د پاکستان طالبانو د نواز شریف وړاندیز وجاجوه
د پاکستان د طالبانو مختلفو ډلو نن د سولې دمذاکراتو د بیا پیلولو لپاره د دغه هیواد د لومړي وزیر نواز شریف په وړاندېز د غور او ځواب ورکولو په غرض غونډه وکړه .
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې دمومندو له قبایلي سیمې د طالبانو یو کوماندان قاری شکیل احمد حقاني چې د دغه ډلې د دکوماندانانو د غونډې مشري يې په غاړه لرله ټاکل شوې چې د دغه غونډې فیصلې کوماندانانو ته ورسوي.
د پاکستان رسنیو اعلان وکړ ، د پاکستان د طالبانو د تحریک د مرکزي شورا غونډه به د دغه ډلې دمشر ملا فضل الله په مشرۍ سبا په نامعلوم ځای کې جوړه شي چې د اسلام اباد له دولت سره د خبرو اترو لپاره د وروستۍ فیصلې جاج واخلي او نهایي فیصله اعلان کړي.
د پاکستان لومړي وزیر له دې مخکې ویلې وو چې د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره یې یوه څلور کسیزه کمیټه جوړه کړې ده .
نواز شریف نن د سولې د کمیټې له غړیو سره په لومړئ غونډه کې د طالبانو او دولت تر مینځ د خبرو اترو د چټکولو لپاره هغوی ته دستورالعمل ورکړ.
د لومړي وزیر سلاکار عرفان صدیقي، د پاکستان تکړه ژورنالیسټ رحیم الله یوسفزای، په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند او میجر عامر چې د آیی اس آیی پخوانی افسر دی د دغه کمیټې غړي دي.
Add new comment