د لویدیځ امپریالیزم په اسلامي امت کې د افراط نه په ګټه اخیستو خپل اهداف لټوي .
له یوې خوا د ناټو سازمان د غړو هیوادونو دفاع وزیرانو په خپله غونډه کې چې د تیرې اونۍ په چهار شنبې او پنجشنبه ورځو په برکسل کې جوړه شوه د ۲۰۱۴م کال تر پایه په افغانستان کې د ناټو له ماموریت خپل ملاتړ اعلان کړ ،په دې معنی چې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه به ټول بهرني ځواکونه د افغانستان خاوره پریږدي او ټولې امنیتي او سیاسي چارې به افغانانو ته پریږدي ،له بلې خوا په افغانستان کې د میشتو امریکايي عسکرو یوه لوړ پوړي قوماندان مارک میلي په پنټاګون کې خبریالانو ته چې له کابله ېې د ویډيو ګنفرانس له لارې خبرې کولې وویل په نږدې راتلونکې کې به د طالبانو له خوا خونړي او ستر بریدونه زیات شي او په کابل کې په لبناني هوټل برید ته ورته به نور بریدونه هم تر سره شي .
په دې برید کې آته افغانان او ۱۳ بهرڼي وګړي وژل شوي ؤ .
دغه امریکايي جنرال همداراز خبرداری ورکړی دا بریدونه به په داسې حال کې لا نور هم زیات شي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د عسکرو پاتې کیدل مبهم دي .
د هغه په وینا په دا ډول حالاتو کې به د بهرنیو مرستندویه مؤسسو فعالیت هم له ننګونو سره مخ شي .
همداراز د امریکا کانګریس هم له افغانستان سره ملکي مرستې ۲۲۰ میلیون ډالرو ته را کوزې کړې چې ۵۰ سلنه کموالی ښيي .
ټول دا ډول اقدامات که د امریکا او که د ناټو له خوا تر سره کیږي د افغانستان او امریکا تر منځ له امنیتي تړون سره ارتباط لري چې کرزي ېې له لاسلیکولو ډه ډه کړې ده ځکه د امنیتي تړون د لاسلیکولو لپاره د کرزي تر ټولو مهم شرط د سولې د پروسې په عملي ډول پيلیدل او د جګړې په عملي ډول ختمول ښودل شوي چې امریکا ېې منلو ته تیاره نه ده .
د کرزي په وینا د افغانستان د سولې او جګړې کلۍ د امریکا او پاکستان په لاسونو کې دي که هغوی وغواړي کولای شي په افغانستان کې د جګړې په ځای سوله را منځته کړي .
اوس مهال د ښآغلي کرزي او اوباما تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیکولو په سر لفظي شخړې اوج ته رسیدلې دي او د یوه ساړه جنګ بڼه ېې غوره کړې ده او د امریکا او وسله والو مخالیفینو تر منځ هم جنګي ګواښونه اوج ته رسیدلي .
په پاکستان کې هم د ترهګرۍ زیاتیدا په ډير احتمال له افغانستان سره تړوا لري .
البته په پاکستان کې د ترهګرۍ له زیاتیدا امریکا او پاکستان بیلابیلې موخې لري چې په تضاد کې دي .
د سیاسي مبصر په وینا پاکستان په افغانستان کې د خپلو ستراتژيکو ګټو د ساتلو هڅه کوي خو امریکا په سیمه کې د بې امنۍ په زیاتولو سره په افغانستان کې د خپل شتون د دوام لپاره کوښښ کوي .
تر څو له یوې خوا کابل د امنیتي سند د لاسلیکولو لپاره تر فشار لاندې ونیسي او له بلې خوا د امریکا عمومي افکار چې د جګړې پر خلاف دي قانع کړي .
سیاسي مبصر لیکي امریکا غواړي د دې هیواد عمومي افکارو ته څرګنده کړي که دوی له افغانستان ووځي نو په افغانستان کې به هم د عراق په څير حالت را منځته شي او القاعده به په سیمه کې ځواکمنه شي چې دا د امریکا په زیان ده .
البته باید ووایو چې د پاکستان فوځ په دې وروستیو کې احساس کړې ، هغه دام ېې چې خپلو موخو ته د رسیدا لپاره هوار کړی ؤ په خپله ېې په کې خپلې پښې نښتې دي .
او اوس ېې پریکړه کړې چې د هغو طالبانو پر خلاف وجنګیږي چې د جګړې غوښټونکي دي خو له هغو طالبانو سره سوله وکړي چې سوله کوي ځکه چې د لیکوال په باور امریکا او هند هم په طالبانو کې نفوذ کړی دی او د لودیځ امپریالیزم له افراط په استفادې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره هڅې کوي .
Add new comment