دخداى تعالى سلبي صفتونه
سلبي صفتونه هغه صفتونه دي چې که په چا کې وي؛ نوهغه به نيمګړى وي اوبل ته به اړوي اوخداى تعالى له هغه صفته پاک دى ،چې ذات يې نيمګړى کړي يا يې نوروته اړکړي ،دپوهېدو لپاره ځينې صفتونه يې دادي :
(١) خداى تعالى جسم نه دى .
ټولو ته معلومه ده چې هر جسم اوبدن يوځاى ته ضرورت لري ؛نوکه خداى تعالى جسم وي؛نويوځاى ته به ضرورت لري اومخکې مو وويل چې خداى تعالى بې نيازه دى اوهيڅ څيزته ضرورت نه لري؛ ځکه که څوک نوروته محتاج وي ؛نودنورواړتياوې نۀ شي پوره کولاى؛ نومعلومه شوه چې خداى تعالى جسم نه دى؛ ځکه چې جسم يوځاى ته اړتيالري .
(٢) خداى پاک مرکب نه دى .
دخداى تعالى ذات مرکب نه دى ؛ځکه چې هرمرکب څيز خپلو اجزاوواو ټوټوته اړتيا لري مثلاً يوخاص درمل يايو ګاډى اوداسې نورڅيزونه چې له بېلا بېلو اجزاوو اوبرخو ځنې جوړ شوي خپلو اجزاووته محتاج دي اوکه يوجزاويا يوه برخه بې نه وي؛نوبيا خپل مخصوص اغيزله لاسه ورکوي اويا خاص کارترې نه اخېستل کېږي همدغه شان که دخداى پاک ذات له ځينو اجزاووجوړ شوي وي؛نوخپلو اجزاووته به محتاج وي اووموويل چې دخداى تعالى ذات هيڅ څيزته ضرورت نه لري او له هر څه بې نيازه دى .
(٣ ) خداى تعالى په سترګو نه ليدل کېږي
دهرڅيز ليدل ځانته شرايط لري اويوشرط يې دادى چې هغه به جسم وي اوپه يو ه ځاى کې به وي ،که داسې نه وي؛ نوبيا په سترګو آن په دوربين اوزره بين هم نه شي ليدل کېداى اوکله چې موږ ثابته کړه ،چې خداى تعالى جسم نه دى اوځاى نه لري؛نو هېڅکله په سترګو نه شي ليدل کېداى اوداهم نه شو ويلاى کوم څيز، چې په سترګو نه ليدل کېږي هغه به موجود نه وي ؛ځکه داسې څيزونه شته ،چې موجوددي؛خونه ليدل کېږي لکه برقي څپې يا دبدن دردونه اوموږ دهغوى په نښو نښانوځان پوهولاى شو؛نوضروري نه ده، چې هرڅيز په سترګو وليدل شي ؛نوځکه داسې نه ده هر څيز چې په سترګو ونه ليدل شي هغه به نه وي .
(٤) خداى تعالى هيڅ څيزته هيڅ ډول ضرورت نه لري
که خداى تعالى بل ته اړوي؛ نودخداى اونورو مخلوقاتو ترمنځ به هيڅ توپير نه وي لکه څنګه چې نورمخلوقات له ځان پرته نوروڅيزونو ته اړتيا لري اوهغوى خپل ضرورتونه پوره کوي؛ نوکه خداى تعالى هم نيازمن وي؛ نوهمداسې به وي؛يعنې يوبل خداى ته به اړ وي ،چې هغه به ئې اړتياوې پوره کوي؛نوځکه بايد ووايوچې احتياج دخداى تعالى له ذات سره بيخي اړخ نه لګوي او خداى خوهغه دى چې دنورواړتياوې پوره کړي اوڅوک چې پخپله ضرورتمن وي؛نو دنورواړتياوې به څنګه لرې کړاى شي .
قرآن مجيد ( دفاطر سورت ١٥آيت ) په دې باب وائي:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاء إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ
ژباړه (( اى خلکو تاسو،اوټول مخلوقا ت ،خداى تعالى ته محتاج اوسئ اويواځې هغه دى چې غني اوبالکل بې نيازه دى ))
رحمان بابادخداى تعالى په ستاينه کې وايي:
ګوره هســـــــــې کردګار دى رب زمـــــــــــا
چې صاحب دکل اختــيار دى رب زمـــــــــا
همګي بزرګواران چې څوک يې وائـــــــــــي
ترهمه ؤبزرګواردى رب زمـــــــــــــــــــــــــا
نۀ يې هيڅ حاجت پر چاباندې موقوف دى
نۀ دهيچامــــــــــــــــــــــــــــنت باردى رب زما
له نيســــــــتۍ يې دهستۍ صورت پيداکړ
هسې رنګ پــــــــــــــــروردګاردى رب زمــا
هم صانع دى دجمـــــــــــــــــله ؤمصنوعاتو
هم سامع دهرګفتــــــــــــــــــــاردى رب زما
چې يې هيچرى نۀ مثل نۀ مثـــــــــــــال شته
دهغوى عطرو عطــــا ردى رب زمـــــــــــــا
هرتعميرچې ددنيا اود عقــــــــــــــــــبى دى
دهمه واړو معمــــــــــــــــــــــــار دى رب زما
خواننده دنانويســـــــــــــــــــــــــوصحيفودى
داننده دهر اســـــــــــــــــــــــــــرار دى رب زما
که ظاهردى که باطــــــــــن دى که مابين دى
له همه ؤ خبــــــــــــــــــــــــــــــردار دى رب زما
که پيداکه پوشېـــــــــده دى که اوسط دى
په همه ؤوقوف داردى رب زمــــــــــــــــــــــــــا
شريک نۀ لري په خپله بادشــــاهى کښى
بى شريکه شهرياردى رب زمـــــــــــــــــــــــا
هســــــــــــــې نه چې واحدي يې ده له عجزه
په واحدوجود بــــــــــــــسياردى رب زمــــــا
حاجت نۀ لري دهېــــــــــــچاويــــــــــــــارۍ ته
له هغوســــــــــــره چې يــــــــــاردى رب زما
څۀ حاجت دى چه وبل خــــــواته يې غواړم
په خپل کورکښې همکـــــــنار دى رب زما
هيڅ تغييراوتبديل نۀ لـــــــــــــــري رحمانه
تل ترتله برقرار دى رب زمــــــــــــــــــــــــا
Add new comment