دنبی کریم (ص) او دامام صادق (ع) مبارک میلاد
د پیغمبراکرم حضرت محمدمصطفی(ص)او امام جعفر صادق (ع) دمبارک میلاد په هکله دګرانو اوریدونکیو دعقیدت پیرزوینې
که صورت د محمد نه وې پیدا...........خدای به نه وه پیدا کړی دا دنیا
کل جهان دمحمد په روی پیدا شو.....محمد دی دتمام جهان آبا
نبوت په محمد باندې تمام شو .......نشته پس له محمده انبیا
نور هاله دمحمد ؤپه جهان کښې......چې بوی نه ؤ دآدم او دحوا
په صورت کښې آخرین دی پیدا شوی....په معنا کښې اولین دی له هرچا
خدای یې مه ګڼه بیشکه چې بنده دی......نور یې کل واړه صفات دي په ریښتیا
که نبي دی که ولي دی که عاصي دی.....محمد دی دهمه واړو پیشوا
Add new comment