افخم: په یمن کې په ترهګر برید کې ایرانی ډيپلوماټ ټپي شو

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، مرضیه افخم اعلان وکړ چې په صنعا کې په یوه ترهګر برید کې یو ایراني ډيپلوماټ سخت ټپي شو.
افخم زیاته کړه چې تر اوسه پورې ددې ایراني ډيپلوماټ د وژل کېدو خبرونه نه تاییدوي، بلکې سخت ټپي شوی دی.
افخم همدارنګه وویل چې له یمني چارواکو سره په اړیکه کې ددې ترهګر برید اړخونه په حساسیت سره تعقیبووو.

Add new comment