داسلامی ایران ایټمی پروګرام سوله ایزدي اوبیابه هم سوله ایز وي
دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کې دجنوبی کوریا دپارلیمان له مشر هانګ چانګ هی سره په کتنې کې ټينګار کړی ، دایران په صنعت او دګیسو اوتیلو په بیلابیلو حوزوکې دکوریائي شرکتونودپانګو نې او فعالیتونو لپاره شرائط او زمینه برابره ده .
داسلامی ایران ولسمشردانرژۍ،کانونواو صنعت پشمول په بیلابیلوزمینو کې دایران دپراخو پروګرامونو دانځور په وړاندې کولو سره زیاته کړه ، په اوسنیو شرائطوکې له نړیوالو باوري شرکتونو سره دایران خبرې اترې په چټکۍ سره په زیاتیدا دي . ډاکټر حسن روحاني همداراز په دې خبرې په ټينګار سره چې دایران ایټمی فعالیتونه په بشپړډول سوله ایز دي او بیا به هم سوله ایز وي روښانه کړه اسلامی ایران ددیني او اخلاقي اصولوله نظره دډله ایزو وسلو مخالف دی او داله هرپلوه محکوم کوي
هغه همدارازدجینیوا په ایټمی خبرواتروکې دایران او۵+۱ډلې موافقه یوه دایمي او جامعه موافقه وبلله .
دجنوبی کوریا دپارلیمان مشر هم په دغې کتنې کې وویل دایران او جنوبی کوریا اړیکې ډيرې ژورې او تاریخي دي اوددواړو هیوادونو داړیکو په ځلانده راتلونکي په سیوري کې دغه اړیکي باید لاپراختیاومومي . هغه دپارلیماني ډيپلوماسۍ په پراختیاکې داسلامی ایران دولسمشر رول او اوږده کاری مخنیه ددواړو هیوادونو داقتصادي ،کلتوري او علمي اړیکو دپراختیا زمینه جوړونکي وبلله .
دجنوبی کوریا دپارلیمان مشر هانګ چانګ هي دایران داسلامی جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره دلیدوکاتو او ددوو اړخیزو دپراختیا په موخې سره پرون تهران ته راغلی دی
Add new comment