قران شريف د زړونو پسرلے
طبيعت لره مرګ او ژوند شته چې هر کال يې مونږ تجربه کوو. ژمے د طبيعت جمود او مرګ دے او پسرلے يې دوباره ژوند دے. د هر پسرلي په شروع کېدو سره طبيعت بيا ژوندے کيږي او يو ځل بيا ژوند شروع کوي.
د ژمي د موسم اودۀ طبيعت د پسرليزې وږې په لګېدو سره داسې تازه کيږي چې تۀ به وائي چې هيڅ ژمے يې نۀ دے ليدلے. پسرلے په راتلو سره د ژوند سندرې وائي . داسې ښکاري چې پسرليزه وږمه په مړو زمکو کښې د الهي روح
پوکل دي، هغه زمکې چې مني او ژمي کښې يې شينکے له لاسه ورکړے او د اوچو پاڼو او لرګيو په يوې اديره باندې بدلې شوې وې.
زمونږ زړونه هم مرګ، ژوند، ژمے او پسرلے لري. که زړۀ له سختوالي، قساوت او ظلم څخه ډک شي او يا په ګناه باندې ککړ شي نو مړ دے. خو مړ زړۀ هم راژوندے کېدے شي. پاکي او ښکلا د انسان په روح کښې جرړې لري نو ځکه غوړېدو او ودې ته اړتيا لري.له همدې امله دي چې کله خداے پاک طبيعت ژوندے کوي او پکښې پسرلے راڅرګندوي نو زړونه په وجد کښې راځي او خوشحالي او اطمينان پېدا کوي.
د دين اولياء قران شريف د انسان د ودې او د هغۀ د زړۀ او روح د صفا تر ټولو مهم عامل قران شريف معرفي کوي. قران د لوے خداے له هنر زيږونې څخه ډک نندارتون دے چې انسان په بې ساريو ډګرونو او خپلو ملکوتي انځورونو کښې تعقل او تدبر ته رابولي چې د انساني ښکلا ليدونکې سترګې خلاصې کړي. لکه خداے پاک د سورۀ مُلک په ٣ او ٤ مبارکو ايتونو کښې فرمائي: ((د رحمان خداے په خلقت کښې هيڅ تضاد او عېب نۀ وينې، يو ځل ورته بيا وګوره، ايا څه درز او خلل پکښې وينې؟ يو ځل بيا (د هستۍ عالم ته) وګوره بالاخره سترګې (د خلل او نيمګړتيا په لټون کښې ناکامه شوې) بيا تا ته راستنيږي په داسې حال کښې چې ستړې او ستومانه دي.)) د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) لوے اعجاز خپلو مخاطبانو ته عقل، ژوند، غورځنګ، ايمان، اراده، عزت او ټينګتيا بخښي او د عظمت او ښکلا يوه دنيا د انسان په وړاندې نندارې ته ايږدي. د قران شريف مبارک ايتونه د انسان او د هغۀ د وجودي ارزښتونو ښکلے سېمبول انځوروي او د ژوند له تيارو څخه د ژغورنې او په نفساني خواهشاتو باندې دغلبې د لارې ښودنه کوي. نو په دې وجه قران ته د زړونو پسرلے ويلے شوے دے.
حضرت امام علي ( ع) په يو مبارک حديث کښې فرمائي: ((د زړونو پسرلے او د پوهې او علم سرچينې قران دے او د زړۀ او فکر لپاره له قرانه پرته بله ځلا نه شي موندل کېدې.))
د پسرلي په موسم کښې ټول نباتات ژوندي، ګلونه خندېدونکي، ونې تازه او ځنګلونه او بېدياګانې غوړېږي. کله چې د قران وږمه په زړونو باندې لګيږي، د زړونو پسرلے شروع کيږي. د اخلاقو او نېکو صفاتو ګلونه غوټۍ راسپړي، ونې د تواضع، صبر او استقامت د مېوؤ د نيولو لپاره اماده کيږي او له ګناه نه حاصله شوې واوره ورو ورو ويلې کيږي او د ګناه له ژمې څخه پاتې اثار چې د زړۀ د مرګ او نابودۍ ډډوزې ترې راخيژي ورو ورو له منځه ځي.روښانه ده چې هر څومره چې مو له قران شريف څخه استفاده وکړه نو زمونږ د زړونو پسرلے به هومره لا زيات له حاصل نه ډک او پائېداره کيږي.خداے پاک د خپل اسماني کتاب په اړه د سورۀ يونس په ٥٧ مبارک ايت کښې فرمائي: ((اے خلکو! ستاسو لپاره د خداے له لوري يو نصيحت راغلے دے او د هغه څه لپاره چې ستانو په سينو کښې دے يو درمان دے؛ او د مومنانو لپاره يو هدايت او رحمت دے.))
که د پسرلي موسم ته ښۀ تره غور وکړو نو دوه مهمې موضوع ګانې پکښې لېدلې کيږي، يو د خداے پاک عظمت چې د توحيد بيانوونکے دے او بل د طبيعت يو ځل بيا ژوندي کېدل دي چې د معاد او د قيامت په ورځ د انسان د بيا رابرسېره کېدو يادونه کوي.نو په دې بنياد پسرلے هم د توحيد موسم دے او هم د معاد او قيامت موسم دے. قران شريف هم د زړونو پسرلے دے او ورسره انس او اشنائي په توحيد او معاد باندې د عقيدې بنياد په زړونو کښې ټينګوي. قران شريف انسان په دغه دنيا کښې چې هغه يې احاط کړے دے تفکر ته هڅوي او د هستۍ د نړۍ د ټولو رموزو او رازونو پېژندلو ته يې لارښوونه کوي او انسان د هستۍ د نړۍ دوو مهمو موضوع ګانو يعنې له مبداء او معاد سره اشنا کوي.
د قران شريف د ايتونو زړۀ راښکونکې خوشبوي د روح د بويولو حس راژوندے کوي او هغه زړۀ چې په قران شريف سره ژوندے شي هيڅکله خفه او غمجن کيږي نه. قران شريف له الهي نعمتونو څخه ډک او پراخه دسترخوان دے. د هغۀ د مبارکو ايتونو زړۀ راښکونکے غږ د پرهېزګارانو پاکو ضميرونو ته صفا او روح بحښونکے دے او د قران شريف د تعليماتو روڼ زمزم د زړونو صفا او د روحونو ژوند دے.
د قران شريف د اعجاز يو اړخ تاثيري اعجاز دے. په دې معنا چې قران شريف د تاثير کونې او جذابيت د زياتوالي په وجه يو خارق العاده خصوصيت لري. د قران شريف حېرانوونکے تاثير بې له شکه د هغۀ د اعجاز يو اړخ دے او هيڅ يو معمولي بشر په دې قادر نۀ دے چې د هغۀ په اندازه يو موثره کتاب راوړي. فرانسوي ختيځ پېژاندے ((ساوراي)) وائي: ((قران شريف يو خاص تاثر او ځانګړے جذابيت لري چې د هغۀ په شان هيڅ يو بل کتاب نشته.))
د قران شريف په باره کښې د اسلام په ابتدائي دور کښې يو په زړۀ پورې داستان نقل شوے دے. اخنس بن قېس، ابوجمل او وليد بن مغيره د عربو له مشرانو او د خداے د ګران رسول (ص) له مخالفانو څخه وو. خو له دې سره سره هغوي به چې کله د شپې په وخت د مکې له کوڅو څخه تېرېدل نو د خداے د ګران رسول (ص) د کور د ديوالونو شا ته به اودرېدل او تر سهاره پورې به يې د قران شريف ښکلے اواز اورېدۀ. وليد بن مغير په دې باره کښې وائي: (( په خداے مې دې قسم وي چې دغه وېناوې يو خاص خوږوالے لري او يوه خاصه ښکلا ترې راڅرګنديږي. يوه داسې ونه ده چې څانګې يې له مېوو ډکې او تنه يې له برکت نه ډکه ده. دا داسې وېنا ده چې انسان يې په ژبه نۀ شي راوړے.))
انګرېز محقق کېنټ ګرېک ((قران مې څنګه وپېژندو)) تر عنوان لاندې کتاب کښې ليکلي دي: ((هغه تاثير چې قران يې په يوې مسلمانې ښځې يا سړي باندې کوي د هغه اعتقاد له مخې دے چې هر مسلمان يې له قران سره لري او دا تاثير طبيعي دے. خو زما په شان يو غېر مسلمان کس په قران باندې له عقيدې نه بغېر چې هغه خلاصوي او چې کله يې په ويلو شروع کوي نو تر تاثير لاندې يې راځي او په هرڅومره اندازه چې د قران په لوستلو کښې مخ په وړاندې ځي په هغۀ باندې د کتاب تاثير هم زياتيږي او دا تاثير يوه استثنائي چاره ده.)) هغه په خپل کتاب کښې زياتوي: ((مونږ انګرېزان هغه ژبه چې څوارلس پېړۍ مخکښې په برطانيه او د برطانيې په نورو جزيرو کښې ورباندې خبرې کېدې نه پوهيږو. فرانسوي دانشوران چې د ژبې استادان دي هم نه شي کولې څوارلس پېړۍ مخکښې فرانسوي ژبه درک کړي. خو د وخت تېرېدو د قران د ژبې په مطرودېدو او زړېدو کښې څه اثر نه دے لرلے. کله چې مونږ قران لولو نو داسې وي لکه چې په يو عربي هېواد کښې نننۍ ورځپاڼې او کتابونه لولو.))
حضرت علي (ع) په يو ښکلي روايت کښې فرمايلي دي: ((خداے پاک (قران) د دانشورانو د تندې ماتوونکے او د فقيهانو د زړونو پسرلے ګرځولے دے.)) د ايران يو د تقليد مرجع ايت ا... ناصر مکارم شيرازي د امام علي (ع) دې جملې ته په اشارې سره وائي: ((د زمکې د کرې په څلورو کښې درې برخې اوبۀ دي او څلورمه برخه يې اوچه ده، همدارنګ د انسان د بدن په څلورو برخو کښې درې برخې اوبۀ دي؛ نو په دې بنياد هم ابو ته د انسان اړتيا ضروري ده او بې له اوبو څخه دوام نه پېدا کوي، نو ځکه د انسان د روح بنياد هم اوبو ته ضرورت لري او زمونږ روحاني اوبۀ قران شريف دے.))
قران شريف د مهربان پروردګار کلام او په ټولو دورانونو کښې د بشريت شفا بخښونکې نسخه ده. د هغۀ د مبارکو ايتونو لوستل له زړۀ نه زنګ لرې کوي او انسان د هر مبارک ايت په لوستلو سره د معنويت د اندرپايه يوه پوړۍ پاس خېژي. سعيد بن يسار نومې يو سړے د امام جعفر صادق (ع) په خدمت کښې حاضر شو او له هغه حضرت څخه يې د غم او خفګان د رفع کولو لپاره غوښتنه وکړه. هغه حضرت ورته دا دعا ورزده کړه: ((اے زما خدايه! د هغو ټولو نومونو په وسيله چې تالره دي که هغه دې په خپل کتاب (قران) کښې نازل کړي او که خپل يو مخلوق ته دې ورزده کړي دي او يا دې په خپل غېب علم کښې پټ ساتلي دي له تا غواړم چې په حضرت محمد (ص) او د هغۀ په آل باندې درود ولېږې او قران زما د سترګو نور، د زړۀ پسرلے، د خفګان د ختمېدو او د غم د رفع کېدو ذريعه وګرځوې.))
قران شريف د له لوړو افکارو او حکمتونو نه يوه ډکه دنيا ده چې پکې د انسان لپاره د هستۍ حقائق او رازونه او د خلقت عجائب او همدارنګ ترټولو غوره اخلاقي او تربيتي پروګرامونه موندل کيږي. دغه الهي کتاب د نور، حق او باطل د څرګندوونکي او نېغو او ټينګو لارو ته د هدايت کوونکي په شان پاکو او ښکلو اوصافو سره ستائېلے دے.
اے خدايه پاکه! پسرلے د ودې سرچينه او د بدلون غورځنګ او سېمبول دے او مونږ هم له پسرلي سره په يو قدم له قران شريف سره په تماس ټينګولو سره زوږ او بدلون ته راپاڅېدلي يو چې تا چې راته دې د حرکت او ټوکېدو نصيحت کړے دےلا زيات وپېژنو. زمونږ لاس ونيسې او د ګناه او معصيت له دروند سيوري څخه مو لرې کړې او د پسرلي نمر ته مو ورسوې، هغه نور او رڼا ته چې هر ذره يې د پرمختګ او غورځنګ زېرے وي. مونږ چې د ظلمت له يخنۍ څخه بېزاره يو د پسرلي روښانه ورځو سره يو ځاے کړې او په مونږ کښې د حرکت او بدلون او اميد روح راژوندے کړې. يا ارحم الراحمين.
Add new comment