سورئې ته دتلوپه شرط دعربستان له بندونو په سلګونو خطرناک ترهه ګرخوشي شوي دي
سانا خبري آژانس راپورورکړ دفرانسې لوفیګارو ورځپآڼې دیوه مشهور خبریال او لیکوال جارج مالبرونو په لاس په یوې لیکل شوي مقالې کې لیکلی دي ، دم ګړۍ دسورئې له امیني ځواک سره دترهه ګرو ترڅنګ په لسګونو زره بهرنی ترهه ګر جنګیږي چې په درو کې یوه برخه ئې له ۲۰۱۲کال مینځنیو راهسې له عربستان ،تیونس او لیبیا سورئې ته تللي او عربستان سورئې ته دلیږدولو لپاره په سلګونو خطرناک ترهه ګر او جنایتکار دترهه ګرو عملیاتو دترسره کولو په شرط له خپلو بندونو خوشي کړي او دسورئې دپوځي ځواک اوخلکو په ضد دعملیاتو داجرا کولو په موخې سره ئې دغه هیواد ته لیږدولي دي
راپورزیاته کړې نور داروپایانو پشمول په زرګونو لودیځوال ښاریز هم دترهه ګرو ترڅنګ د جنګیدو لپاره سورئې ته تللي او په دغه هیواد کې له هغو په سلګونو ګوډاګیان هلاک شوي هم دي چې البته ممکنه ده دغه شمیره له دې لازیاته وي .
په دغې مقالې کې همدرااز راغلی دي په سورئې کې دزیاتره هلاک شویو بهرنیو تالي څټو هویّت دعربستان ښآریز دي په دې ډول چې دسورئې دشخړې له هماغه پیله ترڅو میاشتو وروسته پورې په سورئې کې کابو اوه سوه عربستاني ترهه ګرهلاک شوي وو . ددغې ورځپآڼې دلیکنې په اساس ځیني اروپائی هیوادونه پرخپلو ښاریزو ددباؤنو په اچولو سره هڅه کوي خپلو هیوادونو ته ددغو ترهه ګرو دستنیدا خنډ شي لکه چې انګلستان خبرداری ورکړی دانګلستان تابیعیت درلودونکي ترهه ګربه خپل هیوادته دستنیدا پرمهال ونیول شي او دا ګواښ سبب شوی دغه کسان په سورئې خپل شتون او ددغه هیواد دامنیتي ځواک او خلکو په خلاف جنګ ته دوام ورکړي
Add new comment