په پاکستان کښې د ترهګرۍ ریښه

ترکومه چې دپاکستان حساس استخباراتي ارګانونه دطالبانو له ملاتړو پاک نکړای شي نو په دغه هیواد کښې به دترهګرۍ جرړه ونه ایستل شي. زمونړ خبریال راپور راکوي له افغانستانه دبهرنیو پوځیانو دوتلو په درشل کښې په پاکستان کښې ویره اوترهګرۍ خپل اوج ته رسیدلي او داسې کومه ورځ نشته چې ددغه هیواد په لسګونوملکیان او امنیتی عسکر دترهګروفعالیتونوقرباانی نه شي. له کراچۍ نیولي تر کویټې؛پیښاور؛اسلام آباد او حتی قباییلي سیمو پورې د ترهګرۍ او ټروریزم اور غرغړانده شوی او هره ورځ په لسکونو بیګناه خلک نغروي.ددغه هیواد امنیتي ځواک او پوځیان چې پخپله ددغې وحشي بلا قرباني دي دترهګرو په وړاندې ناکامه پاتې دي یا پخپله ځانونه عاجزښئ او دترهګرو اقداماتو مخه نیول نه غواړي.که څه هم پوځ دا ادعا کوي چې دشمالي وزیرستان په میرعلی سیمه کښې یې دطالبانو سیمې بمباري کړي دي او دمهمو طالب سرغنو په شمول یې په لسګونو طالبان وژلي دي خو دپاکستان ددفاعي پیداوارو دوزیرتنویرحسین په وینا دا دپوځ رسمي عملیات نه دي بلکې په بنون کښې دامنیتي عسکرو پر خلاف دطالبانو چودنې ته یو عکس العمل دی.هغه همدغه راز زیاته کړه:دطالبانو پر ضد پراخ عملیات به دحکومت؛پوځ او ګوندونو له ګډې پریکړې وروسته پیل شي او کله چې دپوځیانو وینه توئ شي نو هیڅ نرمښت به ونشي.ددغه پاکستاني چارواکي له خبرو دغه استنباط کیدای شي چې حکومت د پوځیانو او بیدفاع خلکو تر مینځ توپیر ته قایل دی او که چیرې ترهګر په بیګناه خلکو حملې کوي نو حکومت اوپوځ نرمښت ښودلې شي او پر خلاف یې اقدام نه کوي خو که په امنیتي ځواک حمله کوي نو بیا مصلحت نه کارول کیږي اوله کومې پریکړی پرته باید غبرګون وښودل شي.داپه داسې حال کښې دي چې طالبان ادعا کوي چې له امریکه سره دپاکستان دحکومت اوپوځ دملګرتیا په خاطردغه ترهګر اقدامات کوي.نو که خبره داسې وي طالبان باید یوازې حکومتي چارواکي او پوځیان په نښه کوي نه بیګناه خلک.خو اوس قضیه اپوټه شوي خلک هم دطالبانو له لوري ځورول کیږي او هم ورسره دحکومت له خواتوپیرناک چلند کیږي.په حقیقت کښې دا دپاکستان مظلوم او بیګناه خلک دي چې دترهګرۍ اصلي قربانیان دي او همدا چاره په افغانستان کښې هم روانه ده چې په تیر دولس کلن جنګ کښې ملکیان هم دطالبانو په حملو کښې او هم د امریکه په بمباریو کښې قرباني کیږي اولاهم دوام لري.که څه هم په پاکستان کښې په اهلسنتو او لږکیوهم حملې کیږي خو طالبان او لښکرجهنګوی زیاتره په شیعیانوحملې کوي.وړمه ورځ هم دامام رضا(ع) دزیارتوالو په هغه بس چې له ایران بیرته ستنیدهُ ځانمرګي حمله وشوه چې له امله یې ۲۸ تنه شهیدان او ۴۰ ژوبل شول او اوس دشهیدانو کورنیو او ورسره نورو شیعیانو له جنازو سره دکویټې په سختې یخنۍ کښې پرلتۍ وهلي دي او په کراچۍ؛پیښاور؛لاهوراوراولپنډۍ نورو ښارونو کښې هم شیعیانو دکویټې له شیعیانو سره په خواخوږي کښې پرلتۍ وهلي او له حکومته غواړي چې دترهګرو پر ضد دې عملیات وکړل شي.پروسکال په ژمي کښې هم شیعیانو په لسکونوجنازو سره پرلتۍ وهلي وې او دحکومت په دې ژمنې یې پرلتۍ ختمې کړې چې دترهګرو پر ضد به عملیات کوي چې تر اوسه نه دي شوي.اوس یو ځل بیا شیعیانو دترهګرو پر ضد دعملیاتو غوښتنه کړی خو له بده مرغه دپاکستان حکومت او پوځ دا غیرت نه لري چې دخپلو ښاریزو دحفاظت لپاره پوځي اقدام وکړي.په داسې حال کښې چې دپاکستان اکثره خلک حتی دټیټې کچې پوځیان هم دترهګرو پر ضد جدي اقدامات غواړي خو لکه څنګه چې خاص پوځي او مذهبي کړۍ دطالبانو پلویتوب کوی اوپرخلاف یې عملیات نه غواړي څو له افغانستانه دبهرنیو پوځیانو په وتلو پسې خپله ژوره سټراټیژی وساتل شي.دطالبانو معنوي پلرونو سمیع الحق او فضل الرحمان په شمالي وزیرستان کښې دطالبان پر ضد نمایشي پوځی عملیاتو ته هم سخت عکس العمل ښودلې دی نو تر څو چې حساس ارګانونه او مذهبي کړۍ دطالبانو له پلویانو پاکې نه کړای شي نو په پاکستان کښې به دترهګرۍ جرړه ونه ایستل شي

Add new comment