داسلام د عظیم الشان پیغمبر ص د نیکمرغه زوکړې ځانګړې مطلب
که صورت د محمد نه وی پیدا
پیدا کړې به خدای نه وه دا دنیا
که ولی دی که نبی دی که عاصی دی
محمد دی د تمام جان آبا
خدای یې مه ګڼه بې شکه چې بنده دی
نور یې کل واړه صفات دي په رښتیا
(رحمان بابا)
د مهربانۍ د استازي او دخدای د وروستي ګران رسول حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په شپو ورځو کې یوو. د پينځه سوه اویایم میلادي کال د عام الفیل د ربیع الاول اولسمه نیټه، نړۍ د یو داسې انسان د پنځون په رڼا وځلیده چې څلویښت کاله وروسته د خدا ي په امر مامور شو چې د اخلاقي مکارمو په بشپړتیا سره انسانان د ژغورنې او نیکمرغۍ څوکې ته ورسوي ، هغه حضرت له جهل ، ظلم او بې عدالتۍ په ډکې ټولنې کې د هستۍ تر ټولو ښکلې شعرونه د نړیوالو په غوږونو کې زمزمه کړل چې « قولوا لا اله الا الله تفلحوا» ای خلکو ای د نادانۍ او شرک په زولنو کې ښکیلو انسانانو ! ووایئ: بې له یوازیني خدایه بل څوک نیشته چې وژغورل شئ.
×××
حضرت محمد (ص) د دغه نوراني کلام په رڼا کې انسانانو ته تر ټولو لوړ او بشپړ دین وړاندې کړ او د خپل رسالت ډالۍ یعنې اسلام یې هغوی ته ورکړه . کومو کسانو چې اسلام ومانه او د خدای په یووالي او د پيغمبر په پیغمبرۍ یې ګواهي ورکړه د مسلمانۍ ویاړمن نوم يې خپل کړ . د محمد د رسالت په برکت د جنګ او ورور وژنې اور مړ شو او ټول د اسلام د روح بخښونکو تعلیماتو په سیوري کې یو زړي او مهربانه شول . هغه حضرت د خپلو غوره اخلاقو په وجه په قران کې ستایل شوی او د خپلې مهربانۍ او نرمۍ له امله یې د خلکو زړونه ځآنته راکښلې دي. پیغمبر داسلام په برکت ډير تندخویه کسانه بدل کړل او له هغوی یې اغیزمن او لوی انسانان جوړ کړل . خو له بده مرغه نن سبا یوه ډله چې د غفلت او کینې زنګونو یې زړونه تیاره کړي او جهل او بې خبرۍ یې عقلونه ورقلف کړې دي د خدای او پيغمبر په نامه د مسلمانانو په خلاف ډیر بوږنوونکي جنایتونه کوي او ورباندې ویاړي ، نو تاسو ووایئ آیا دغه د مسلمانانو غولیدلې ډله د جاهلیت دوران ته نه ده ستنه شوې؟
×××
دا دی نن د مهربانۍ او رحمت د پیغمبر د نیکمرغه زوکړې یا میلاد په کلیزې کې له لویه خدایه غواړو چې د بصیرت رڼا له اسلام او د پیغمبر له سیرته د غافلو کسانو په زړونو وځلوي او د ګډ دښمن په وړاندې د مسلمانانو لیکې تر مخکې زیاتې مزبوتې کړي.
تاسو ته د رسول الله مبارک د نیکمرغه میلاد مبارکي وایو او یو څو شیبې د مسلمانانو تر مینځ د وفاق او یو زړه والي د پیدا کولو لپاره دهغه حضرت د لارو چارو او سپارښتنو په موضوع سره ستاسو په خدمت کې یوو په دې هیله چې له مونږ سره مله اوسئ.
××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××
رسول الله مبارک به همیشه د ګډ دښمن په وړاندې د اسلامي امت په یووالي ټینګار کاوه . په دې ډول چې د دغه چارې د تحقق لپآره یې ډیر زیار وویسته او هغه یې داسلام له اصولو او ارزښتونو ګڼلې ده . حضرت علی علیه السلام په دې اړه فرمایی:
« پيغمبر ټولنیز درزونه په وحدت سره اصلاح کړل او فاصلې یې ختمې کړې»
نن د اسلامي امت د وحدت مطلب دا دی چې مسلمانان د خپل دین د ساتلو په ترڅ کې د دیني مشترکاتو لکه توحید ، قرآن ، پیغمبر ، او دهغه حضرت د سنتو په چورلیز د هغو خطرو په وړاندې چې اسلامي ټولنه ګواښي یو والی او یو زړه والی ولري او ډول ډول مذهبي ، سیاسی ، ژبني او توکمي اختلافونه پریږدي.
××××
یوه چاره چې د وحدت او یو والي د راوستلو لپآره یې د پیغمبر استراتژي ګڼلی شو د هغه حضرت اخلاق او کردار دی . د رسول الله مبارک نرم او جاذبه لرونکي اخلاق همیشه د اختلافاتو د سړولو ا او د پاک فطرته کسانو د جذبولو لپاره یو ډیر لوی لامل پاتې شوی دی. د پیغمبر معجزه ناکه مینه سبب کیده چې کله کله به ډیر سخت مخالفان هم دهغوی له صفونو سره یو ځای کیدل په دې ډول چې د پیغمبر خوښ اخلاق به د زړونو د وحدت او مینې چورلیز ګرځیده .
×××
هغه حضرت د ټولنیزو ظرفیتونو په دقیقې پیژندنې سره د ټولو له خوا د وحدت د منلو زمینه برابره کړه رسول الله مبارک مدینې ته له رسیدلو وروسته د مختلفو ډلو تر مینځ د یووالي تړونونه وکړل ، دغه تړونونه دهغه وخت په ټولنه کې د ی اسلامي وحدت د پیداکولو لپاره یوه ښکاره بیلګه او حل لاره ګڼلی شو. او دا هغه لومړي قراردادونه وو چې پيغمبر په مدینه کې د مختلفو قبیلو او پرګنو تر مینځ وکړل . دغه تدبیر د ملي او دیني وحدت د پيدا کولو لباره تر ټولو ښه حل لاره وه ځکه چې د ښکیلو قبایلو تر مینځ وحدت د یو سیاسي او حکومتي وحدت د جوړیدو زمینې برابرې کړې.
×××
د مهاجرو انصارو تر مینځ تړون هم د عمومي وحدت د جوړولو او د دیني پیوستون او یووالي د روحیې د القاء کولو لپاره ډیره اغیزمنه طریقه وه . پيغمبر د مکې د مهاجرو ترمینځ او دمدینې د استوګنو تر مینځ چې انصار یعنې مرسته کوونکي ګڼل کیدل د ورورۍ تړون وکړ ؛ په دې دول چې انصارو خپل مهاجر وروڼه په خپلو مالونوړ او کورونو کې شریک کړل . د دغه تړون په یوه برخه کې راغلې دي:
«مسلمانان د یو بل دوستان او ملاتړي دي او د ظلم او تیري په وړاندې به له یو بل سره متحد کیږي ، د تړون لاسلیکوونکي یو ملت جوړوي ، هیڅ کس باید د هم تړوني کس په حق کې ظلم ونه کړي که د مسلمانانو تر مینځ کوم اختلاف پیدا شي د حل مرجع به یې خدای او رسول وي»
×××
دغه د وروۍ تړون په یو خدای او توحید د ایمان په چورلیز او د قامي انګیزو د نفي په اساس جوړ شو . لکه چې د حجرات سورې په لسم ایت کې خدای تعالی د ایمان راوړونکي د یو بل وروڼه ګڼي او فرمایي:
« مومنان دیو بل وروڼه ده ، نو د دوو وروڼو تر مینځ سوله او روغه وکړئ، او تقوی ته مخه کړئ ښایی د خدای په رحمت کې شامل شئ»
په دې ډول پیغمبر د اخوت د مطرح کولو سره مسلمانان له ګواښونکو خطرو وژغوري.
×××
د پيغمبر مطلوبه ټولنه هغه ټولنه ده چې ټول غړي یې د توحیدي دین په اساس د یو بل وروڼه دي . په دغه آیډیاله ټولنه کې د ورورۍ روحیه څپې وهي او ټول وګړي یې په یو وحدت بخښونکې رابطې کې ګډ ژوند کوي. لکه چې رسول الله مبارک فرمایي: د یو بل په مینځ کې په دوستۍ مینې او رحمت کې د مومنانو مثال د یو واحد بدن په شان دی ، کله یو غړی ودردیږي نور غړي هم ورسره په درد وي. ( بحار الانوار ، ۳۹ ټوک ۵۶ مخ)
او همدا مطلب لوی شاعر شیخ سعدی شیرازی په خپل شعر کې داسې راوستی دی
بنی آدم اعضای یکدیګرند ،
که در آفرینش زیک ګوهرند،
چو عضوی بدرد آورد روزګار ،
دګر عضوها را نماند قرار.
د وحدت او یو زړه توب د پیدا کولو لپاره د رسول الله مبارک د سیرت په یو بل ځای کې راغلې دي چې هغه حضرت د مکې له فتح کولو وروسته په مسجد الحرام کې یو وینا وکړه ، ددغه وینا ځینې ټکي دا دي:
« مسلمان د بل مسلمان ورور دی ، به هغه ظلم نه کوي، هغه نه خواروي ، له هغه سره خیانت نه کوي ، د هر مسلمان دنده ده چې له یو بل سره د پیوند ، اړمنو ته د مرسته رسولو او له یو بل سره دمهربانۍ کولو په لاره کې هڅه وکړي»
××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××
د اسلامي وحدت د جوړولو لپاره د پیغمبر یوه بله لاره د توکم پالنې ، قام ګروهنې او ناروا نسلي توپیرونو نفي کول دي. اسلام له قامي او توکمي تعصباتو سره مبارزه و کړه او یوازې تقوا یې د لوړاوي معیار وګرځاوه . پيغمبر د اسلامي وحدت د جوړولو او د نسلي تعصباتو ختمولو په لړ کې د بلال حبشي او سلمان فارسي قدرونه وکړه چې په دې ډول هم له موجودونو توپیرونوسره مقابله وکړي او ورو ورو الهي ارزښتونه د ټولنیزو منصبونو او مقامونو معیار وګرځوي.
یوه ورځ سلمان فارسي د پیغمبر په جومات کې ناست و ، یو شمیر اصحاب هم حاضر وو، د اصل او نسب خبره شوه ، هغه ته یې وویل : ته دې خپل اصل نسب راوښیه ، دغه هوښیار کس چې د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې روزل شوی و په ځا ی د د ې چې د خپل اصل او نسب او توکمي ویاړونو خبره وکړي ، وویل:
« زما نوم سلمان دی ، او دخدای دیو بندی زوی یم ، بې لارې وم ، خدای د محمد (ص) په وسیله هدایت کړم ، نیستمن و خدای د محمد (ص) په ذریعه بې نیازه کړم ، مریی وم ، خدای د محمد (ص) په وسیله آزاد کړم ، دا دی زما اصل او نسب .»
په دغه وخت کې رسول الله مبارک راننوته او سلمان ورته دغه کیسه بیان کړه : د خدای رسول (ص) هغه ټولي ته چې ټول قریش وو مخ کړ او وې فرمایل : « ای د قریشو ډلې! وینه یعنې څه ؟ نسل یعنې څه ؟ دهغه کس ویاړمن نسب دهغه دین دی ، د هغه کس میړانه د هغه اخلاق ، شخصیت او ډیر کار او خد مت دی»
××× د قامي او توکمي تعصباتو د بې اساسوالي په هکله د رسول الله مبارک بیا بیا تاکیداتو د مسلمانانو په تیره بیا د غیر عربو مسلمانانو په یووالی او یو زړه والي کې ژور اثر پیدا کړ. او په هغوی کې یې یووالی راوسته . له همدې امله مسلمانانو که هغه عرب دي او که غیر عرب اسلام د خپل ځان وګاڼه او توکمي تعصبات ونه توانیدل غیر عرب مسلمانان په اسلام بدبینه کړي.
×××
بې له شکه د حضرت محمد (ص) سیرت ، د مسلمانانو د وحدت د تحقق لپاره تر ټولو کارنده لارې چارې وړاندې کوي. قرآن ، سنت او د پيغمبر او اهل بیتو سیرت ته مراجعه ، دمخالف کس د نظرونو زغمل ، د نورو مذهبونو له منونکو سره ګوزاره او له ملي اوتوکمي تعصباتو ډډه کول ، د مختلفو اسلامي فرقو د پوهانو تر مینځ تعامل او راشه درشه ، د بدګمانیو او ناوړه تفاهمونو د ختمولو لپاره علمي خبرې اترې او د دښمنانو په توطئو اوسازشونو ځان خبرول ، د وحدت او یووالي د پیدا کولو لپاره د مسلمانانو په وړاندې راڼه او ځلانده افقونه پیدا کولی شي.
Add new comment