ایران په خبرو اترو کښې د یورانیمو په پخولو کښې له خپلي سرې لیکې شاتګ نه دی کړی

د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژئ د ادارې مشر علی اکبر صالحې د دغه هیواد له دوهم تلویزیوني چینل سره په مرکه کښې وویل،د یورانیمو پخول د ایران سره لیکه ده او د له ۵+۱ ډلي سره د ایران مرکچې پلاوې ترې شاتګ نه دی کړی او نه به یې هم وکړي.
هغه وویل،د ایران او ۵+۱ ډلي په موافقه کښې د ایران د ملت حق نه دی پایمال شوی ،او د ګډ اقدام پر اساس ټاکل شوي ده ،چې دواړه لورې په یوه وخت ګډ اقدامات وکړي.
صالحي وویل،ایران همدا اوس په کافي اندازه شل سلنه پاخه شوي یورانیم لري ،خو که مقابل لوري په تیرو ۶ میاشتو کښې د تیر په څیر د تهران په وړاندې پخپلو ژمنو عمل ونکړ،نو ایران به یو ځل بیا په شل سلنه د یورانیمو پخول پیل کړي .
د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر ،په نطنز کښې د نویو سانترفیوژو لګولو ته اشاره وکړه او په دې اړه یې د لویدیځ د دریځ په غبرګون کښې وویل، په خبرو اترو کښې د ایران منطق په لویدیځوالو برلاسی شو او مقابل لوری قانع شو،چې دغه نوي او پرمختللي سانتریفیوژ ولګول شي.
ایران پرون د جینیوا د موافقې په چوکاټ کښې او په خپله خوښه اقدام کښې پخپلو ژمنو عمل وکړ او د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د پلټونکو په شتون کشې یې ،په نطنز کښې د ۲۰ سلنه یورانیمو پخول وځنډول .

Add new comment