مبارک له قدرت څخه استعفا ته مجبوره شو .
د اسلامي ويښتیا د بهیر په بڼې موندنې او په تونس او مصر کښې د پیلو دیکتاتورانو په نسکوریدو سره په دغو هیوادونوکښې چې انقلاب پکې روان ؤ صهیونستي ضد او آمریکايي ضد روحیه لا پیاوړې شوه .
د بیلګې په توګه د مصر ملت اوس د مسلمانانو له ګډ دښمن یعني صهیونست رژیم سره د اړیکو غوڅول غواړي ،په داسي حال کښې چې د حسني مبارک د دیکتاتورۍ په وخت مصر په پوره ډول د صهیونستانو په واک کښې ؤ .
نن سبا په مصر کښې ولسمشر د قدرت په سر کښې دی چې اسلام پال دی او په آزادو او قانوني ټاکنوکښې قدرت ته رسیدلی دی .
د مصر خلک له کلونو کلونو وروسته وتوانیدل د حسني نامبارک په نسکوریدو سره په حکومت کښې رول ولوبوي .
د مصر خلکو د اسلامي تعالیمو پر اساس د یوه خپلواکه او ډیموکرات هیواد د درلودلو لپاره ،په درستو ډګرونوکښې رول ولوباوه او اوس د سلطې د نظام سیاستونه نه زغمي .
د اسلامي ویښتیا په پایله کښې ،هر حرکت چې له اسلام او مسلمانانو سره په ضدیت کښې ترسره کیږي ،په چټکۍ سره د مسلمانو ملتونو لخوا په کلکه غندل کیږي. په پریکنده ډول ویلاي شو ،هغه ملتونه چې اسلامي ویښتیا یې تجربه کړي ده ،نن سبا په کوچنیو سپکاویو او زوروینو کښې چې له ملتونو سره کیږي ،لارو او سرکونو ته راووځي او د سلطې د نظام پرضد شعار ورکوي .
له تونس او مصر وروسته ،د لیبیا،یمن او بحرین هیوادونو هم اسلامي ویښتیا تجربه کړه ،د لیبیا خلکو هم د تونس او مصر د خلکو په څیر دیکتاتور رژیمونه ختم کړل او د خپل انقلاب د بشپړ تحقق لپاره اوس هم هڅې کوي .
په بحرین کښې هم اسلامي ویښتیا ورځ تر بلې پراخیږي ،د دغه هیوادخلک هره ورځ لارو او کوڅو ته راوځي او د آل خلیفه رژیم په نسکوریدو ټینګار کوي او هماغه راز د خپلې خپلواکۍ لپاره په لارو او سرکونو کښې شتون لري ،څو له یوې خوا دیکتاتور رژیم ختم کړي او هم له استکبار سره د مبارزې په اړه خپله روحیه نندارې ته وړاندې کړي .
بې له شکه د اسلامي ویښتیا زیږنځاي او په سیمه کښې د ملتونو له ظلم سره د مبارزې د روحیې مرکز او سرچینه د ایران اسلامي انقلاب دی ،چې نن سبا خپله ۳۴ کلیزه لمانځي او د دښمنانانو له بیلا بیلو دسیسو سره سره هاغه راز په چټکۍ سره خپل پرمختګ ته دوام ورکوي .
د سیمې ملتونه هم باید د دښمنانانو د دسیسو په وړاندې هوښیار وي او د اسلامي ویښتیا حرکت هدف ته ورسوي .

Add new comment