وحدت او اتحاد د اسلامی امت ضرورت وحدت،
دیوملت داقتدار یوه ستنه ده؛ خو همدغه مفهوم داسلام دامت په پراخه سطح کی، له دو ه چنده اهمیته برخمنیږی چی، دیو ملت له برخلیک څخه ، لازیات او اوچت دئ . بیله شکه،داسلام نړۍ، دیوموټی امت په توګه، نن ورځ، له پخواڅخه په زیاته اندازه، وحدت او یوزړه توب ته اړتیا لری . مګر،داسلام دامت دبرخلیک دیوشانته والی په معنا، دوحدت دبڼه نیونی لپاره، زمینه جوړونه، هغه وخت شونی کیږی چی، داسلام د جوړونکو اصولو په اساس یی بڼه نیولی وی،ترڅو وکولای شی، دټولو مسلمانانو په برخلیک کی، اغیزمن کارنده توب ولری . وحدت،په حقیقت کی دمفاهیمو او عناصرو پر روښانه ستنې باندی،ټینګیږی . په دی اساس، دوحدت او یووالی رامنځته کیدا،یولړ تشکیلاتی ټینګو، ارکانو او مفاهیمو ته اړتیالری چی،د هغو له مهمو موردونو څخه،دګډو دینی باورونو؛ګډو ګټو، او جمعی امنیت څخه نوم اخیستلای شو . داسلام دسیاسی تاربخ مطالعه کول،په ټولو چارو او سطحوکی، دوحدت ضرورتونه څرګندوی . سره له دی، په تحقیق سره ویلای شوچی، داسلام نړۍ داقتدار دیوی نښی په توګه، دوحدت له اصل څخه داسلامی امت برخمنیدو، بڼه نه ده نیولی . په همدی دلیل، داسلام نړۍ، دمشکلاتو په حلولوکی، د دایمی اوستومانه کونکو کړکیچنوسره مخامخه ده . داسلام نړۍ په سطح کی، ډیر قومی ، ژبنی، جغرافیایی، او مذهبی تنوع او ډول ډول والی وجودلری . دوحدت ترڅنګ، دغه تنوع او کثرت، داسلام دمعنوی موقعیت اونفوذ یومعیار، او همداراز داسلامی امت دنرم قدرت ښودونکئ دئ چی، کولای شی داسلام نړۍ، دتوطئواو ګواښونوپه وړاندی یوموټی کړی . دوحدت اصلی او بنسټیزو چارو او اصولو، د حج د مناسکو دسیاسی فلسفی په شان، داسلام نړۍ په سیاسی پراخه سطح کی، داسلامی وحدت په افکارو او اندیشوکی،بڼه نیولې ده، اوداسلام دنرم قدرت د سمبول په توګه یی،خپل کارنده توب ثابت کړئ دئ . په بل عبارت؛داسلام نړۍ،په باالقوه توګه؛ د وحدت دعنصر څخه برخوره ده چی،په سیاسی قدرت اوحاکمیت کی،ډیره مهمه اړتیا ده، اوپه اسلامی ټولنوکی،دغوښتنو دپوره کولو، اودارزښتونو دچمتوکلولپاره،پراخ ظرفیت لری . مګر دی مهم او اساسی عنصر،په عملی او علمی ډګرکی،نه دی کړای شوی،دراڅرګندیدو او ظهور فرصت پیداکړی . ددغی نیمګړتیااوکمۍ دلیل باید، دمسئلی په دوؤ خواؤوکی وګورو . په یوی خواکی یی،دمسلمانانوترمنځ،دوحدت دله منځه وړلوپه منظور،داسلام ددښمنانو رول دئ چی،هیڅکله یی دمسلمانانو په منځ کی، دوحدت شتوالئ نه دئ زغملئ؛ځکه چی پوهیږی،دمسلمانانو وحدت؛ دخنډسره دهغوی دزور په اساس دولاړو سیاستونو دمخامخیدو،اودمسلمانانوپه برخلیک باندی دهغوی دسلطی ددوری، دپایته رسیدو په معنا دئ . ځکه نو،هغوی داسلام دامت دتیت و پرک کولو په لټه کی دی . دغوهیوادونو،خپلو هدفونوته درسیدولپاره، له مختلفو رودو اوسیاستونوڅخه کار اخیستئ دئ . د داډول سیاستونو نتیجه او حاصل،په اسلامی هیوادونو،منجمله په پاکستان،عراق،لبنان،اوسوریه کی،دامنیت اوثبات ګډوډول، دمذهب په نامه، دتاوتریخوالی او افراط ګروهنی رائیجول،اودشیعه اوسنی ترمنځ،اختلاف اچول ؤو چی، دحکومت اوټولنی په منځ کی، دستر بیلتون، اودټولنیز نظم دګډوډیدو سبب شوی دی . مګر،دوحدت د نه شتون بل علت باید، دځینو اسلامی هیوادونو د دولتونو، په سیاستونو او تګ لارو کی ولټوؤ چی، دخلګو دحقوقو دتامینولو، دقانون دپلی کولو،دټولنیز مساوات درعایتولو،او دملی او دینی اوملی یوموټی توب، دسمبولونو او مظاهرو څخخه دملاتړ کولو پرځای، دنړیوالو قدرتونو دسیاستونو اجرا کونکی دی . دا ډول دولتونه، دوحدت د رامنځته کولوپه ځای، پخپلو مداخلوسره؛ دافغانستان؛ عراق؛لبنان؛ اوسوریی په شان، په څو قومی ټولنوکی، دمذهبی، ټولنیزو، اوملی ډلی ډلی کیدو اوبیلتون، زمینه جوړونکی شوی دی . سر بیره پردی، سیاسی شاته پاتی والی،او د وخت او سیاسی چارو له شرایطو څخه،غلط درک، دؤلس واکو نظاموسره په ملګرتیا کی ناتوانی، دسیاسی او مالی فساد شتوالئ،او په مداخله ګرو قدرتونوپوری پیلتوب،له هغو نورو عواملو څخه دئ چی،داسلام په نړۍ کی یی، دوحدت او غږملتیا دزمینو د ختمیدوسره مرسته کړې ده . بیله شکه؛ تفرقه ،داسلام دنړۍ په ضد، ډیر ستر ګواښ دئ چی،دهغی جرړی باید،په وحدت ماتونکو جریانونو او ښکارندوکی وګورو چی، داشان درز یی، داسلام په بنسټ کی رامنځته کړئ دئ چی، آفتونه او زیانونویی،داسلام د دښمنانو دښکاره ګواښونو سره، دمقابلې څخه څوچنده زیات دی . داسلامی مذهبونو او ملتونو ترمنځ،مذهبی تفرقه، دسیاسی زیانونو سربیره، داسلامی هیوادونو په منځ کی، د پر مختیایی چارو،او اقتصادی خپلواکۍ دپرمختګ څخه، مخه نیونکئ رول هم لری . په افغانستان کی، دطالبانو په نامه، دافراطی او سر زورو جریانونو پیداکیدل،او دالقاعدی په شان، د ترهه ګرو سازمانونو راڅرګندیدل چی، داسلامی وحدت غواړی او عدالت پلټونکی پیغام، دپراختیا او نفوذ څخه دمخنیوی کولو په منظور،دلویدیځ دمخه نیونکو سیاستونو له جملی څخه دی؛ داسلام دامت ترمنځ، دتفرقی اچولو دپروګرام اونقشی څخه، دلویدیځ دپټو او څرګندو هدفونو بیانونکی دی . دغه جریان، په نړیواله سطح کی، نفوذ کړئ دئ، او په وروستیوکی یی، د آسیا په جنوب ختیځو هیوادونو کی، منجمله په ملیشیا او اندونزیا کی، سر راپورته کړئ دئ،او دشیعه مسلمانانو څخه،د ویرولو د جریان دالقاکولو په لټه کی دئ چی، هڅه کوی شیعه مسلمانان، داسلامی ټولنو لپاره، یو خطر وښئیی . دغه جریان، په اوس حال کی، دسیمی په سطح کی، په ظاهره کی، په دینی تعلیماتوباندی د عقیده منو سازمانونو، او حتی سیاسی نظامونو دبڼه نیونی په اساس ولاړ؛ خو په حقیقت کی، دنړیوالوسلطه ګرو، دسیاستونو پیرو دئ . دغه سیاسی جریان ؛ خپل هدفونه،د مذهبی تفرقه اچونی دسیاست، لکه دتکفیری فرقو درامنځته کولو، اوپه ظاهره کی دمسلمانو، خو ډیکتاتورو رژیمونو څخه دملاتړ کولو له لاری، تعقیبوی . په دی لړ کی،په سیمه کی ساده بینه او استبدادی رژیمونه هم چی، دښکیلاکی جریان په پراخو او هر اړخیزو ملاتړونو پوری، پیلی دی، نه یواځی داسلام اویا داهل تسنن دمذهب دګټو په لاره کی، کوم ګام نه پورته کوی؛بلکه په خشونت ګروهنی، فتنه اچونی، او فاشیستی دریځنیونو سره،داسلامی اقوامو اومذهبونو په منځ کی، دبیلتون سبب ګرځی . په واقعیت کی،هغه کسان چی دمسلمانانو ترمنځ، دتفرقی داچولوپه هکله فکرکوی؛په دی لټه کی دی چی، داسلامی هیوادونو پر برخلیک باندی دسلطی موندلو، اوهمداراز دهغوی دطبیعی زیرمو او،اومو موادو د ذخیرو دلوټولولپاره، لاره هواره کړی؛ځکه چی، پوهیږی دهغوی ددغه شوم هدف رښتنی کیدل،دمسلمانو کوچنیو او له یوبل څخه دبیلو ټولنو، داختلاف اوناتوانۍ په ګروکی دی . البته وحدت، ګن شمیر اړخونه لری چی، فقهی نظریی او سیاسی لیدتوګی پکی شاملیږی؛ خو دوحدت په اصل کی،یو ګډ فصل وجود لری چی، پخپلو آرمانونو او مقصدونوکی، ټول مسلمانان، دیوی واحدی او یوموټی مجموعی په توګه،سره راغونډوی . ددغه بنسټیزی مفکوری په اساس،هغه څه چی اهمیت لری دادی چی،داسلام مبین دین،له تفرقی څخه لیری توب، او ډډه کول،یوضروری اولازم کار ګنی . څکه چی، دوحدت اصولو ته بی پامی کول؛له هغو عواملو څخه دی چی، دنړیوال استکبار او داسلامی امت دوحدت د دښمنانو په غیر مستقیمو او پټو پلانونو، اوطرحی سره، دتکفیری ډلواوفرقو د بڼه نیونی سبب کیږی . په داسی حال کی چی وحدت، دټولو ټولنو دګډی عقیدی، او دشخصی عقایدو دڅنګته پریښودلو، او دغیرمنطقی تعصب له چوکاټ څخه، دبهر کیدو په اساس، داسلام د دین دمحور په شاوخوا د راټولیدلو په معنا دی . له همدی رویه ، دمسلمانانو ترمنځ، د وحدت دضرورت دمفکوری دپیداکیدو، اوپراختیا سره جوخت، استکبار ی او سلطه غواړو قدرتونو، داسلامی امت په لیکوکی، دنفاق اوتفرقی اچولو په منظور، دپان ترکیزم؛ او پان عربیزم؛د نومونو په جوړولو ، او دوهابیت په شان، دفرقو په رامنځته کولوسره، داسلامی وحدت اصل او اساس په نښه کړئ دئ . دغو ورانکارو جریانونو، دفرقو او مذهبونو، دبرداشتونو او دسیاسی،کلامی او فقهی اختلافونو په سترښودلوسره، هڅه کړېده چی، داسلام اصل او بنسټ زیانمونکئ کړی . هغه څه چی په دی منځ کی اهمیت لری، دادی چی،داسلام دین، دشیعه اوسنی دلیدتوګو څخه بیل، دمسلمانانوترمنځ داتحاد په ضرورت ټینګار لری، او داسلام دین دا ظرفیت لری چی، وکولای شی ټول مسلمانان،په یوه لیکه کی، د دښمنانو په وړاندی ودروی . دایران داسلامی جمهوریت انقلاب او نظام هم، دمسلمانانو په منځ کی، دوحدت، ورور ولۍ،او لوړاوی دمحور په اساس، رامنځته شو، او دغه اصول، دایران دبهرنی سیاست په استراتژۍ کی، د لیدتوګو او مذهبی باورونو د توپیرونو په ناڅه شمیرلوسره، بنسټیز شوی دی . داسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای هم، داسلام دنړۍ په حوزه کی، په بهرنی سیاست کی ډیر مهم او اساسی اصل، دوحدت ، اواسلامی یوموټی توب په اصل باندی لاس پوری کول، بللی دی. د یوداشان وحدت ضرورت، په ټولو اسلامی عقایدو، معارفو او احکاموکی، دنظر اتفاق نه دئ، بلکه له دی لیدتوګی څخه باید ووایو چی،داسلام دامت وحدت او یوموټی توب، یو ترلاسه کیدونکئ هدف دئ چی، داسلام دامت دګډو دښمنانو په وړاندی، داسلامی مشترکو اصولو په اساس، په وحدت؛ یوزړه توب،اویوموټی توب پوری، داسلامی امت دلاسی پوری کولوپه ضرورت باندی، داسلام ددین دآسمانی کتاب،قرآنکریم، په دستورونوباندی ولاړ دئ . دسیمی اوسنی بدلونونه ښئیی چی،اسلامی وحدت، داسلام دامت ډیر مهمه اړتیا ده، ترڅو وکړای شو، په متحده او یوموټی توګه، دنړیوال استکبار دزور وینو په وړاندی، ودریږی . دیونیم میلیارډ تنو نفوسو په لرلوسره،دنړۍ د ۵۷ اسلامی هیوادونو واقعی ظرفیتونه راښئیی چی،داسلام نړۍ کولای شی؛ دوحدت داصل په محور ګرځولوسره، ددښمنانوپه توطئو برلاسی شی، او د سیاسی؛ اقتصادی او ټولنیز پرمختګ په لاره کی، ګام پورته کړی .
Add new comment