حضرت عيسی (ع) د خداے بنده او پېغمبر
د دسمبر ۲۵ ورځ په نېکمرغه او مبارک ميلاد سره ښکلې ده، هغه ورځ چې د عالمېنو پالونکي حضرت مسيح (ع) د بي بي مريم (ع) په شان قدرمنې مېرمن په لمن کښې راوستۀ. د هغه قدرمن پېغمبر(ع) د ميلاد په کليزه کښې شتون لرو چې د دنيا د خلقو لپاره د مهربانۍ او انصاف غوښتنې زېرے ورکوونکے ؤ، هغه چې د خداے په امر سره يې په زانګو کښې خبرې وکړې او د سورۀ مريم له دېرشم نه تر درې دېرشم مبارکو ايتونو له مخې غافلو خلقو ته يې داسې خطاب وکړ: ((زۀ د خداے بنده يم، ما ته يې اسماني کتاب عطا کړے او زۀ يې پېغمبر ګرځولے يم. زما وجود يې له برکته ډک کړے دے هر چرته چې يم او راته يې د نمانځۀ او زکات سپارښته کړې ده تر هغه چې ژوندے يم. او زۀ يې د خپلې مور په باب نېکوکار ګرځولے يم او جبر کوونکے او سخت زړۀ يې نۀ يم ګرځولے. (د خداے) سلام دې وي
په ما باندې په هغه ورځ چې وزېږېدم او په هغه ورځ چې مرم او په هغه ورځ چې به راژوندے کېږم.))
د حضرت عيسی مسيح عليه السلام زوکړه دې تاسو ټولو دوستانو ته مبارکه وي.
حضرت عيسی (ع) د خداے پاک له هغو سترو انبياو عليهم السلام څخه دے چې په قران شريف کښې يې زياته قدرونه شوې ده. قران شريف په ډېرو مبارکو ايتونو کښې د يو اولوالعزم (يعنې د شريعت او کتاب خاوند) په توګه حضرت عيسی (ع) او د هغۀ مقام او کردار معرفي کوي. د حضرت عيسی (ع) د پېدائش واقعه يوه حېرانوونکې واقعه ده چې په قران شريف کښې ورته اشاره شوې ده. حضرت عيسی (ع) بې له دې چې پلار ولري په يو معجزه ناک شکل وزېږېد. هغه د بي بي مريم (س) په نامه له يوې پاکلمنې مور څخه وزېږېد، حال دا چې بي بي مريم (س) خاوند نۀ لرۀ. خداے پاک په قران شريف کښې د عمران (ع) د لور بي بي مريم (س) په اړه فرمائي چې يو ډېره پاکلمنه او تقوا داره مېرمن وه. دغه قدرمنه مېرمن له ماشومتوبه په خداے پېژندنې سره او د بندګۍ او د نفس د تذکيې په لاره په تګ سره يو معنوي مقام او مرتبې ته ورسېد چې اسماني مائدې او خواړۀ به ورته حاضرېدل.
يوه ورځ بي بي مريم (س) د خداے پاک په عبادت او ورسره په رازونياز بوخته وه چې ناڅاپه ورته جبرائيل (ع) راغے او دغې قدرمنې بي بي ته يې د يو زوے د زېږېدنې زېرے ورکړ.
خداے پاک د سورۀ مريم له شپاړسم نه تر يويشتم مبارک ايت کښې دغې واقعې ته اشاره کړې ده. قران شريف د حضرت عيسی (ع) او ورباندې د نازل شوي انجيل د تصديق په ترڅ کښې په اوسني مسيحيت کښې د تثليث او د هغۀ د اصولو په شان د ځينو عقائدو نفي کړې ده. تثليث په لغت کښې د يو څيز درې برخې کولو په معنا دے. د اوسني مسيحيت په الهياتو کښې بنيادي تعليم دا دے چې تثليث د درې ډوله خداے يعنې د پلار، زوے او روح القدس د الوهيت په بنياد جوړ کړے شوے دے. د تثليث نظريه د يو درې ډوله حقيقت په توګه د خداے پاک د درک کولو يو ډول تبليغوي. د دغې عقيدې له مخې د خداے پاک موجوديت او ذات يو او واحد دے، خو په دريو بيله بيلو اشخاصو يعنې په پلار، زوے او روح القدس کښې يې ظهور کړے دے.دغه درې واړه د خپل بيلتون او تشخص لرلو باوجود يو ذات لري او له يو بله جدا نۀ دي. په تثليث باندې په اعتقاد کښې حضرت عيسی (ع) هم هغه الهي ذات دے چې د بشر په شکل کښې ظاهر شوے او د بي بي مريم په پاک رحم کښې يې جسميت موندلے دے.
حقيقت دا دے چې له اوسنيو څلورو واړو انجيلونو څخه په هيڅ يو کښې د تثليث مسئلې ته څه اشاره نۀ ده شوې. په همدې دليل مسيحيان عقيده لري چې په انجيلونو کښې د تثليث سرچينه نامشخصه او نامعلومه ده.
هم هغه ډول چې ځينو مورخانو ليکلي دي، وړومبنو مسيحيانو دا عقيده نۀ لرله. د تثليث مسئله تقريباً له دريمې پېړۍ نه وروسته د مسيحيانو ترمېنځ رائجه شوه. په حقيقت کښې دا هغه بدعت ؤ چې د حضرت عيسی (ع) په حقله د مبالغې او همدا رنګ له نورو قومونو او ملتونو سره د مسيحيانو په ګډېدو سره په مسيحيت کښې داخل شو.
هغه څه چې په عهد جديد کتاب کښې د دغه اصل په باره کښې موجود دي د پولس ليکونه دي. ((پولس)) د لرغونو يونانيانو د افکارو او نظرياتو ترتاثير لاندې د مسيح (ع) دين د هغوي له افکارو او نظرياتو سره ګډ کړ. د پولس افکار او نظريات او د هغو کسانو چې له حقې لارې نه منحرف شول له نظرياتو څخه تاثير اخېستنه د اهل کتابو په حقله د قران شريف د يو مبارک ايت يادونه کوي هلته چې خداے پاک د سورۀ مائدې په اوۀ اويايم مبارکي ايت کښې فرمائي: ((ووايه اي اهل کتابو! په خپل دين کښې مبالغه يعنې زياتوالے مۀ کوئ او ناحقه خبره مۀ کوئ او د هغو کسانو چې له دې مخکې ګمراه شول او نور يې هم ګمراه کړل او له نېغې لارې منحرف شول له هوسونو څخه پېروي مۀ کوئ.))
د مسيحيت په الهياتو کښې د خداے پاک وحدانيت ته اشاره شوې د ه، خود خداے پاک وحدانيت د هغۀ د ذات په عېن درې ډول والي کښې د تثليث نظريه له تناقض سره مخامخوي او په هغۀ پوهېدنه يې مشکله کړې ده. دغه نظريه په آخر کښې تثليث يوه له راز نه ډکه قدسي او له عقله وراخوا چاره ګڼي چې د بشر د ذهني محدوديت په وجه د هغۀ په پوهه او درک کښې نۀ ځائېږي. غېر مسيحي متقکران په دې باوري دي چې نۀ يوازې د تثليث نظريه د اثبات وړ نۀ ده بلکې په عهد جديد کتاب کښې هم داسې جملې موجودې دي چې دغه اصل له بېخه ردوي. د هغوي له استدلالونو يو دا دے چې له حضرت عيسی (ع) څخه يې يوه وېنا نقل کړې ده چې د تثليث له نظريې سره څرګند اختلاف لري. مثلاً په يوحنا انجيل کښې راغلي دي: ((مسيح (ع) وفرمايل: همېشنے ژوند دا دے چې (خلق) تا هغه شان چې واحد خداے يې او عيسی مسيح دې راولېږۀ وپېژني.))
د دې بيان له مخې حضرت عيسی (ع) همېشنے ژوند د واحد خداے پاک له پېژندنې او د مسيح د خداے پاک د يو استازي په توګه له پېژندنې څخه عبارت ګڼي. چې دا د تثليث له عقيدې سره تعارض لري. ځکه چې حضرت عيسی (ع) نۀ دي فرمايلي چې همېشنے ژوند په جدا جدا توګه د تثليث د حېثيتونو پېژندل دي يا يې دا نۀ دي فرمايلي چې عيسی (ع) خداے مجسم شوے دے، بلکې ځان د خداے لخوا رالېږلے شوے بولي.
يو بل ټکے دا دے چې په تثليث باندې عقيده لرونکي په دې باوري دي چې حضرت عيسی (ع) د معجزو په کولو کښې يو خارق العاده او په خپل ذات قائمه يو ځواک لرۀ. په داسې حال کښې چې په يوحنا انجيل کښې راغلي دي چې هغه حضرت به د معجزو د ترسره کولو په وخت د دعا لپاره لاسونه اوچتول او له خداے پاکه به يې غوښتل چې ورسره مرسته وکړي. که حضرت مسيح (ع) د عمل خپلواکي لرلې او په خپل ذات باندې قائم وې نو نور به يې دعا غوښتلو ته ضرورت نۀ ؤ. په يوحنا انجيل کښې راغلي دي؛ ((کله چې هغه حضرت غوښتل ايلعازر ژوندے کړي نو له دې مخکښې له خداے پاک سره متوسل شو او له هغۀ يې مرسته وغوښته.))
قران شريف هم د زياتو معجزو نسبت حضرت عيسی (ع) ته ورکړے دے، خو د دغو معجزو ترسره کول به يې يوازې له الهي اذن او ارادې سره تړل. لکه د سورۀ مائدې په يو سل لسم مبارک ايت کښې لولو:
((مړي به دې هم زما په اجازې او اذن سره ژوندي کول))
د قران شريف دا ډول ايتونو د واحد خداے په شتون باندې په استدلال سره د زوے له خداے والي يا د مسيح له خداے والي او په کلي توګه د خداے د فرزند له لرلو انکار کړے دے.
قران شريف د حضرت عيسي (ع) په مخلوق والي تاکيد کړے او د هغۀ خلقت د سورۀ آل عمران په 59 مبارک ايت کښې د حضرت آدم (ع) د خلقت په څېر بولي. يعنې حضرت آدم (ع) له پلار او مور نه بغېر د خداے پاک په ارادې سره له خاورې پېدا شو. خو حضرت عيسی (ع) مور لرله او يوازې پلار يې نۀ لرۀ. که وټاکل شي له غېر متعارفې لارې خلقت په الوهيت او خداے والي باندې دليل وي نو پکار دي د حضرت آدم (ع) په باره کښې هم داسې وګڼلې شي.
د قران شريف نورو يو شمېر مبارک ايتونو په لا زيات وضاحت سره د حضرت مسيح (ع) خصوصيتونه ياد کړي دي. دا مبارک ايتونه د حضرت عيسی (ع) بشری شخصيت انځوروي چې هيڅکله د هغۀ له خداے والي سره سمون نۀ خوري او د هغۀ لپاره يې له يو رسول او پېغمبر نه زيات د هر ډول لوړ شان نفي کړې ده. لکه د سورۀ مائدې د پنځۀ اويايم ايت په يوه برخه کښې لولو:
((د مريم زوے مسيح يوازې (د خداے) يواستازے ؤ. له دۀ مخکې هم نور استازي لېږل شوي وو، مور يې هم ډېره ريښتينې ښځه وه. دواړو به خوراک خوړۀ.(نو په داسې حال سره څه ډول د مسيح د خداے والي دعوا کوئ.) ))
قران شريف همدارنګ فرمائي چې د حضرت عيسی (ع) ټولې معجزې منجمله د مړيو ژوندي کول يوازې په الهي اذن او قدرت سره وو. نو په دې بنياد هغه هيڅکله د خپل ذاتي قدرت او قوت له مخې معجزې نۀ دي کړي. د حضرت عيسی (ع) معجزې نۀ يوازې د هغۀ په خداے والي باندې دليل نۀ دے بلکې د دې په اپوټه د خداے پاک په وړاندې د هغۀ د بندګۍ او د هغۀ رسالت د هغه ذات لخوا د کېدو يوه نښه ده.
د قران شريف په منطق کښې هغه انسان چې د خداے پاک لخوا په پېغمبرۍ باندې مبعوث کيږي او د هغۀ لخوا د بشر د هدايت لپاره کتاب راوړي هيڅکله د خدائۍ دعوا نۀ کوي او خلق شرک ته نۀ رابولي. ځکه چې د خداے پېژندنې او معرفت په عالي مکتب کښې د هغۀ تربيت او له بې څاري ذات سره د هغۀ عشق هغۀ ته دا اجازه نه ورکوي. حضرت عيسی (ع) خپله د خداے له بندګۍ څخه ډډه نه کوله، لکه د سورۀ نساء په يو سل دوه اويايم مبارک ايت کښې راغلي دي: مسيح هيڅکله په دې کښې شرم نۀ محسوۀ چې د خداے بنده وي.)) د مبارک ايت استدلال دا دے. چې تاسو څه ډول د عيسی په خدائۍ عقيده لرئ په داسې حال کښې چې خپله مسيح د خداے په بندګۍ باندې اعتراف لرۀ؟
په مسلمه توګه هغه کس چې عبادت کوونکے وي د نورو معبود نۀ شي کېدې.
د سورۀ نساء په 171 مبارک ايت کښې دغه حقيقت ته اشاره شوې ده چې حضرت عيسی (ع) د خداے استازے دے او له دې پاک او منزه دے چې څه فرزند ولري. د دې مبارک ايت په تفسير کښې ويلي شوي دي چې د الوهيت مقام د نورو موجوداتو له پلار والي او زوے لرلو سره يوشان والے او سمون نۀ خوري او په بنيادي توګه زېږېدنه او اولاد لرل د نسل د بقاء لپاره د ځينو اړتياو انعکاس او د ځينو نورو اړتياو د برابرولو لپاره وي. په داسې حال کښې چې خداے پاک په مطلقه توګه بې نيازه دے او هغه څه چې په زمکه او اسمانونو کښې دي هغۀ لره دي او ټول موجودات هغۀ ته اړمن دي.
د ستر الهي پېغبر حضرت عيسی مسيح (ع) د ولادت د کليزې په مناسبت په ټولوالهي پېغمبرانوعليهم السلام باندې درود او سلام ليږو. د خداے پاک درود او سلام دې وي په هغو غوره معلمانو باندې چې انسانان يې د خداے پاک بندګۍ، د عدل او انصاف قائمولو او د ظلم او ستم ختمولو ته راوبلل، سلام دې وي په نوح (ع)، سلام دې وي په ابراهيم (ع)، سلام دې وي په موسی (ع) ، سلام دې وي په عيسی (ع) او سلام دې وي په حضرت محمد مصطفی (ص) باندې چې د رسالت د زنځير ورستۍ کړۍ دے.د حضرت عيسی مسيح (ع) زوکړه دې ټولو ته مبارکه وي.a
Add new comment