دسباؤن لسیزه،اسلامی انقلاب اوپه دفاعي اواقتصادي ډګرونوکې فعالیتونه
دوستانودایران داسلامی جمهوری نظام څلوردیش کلن ژوندون له هغوخطرواوګواښونوډک دی چې په بیلابیلو ډګرونو کې دایران په ملت تپل شوي دي .دګواښونوپراخوالی دومره زیات ؤچې ډیرقدرتمندسیاسی نظامونه ئې نسکورولی شول،خو اسلامی جمهوری نظام چې نوی اوتازه نظام دی خپلواکۍاوآزادۍته درسیدالپاره دایران دملت په قوي ایمان، کلک هوډاوارادې کې جرړه لري،توانیدلی دی ټول ګواښونه اوشخړې په بریالیتوب سره شنډې اوناکامه کړي
دایران ملت داسلامی انقلاب له بري وروسته په خورا اصلي شخړې یعني له تپلي جنګ اودهیواددامنیت لپاره له خورالوي ګواښ سره مخامخ شوخوپه اقتدار اوپخپلو ځوانو اوایمانداروځوانانوپه تکیې سره وتوانید،تراتو کلونو پورې دعراق دبعثي رژیم دتیریګرپوځ په وړاندې چې په بشپړډول د لودیځي او دسیمې دعربو هیوادونو له پراخو ملاتړونو برخمن ؤ ،مقاومت وکړي اوپه نهایت کې په تپلي جنګ کې په برلاسه دریځ سره سرلوړی او کامیاب شي .
دتپلی جنګ پړاؤله هغو ټولو مشکلاتوسره چې دایران ملت ئې راګیرکړی ؤ، دایران داسلامی جمهوری نظام دتثبیتیدا پړاؤ ؤ . له نابرابر اته کلن جنګه وروسته دا شخړه په داسې حال کې پاي ته ورسیده چې حتی ددغې پاکې خاورې یوه چپه هم په نیواک کې پاتې نه وه او اسلامی نظام خپلې دفاعي توانمنۍ او پیاوړتیا نندارې ته وړاندې کړې وې .
دتپلی جنګ له پاي په وروسته کلونو کې هم دایران داسلامی جمهوریت وسله وال ځواک اودفاعي صنائع په سمندري،هوائی اومځکنیو ډګرونو کې په اوڅاره توګه حیرانونکې توانمنۍترلاسه کړې وې،په دې ډول چې هرکال داسلامی ایران وسله وال ځواک ډیرې زیاتې مانورې اومشقونه ترسره کوي او خپلې پرمختللي دفاعي او پوځي بریاوي نندارې ته وړاندې کوي
دایران وسله وال ځواک همدااوس په ځاي صنائعواودداخلی ځوانو متخصصانو پرتوانمنیوپه تکیې سره په سیمې کې لومړنۍ خبره کوي .پر دې اساس داسلامی ایران امنیتي اوپوځي سټراټیجي دسیمې دامنیت د تامینولو لپاره پرسیمه ایزوظرفیتونو دتکیې په اساس تعریف شوې ده .
دم ګړۍ دایران ټوله دفاعي اړتیاوې دداخلی متخصصانو په لاس تولیدیږي. هغه دپام وړپرمختګونه چې دډول ډول توغندیو،توپونو ،هاوانونوپه تولید اودسپاه پاسدارانواووسله وال پوځ په وسیله دکنټرولیدونکوراډاري سسټمونو،الوتکو اوچورلکو دپرزوپه برابرولوکې کړي دي،دپوځي اړتیاؤ له پلوه د ځّان بسیاینې روښانه مثالونه دي .
دایران متخصص او ژمن ځواک دنړیوالوسټنډرونو او همداراز له ځانګړو رودو څخه په استفادې سره په تیره بیاپه داوروستیو کلونو کې چې دامریکا له خوا بندیزونه سخت شوي دي ،ددفاعي چارو داړتیاوړسخت آوزاري او نرم آوزاري تجهیزاتو دبیلابیلو ډولونو تولیدات ئې نندارې ته وړاندې کړي دي
په دغوبریاؤکې په همداوروستیوکې دایران داسلامی انقلاب دبري دکلیزې له شپوروځوسره په یووخت دقاهر۳۱۳په نامه دایران جوړه شوي خورا پرمختللي جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې شوه . له دې مخکې هم ایرانیو متخصصانو او ماهرانو د؛صاعقه ؛په نامه جنګي الوتکه پلان او جوړه کړې او دایران داسلامی جمهوریت دپوځ دهوائي ځواک دولایت څلور په نامه په سترې مانورې کې کارول شوې هم ده . داسلامی ایران دپوځ مځکنی ځواک هم د ذوالفقار په نامه نوی ټانک جوړ کړی او دغه راز په صمصام نامې سره یو بل ایم ۶۰ اې ډوله ټانک ته ئې نوي او پرمختللي بڼه ورکړې ده
د ایران دپوځ دسمندري ځواک ددفاعي سوئې په لوړتیا ؤ کې د جماران په نامه دسترې بیړۍ جوړول . د اوبتل تولید او همداراز د درنو اوسپکو ډول ډول ماکوګانو،په توغندیوسنبالې وړې کشتۍ،الیکټرونیک او مخابیراتي تجهیزات ، او دغه راز د فارس خلیج سیمې له ځانګړو او له اب وهوا سره په برابرو دتجهیزاتو دوړلو په قابلیت سره چټکو اوتیزو ډول ډول کشتیو جوړول په دې زمینې کې دبریاؤ ځيني برخې دي .
*********************
د :تندر:په نامه دجنګي الوتکو ، دډول ډول بې پیلوټه الوتکو او له راډاره تښتیدونکو الوتکو،له مځکې په مځکه اوله سمندره په سمندر ویشتونکو لنډواټنه توغندیو،او دغه رازدکروزمینځ واټنه اولرواټنه توغندیو او فضاضددفاعي سسټمونو او ماډرن راډاري سسټمونو جوړیدا هم داسلامی ایران دوسله وال پوځ اوسپاه پاسدارانو دهوائی ځواک دبریاؤ ځيني برخې دي چې تر اوسه پورې معرفي شوي دي
دایران داسلامی جمهوریت دپوځ دفاعي صنائِعودپراختیااوپوځي پروګرامونو پرمختګ په داسې شرائطوکې ترلاسه شوی چې په تیروڅه د پاسه درو لسیزو کې دایران ملت تل دلودیځ له خوا له سختو بندیزونواو د هغوي په خیال په فلج کونکو بندیزونو سره مخامخ شوی دی . دایران په ضد د لودیځ بندیزونه دچټي ادعاګانوپه اساس په وروستیوکلونوکې سخت شوي اوپه بیلابیلوزمینوکې لا پراخ شوي دي .له دغو ټولو سره سره اسلامی جمهوری نظام نه یوازې بندیزونه په سرلوړۍ سره تیر وي ،بلکې دغه ګواښ ئې په ځان بسیاینې اوپه ځاي اوملی ظرفیتونوپه تیره بیاپه اقتصادي اوصنعتي ډګرونوپه تکیې سره په یوه فرصت بدل کړی دی .له ټولو محدودیتونواومشکلاتوسره سره،په تیرودرولسیزوکې دبیلابیلو اقتصاډي برخو وده دپام وړ ده
دډیمونو دجوړولو اود اوبو دکنټرولولو،دفولادو،سیمټواودبریښنا دتولید پشمول داقتصادي بیخ بینائيو رامینځةکیدا په دې توګه چې ایران ګاونډیو هیوادونو ته بریښنا صادروي ،دګیسو،بریښنا رسول ،دریل لارو او سترو لارو،دښارونواوښآرګیوجوړول او دبیخ بیانییو او شهري امکاناتو پراخول په ایران کې دپراختیائی چارو دبیلګو څوبرخې دي ان تر دې چې دایران په ډيرو زمینو او سیاسی جغرافیائي خاصو وضیعیتونوکې دهیوادپه ځان بسیاینې پردي اوتالی څټي په اقتصادي زمینو کې خپلوسپیرو موخو ته له رسیدالیرې ساتلي دي
پر دې سربیره،په ځاي توګه له ایټمی انرژۍڅخه دسوله ایزې استفادې په زمینې کې دایران لوړګامونه ،په نینو ټیکنالوجیکي حوزې کې فعال شتون، بنیادي سلولونوپوهې ته دایرانیوماهرانواوپوهانولاس رسی،فضاته د څيړنیزې سپوږمکۍ بریالی لیږد،دایران دجنوب په عسلویه اوپارس جنوبي کې دچاڼځاي جوړول ،دګاډواودهغودټیکنالوجۍصادرات ټوله په بیلابیلو اقتصادي،علمي اوڅیړنیزوزمینوکې داسلامی انقلاب دبریالیتوب وروسته دلویو بریاؤ ځيني مثالونه دي
همداراز دغیر تیلی صادراتو دزیاتولواوله تیلوسره داړوندوالي دکمیدا او همداراز د اړونده اقتصاد په ځآي په مقاومتي اقتصاد دتکیې لپاره هڅه سبب شوې ده دایران اسلامی جمهوری نظام دبندیزونو سخت اوپیچلی پړاؤ په بریالیتوب او سرلوړي سره تیر کړي .
دایران داسلامی جمهوری نظام اساس اوبنیاد دهغه نه ستړیکیدونکي ملت پرکلک هوډ اوړ ارادې ولاړ دی چې څلوردیرش کاله مخکې ئې لوي انقلاب،داسلامی انقلاب دبنسټګرحضرت امام خمیني په رهبرۍ اودخلکو د بیلابیلو پرګنو په پیاوړي ایمان اوروحیې په تکیې سره رامینځةکړ او تر اوسه پورې ددغه اسلامی انقلاب د لویو آئيډیاؤ اوارزښتونودساتلو په خاطر مقاومت کوي او داستکبار اواستعمار په وړاندې دریدلي دي
دایران میړنی ملت داسلامی انقلاب په لاره اودریدااومیړنتوب سره توانیدلی دی په بیلابیلواقتصادي،سیاسی،کلتوری اوټولنیزو ډګرونوکې د نورو هیوادونو په تیره بیا دسیمې دمسلمانو ملتونو لپاره په یوې بیلګې بدل شي
Add new comment