مسيحيان د امام حسېن (ع) په وير کښې
د انسان تاريخ له سترو پېښو او شاندارو حماسو او زړۀ ورتياو ډک دے. له دغو څخه ځينو واقعاتو جغرافيائي، ملي، قومي، نژادي او ديني پولې شلولې دي او نړيوال خصوصيت يې پېدا کړے دے، په دا ډول چې د مختلفو دينونو او مذهبونو دانشوران، حقيقت لټوونکي او محققان يې د ځان مينه وال ګرځولي دي. د دغو تل پاتې نړيوالو حماسو د اسمان په بلندۍ کښې د عاشورا د پاڅون روښانه نمر خپلې ژوند پخښونکې وړانګې په ټولو نسلونو ، زمانو او د تاريخ په پاڼو باندې خپرې کړې دي. له مسلمانانو،مسيحيانو، هندوانو او د نورو دينونو او مکتبونو له پېروکارو څخه هر يو د خپلو نظرونو او ادراک د سطحې مطابق د امام عاليمقام يو ډول ستائېنه او تعريف کړے دے.ځکه چې هغه کار چې امام عاليمقام په خپل پاڅون او شهادت سره ترسره کړ انسانيت يې د انساني ارزښتونو له لوړ هدف سره اشنا کړ. په دې مېنځومان کښې له امام حسېن بن علي (ع) سره
د مسيحياتو مينه او ورته توجه د پام او ستائېنې وړ ده.
((پلار، زوے او روح القدس)) نومې کتاب د خداے دګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو عليهم السلام په حقله د مسيحي شاعرانو د ارزښتناکو شعرونو يوه ټولګه ده. د دغه کتاب څېړونکے محقق عالم محمد رضا زائري د کتاب په سريزه کښې ليکي: ((زمونږ په حديثونو او روايتونو کښې راغلي دي چې: ((هر څوک د اهلبېتو عليهم السلام لپاره شعر نۀ وائي مګر دا چې د جبرائيل (ع) په ذريعې سره يې الهي مرسته وشي.)) د لبنان په فرانسوي پوهنتون کښې د اسلام او مسيحيت د تعلقاتو په نوې څانګه کښې د زدکړو او مطالعې فرصت زما لپاره له تاريخي تجربو سره د لا زياتې اشنائۍ امکان رامنځته کړ او دې ټکي ته ورسېدم چې مسيحي شاعرانو هم که د امت د پلار حضرت امام علي (ع) او د هغۀ د زوے امام حسېن (ع) لپاره شعرونه ويلي دي او قلم يې چلولے دے نو بې له شکه د روح القدس له عنايت سره مخامخ شوي دي..))
هغه دغه کتاب ((د مسيحي شاعرانو او ليکوالانو په اثارو کښې د علوي عشق او حسيني ولولې تجلي)) بولي او د خداے له ګران رسول (ص) او د هغه حضرت له پاکو اهلبېتو عليهم السلام سره د مسيحي شاعرانو او ليکوالانو عشق او مينه بيانوي. د حسېني څلوېښتۍ او د حضرت عيسی (ع) د ولادت په ورځو کښې مو له دغو شعرونو څخه ستاسو لپاره ځينې برخې غوره کړي دي.
((د انسان په ژوند کښې داسې لږې ورځې وي چې ټول تاريخ په يو ځاے انځوروي او عاشورا له هغو څخه يوه ده. هغه څه چې عاشورا يې انځوروي يوازې شيعه تاريخ نۀ دے بلکې د شهيدانو تاريخ او د شهادت تاريخ دے چې د دې سبب کيږي چې ياد يې په زړونو کښې ځاے او دوام پېدا کړي او هر انسان ورسره په اګاهانه توګه يو زړۀ توب وکړي. د امام حسېن (ع) ايمان، د هغه حضرت د ملګرو وفاداري،د ظلم په خلاف د هغوي پاڅون او د اهلبېتو (ع) سرښيندنه هغه ارزښتونه دي چې په کربلا کښې انځور شوي دي. د کربلا مصيبت د زمان او مکان له پولو نۀ تېر شوے او د انساني ارزښتونو په درشل ناست دے او يوه شانداره نمونه او بېلګه وګرځېد. نۀ يوازې د شيعه ؤ لپاره بلکې د ټولو خلقو لپاره وګرځېد چې کال په کال ترې درس زده کړي او الهام ترې واخلي.))
دا د لبنان د نامتو اديب، قانون پوه او د دغه هېواد په دريو حکومتونو کښې د وزير ادمون رزق خبرې دي چې دا ښودنه کوي چې د حضرت امام حسېن (ع) له مقدس ذات سره عشق او مينه هغه لمبه ده چې د هر حق پرست او حق لټوونکي انسان په زړۀ کښې بليږي.
((آه او حسرت دې وي د حسېن (ع) په اتلولۍ)) دا د بي بي زېنب غږ ؤ چې فرياد يې کوۀ او د وېنا او سخن داسې توره يې چلوله چې اوس به تۀ وائې چې تورې په خپلو کښې شړنګار کوي. (د يزيد په دربار کښې) له غم نه په ډک خو په کلک او مضبوط غږ سره وائي: ((اے يزيده! غوښتل دې چې په جنګ کښې په داسې کسانو باندې کامياب شې چې نن په تا باندې بريالي شوي دي. خپل چلولونه کاروې او په ځان خوښونې سره تګ کوې او د ګناهونو درون پېټے دې لکه د مارانو په شان له غاړې نه تاو کړے دے. د خلقو ځانونه او وجدانونه په پېسو اخلې او خرڅوې يې. خو ياد ولره او هېر نکړې چې د خداے د ګران رسول (ص) اهلبېت قيمت نۀ لري. تۀ هيڅکله زمونږ د وحي رڼا نۀ شې غلې کولې او زمونږ د کورنۍ ونه نۀ شې اوچولې چې زمونږ ياد د عاشقانو په زړونو کښې تل ژوندے دے. په هغه لويه ورځ به دې د حکمرانۍ تخت ولړزوو. زمونږ لپاره د جنت نعمتونه او ستا لپاره بدبختي او د دوزخ د اور سختۍ دي.))
دا غوره وېنا د لبنان د عربو د تاريخ او تمدن د ادبياتو د استاد جارج شکور د شعرونو له بېتونو څخه ده. هغه له هغو مسيحي دانشورانو څخه دے چې د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو عليهم السلام په حقله يې څو کتابونه خپارۀ شوي دي. هغۀ په 2001 کال کښې ((حسېني حماسه)) او په 2007 کال کښې ((د امام علي حماسه)) نومې کتابونه چاپ کړل. شکوري د ټولنو بېداري او د ځوانانو مېړنتوب له حسېني وينې څخه رابرسېره کېدونکے بولي او وائي:
((آفرين دې وي په تا اے حسېنه! په کربلا کښې دې خپل ژوند د يوې هغې حماسې په قالب کښې واچوۀ چې په وينو وليکلې شوه او په تفسير کښې يې کتابونه وليکل شول. هغوي د کينې له مخې ستا سر له تنه جدا کړ او ستا د ملګرو سرونه يې په نېزو کښې وټومبل او داسې يې په نېزو اوچت کړل چې لکه ونې وي او مېوه يې نيولې وي او وير او ماتم کوونکې بيبيانې او ماشومانې به يې په اور سوزولې او د هغوي په مخونو به اوښکې لکه ويالې روانې وې.
خو اے زمانې! اوس وګوره چې د هغۀ اولاد او نمسي څنګه لکه د غورځناکو سيندونو په شان په څپو او ځغل دي. حسېن په خپل پاڅون او قيام کښې تل ژوندے شو او د هغۀ پېغام د خلقو په زړونو کښې ځاے پېدا کړ. له هغه وخته چې لبنان د جور او جفا تر پښو لاندې چخڼې شو او ورسره دښمني کورونکي ورباندې غاوره شول نو د حسيني مکتب فرزندانو سرونه په تلي کښې کېښودل او دغو انقلابي اتلانوغصب شوے ټاټوبے ازاد کړ او د هغۀ خبره يې په ژبو جاري کړه او وخت دغه خبره بيا تکرار کړه چې حق هيڅکله نۀ ضائع کيږي.))
د ((پلار، زوے او روح القدس)) نومې کتاب په يو بل ځاے کښې د ځينو راغليو شعرونو ترجمه داسې ده:
((حسيني حماسه له دې نه زياته اوچته ګڼم چې ورباندې يوازې اوښکې توې کړم، د داسې شهادت لپاره چې حق تازه کوي پکار دي خوشحالي هم وشي او نمانځنه يې وشي. د هغۀ وينه اوس هم د اور په شان زړونه او وجدانونه بېقراره کوي. هلته چې مقتول حق دے او قاتل چې هر څوک دےخو له کافر او باطله بغېر بل څه نۀ دے. د شهيد حسېن وينه کريمه او بخښونکې ده، دغه وينه ضائعه نۀ شوه بلکې تل حق او حقيقت ته د هدايت لپاره خپله رڼا خوروي. شهادت يو داسې خوند دے چې بې له هغوبزرګانو چې قسم يې خوړلے دے چې که ظلم وويني نو په خلاف به يې پاڅيږي او انتقام به يې اخلي بل څوک نۀ څکي. ډېره رښتينې خبره دا ده چې په جديت او ټينګتيا سره وويلې شي چې:
مګر حسېن پېغمبر نۀ ؤ تربيت کړے؟ مګر نيکۀ به هغه په خپل زړۀ کښې له هر چا نه زيات نۀ ځايولو او له هغ چا به يې زيات نۀ خوښوۀ؟ هغه يې د ځوانانوسردار او سرور او د باغ د ګلونو د سر ګل وبالۀ چې د دغه ښکلي ګل خوشبوي جنت له خوشبويو نه ډک کړے دے. او د هغۀ خوله او غاښونه يې ښکل کړل چې خپل روح پکې وپوکي، داسې چې د سهار په وختونو کښې يې ګلونه او بوټي په غېږ کښې خوښبويانې خوروي.))
پولس سلامه يو بل شاعر دے چې د خداے دګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو په تېره بيا د امام حسېن (ع) په مينه کښې يې زيات غزلونه او کلامونه ويلي دي. محمد رضا په خپل کتاب کښې له هغه حضرت سره د هغۀ د ډېرې مينې، عشق، اخلاص او دلچسپۍ په حقله د هغۀ عقيده داسې بيان کړې ده:
((ما له ماشومتوبه له قران او د اسلام له تاريخ سره مينه لرله او هرکله چې مې د علي (ع) او د هغۀ د زوے حسېن (ع) شهادت را په ياد شي. نو په سينه کښې مې له حق سره د ملګرتيا او له باطل سره د دښمنۍ لمبې راوچتې شي. کېدې شي څوک اعتراض وکړي او ووائي چې ولې يو عيسائي د اسلام تاريخ لولي.. هو زۀ مسيحي يم، خو هغه مسيحي چې د نظر يو پراخه افق لري نه تنګ نظري..که له علي او د هغۀ له پاک او قدرمن اولاد سره مينه،د ظلم په خلاف پاڅون او په هغه څه غم کول چې په حسېن او د هغۀ په اولاد تېر شول شيعه توب وي نو او ما په شيعه ګانو کښې شمېرلې شئ. که شيعه توب دا وي نو زۀ شيعه يم.))
سلامه د کربلا د واقعې په باره کښې په يو منظوم کلام کښې د امام حسېن (ع) د خوزښت او انقلاب شروع او د دغه پاڅون او انقلاب مختلف مراحل او د هغۀ شهادت په تفصيل سره بيانوي او د دغه کلام په يوه برخه کښې ليکي:
((دومره مې وژړل چې بالښت مې له اوښکو ډک شو او له قلم نه مې د نوحو او ژړاګانو فريادونه اوچت شول. حسېن زۀ مسيحي وژړولم او د اوښکو څاڅکي مې د سترګو له اوفقه رابرسېره شول او وځلېدل. د هغه چا حال چې له لرې نه اور ته ګوري د هغه چا له حال سره چې په اور کښې سوزي يو شان نۀ دے.))
په ((پلار، زوے او روح القدس)) نومې کتاب کښې همدارنګ د سلامه په هغه اشعارو کښې چې هغۀ د عاشورا د ورځې په ياد کښې ليکلي دي او له امام حسېن (ع) سره مخصوص دي داسې راغلي دي:
((شمر چغه کړه: وروځغلئ او وې وژنئ. زُرعه بن شريک چې ترټولو پست او ناپاک کس ؤ د حسېن په شا او څټ باندې د تورې ګوزارونه وکړل او د کرامت له باغ يې يوه ستره څانګه وشوکوله. د حسېن دنګ بدن تاوراتاو شو او په زمکه پرېوت، شمر ورمنډه کړه چې سر يې له بدنه پرې کړي.کاش چې لاسونه يې اوچ شوي وې. شمر د پېغمبر (ص) د فرزند سرمبارک پرې کړ او د هغه روښانه نمر رڼا يې غلي کړه. د تن جامې يې ورته وشلولې او بيا يې د هغۀ په پاک بدن باندې اسونه وځغلول.))
سلامه په دوام کښې وائي: ((نن عرب نړۍ د خپلو اتلانو پېژندلو او پېروي کولو ته ضرورت لري.خو هغه زړۀ ورتيا، مېړنتوب، طاقت او ښکلا چې په علي (ع) کښې راغونډ شوي دي د عربو په نورو اتلانو کښې نۀ موندلې کيږي. هم هغه ډول چې له حسېن (ع) نه په زياتې مېړانې سره بل هيچا د ظالمانو په وړاندې پاڅون نۀ دے کړے او ولې به داسې نۀ وي چې علي (ع) د پېغمبر اکرم (ص) روزل شوے دے او حسېن (ع) د محمد مصطفی (ص) د ځيګر ټوټه ده..))
Add new comment