امریکااو صهونیسټ رژیم داسلامی نړۍپه ضدپه ټولودسیسو کې مهم رول لوبوي
دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشي علامه ناصر عباس جعفري نن په کویټه کې دة دشهیدانو دپیغام او دامت داتحاد: په نامه کنفرانس کې وویل امریکا او صهونیسټ رژيم داسلامی نړۍ په ضد په دسیسو کې مهم رول لري او تراوسه پورې ئې ډيرې دسیسې ایشوا شوي دي
هغه ټينګار وکړامریکا اوصهونیسټ رژیم دتکفیریانو په ملګرتیاسره نیت لری په مسلمانانو کې درز او واټن زیات کړي چې البته تر دې دمه ناکام پاتې دي ددغو دسیسو ډیرې کړۍ په پاکستان کې لیدل شوي دي . هغه په عین حال کې روښانه کړه هغه ټول کسان چې دعراق ،سورئې ،مصر ، یمن اوبحرین پشمول په بیلابیلو هیوادونو کې ترهه ګرعملیات ترسره کوي تکفیریان دي او داسلام دښمنان حسابیږي
ویل کیږي چې په دغه کنفرانس کې له اهل تشیع سره سره ډيرو اهل تسنن مسلمانانو هم ګډون کړی
دپاکستان دسنی اتحاد کونسل مشر صاحبزاده حامد رضا دبلوچستان په کویټه کې په خبري کنفرانس کې چې دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځتګ مشرعلامه راجه ناصر عباس جعفري هم ورسره وو وویل دپاکستان دکابو پنځه پنځوس زره بې ګناه خلکو او پوځیانوقاتلانو ،دوالیانو دقبرونو اوهدیرو او په عاموځایونو په حمله کونکو جنایتکارو او دغه راز دپآکستان دساسی قانون نه منونکو سره خبرې اترې دوطن سلامتیا له خطرو سره مخامخ کوي . هغه روښآنه کړه هغه کسان چې طالبان دپاکستان پانګه ګڼي په کومه خوله دپاکستان نمائیندګي کوي ؟
صا حبزاده حامد رضا وویل ډیره دافسوس خبره ده چې حکومت له ترهه ګرو سره دخبرواترو لپاره یوه کمیټي جوړه کړې خو دشهیدانو له وارثانو داوښکو دوچولو لپاره ئې تردې دمه هیڅ ډول کمیټي نه ده جوړه کړې . مونږ د اسلام اباد په امن کنفرانس کې هم اعلان کړی ؤ چې په ټول هیواد کې به دشیهدانو یاد ژوندی کوو او دغه پيغام به درست هیواد کې خوروو . په همدې مناسبت په کويټه کې دشهیدانو ددرنښت کنفرانس چې پرون ترسره شو په همدې لړ کې ؤ
دوي همدرااز روښانه کړه دوطن دساتونکو او دبې ګناه خلکو له قاتلانوسره دخبرواترو کمیټي هم دقاتلانو ملګری دي او دغه ډول کمیټي هیڅکله هم دشهیدانو احساسات نشی احساس کولی او دشهیدانو له وارثانو اجازې پرته هیڅکله هم دغه ډول مذاکرات کومه نتیجه نشي ورکولی له دې امله دپاکستان دمسلمان ملت له خوا دغه کمیټي او دهغوي خبرې اترې له همدااوسه رد شوي دي دوي غواړي دخبرواترو په اړ کې دترهه ګرو او جنایتکارو فعالیتونوته رسمي بڼه ورکړي او دهغوي پر جنایتونو برغولی کیږي
په دغه خبری کنفرانس کې وویل شول دجنایتکارو طالبانوپلویتوب کونکي دپاکستان په ځاي ددغه ډول جنایتکارو دژغورلو په فکر کې دي ځکه دوي هم ورسره په ډيرو جنایتونو کې شریک دي ځکه دهماغه غړیدلو طالبانو فکر لري او دپاکستان دزیاتره خلکوچې طالبان فساد فی الارض ګڼي غوښتنو ته هیڅ پام نه کوي
Add new comment