ایران په نږدې راتلونکې کې فضا ته درې سپوږمکۍ توغوي
زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ا یران د اسلامي جمهوریت دولسمشر د اجرايي چارومرستیال، محمد شریعتمداری نن ددې خبر په اعلانولو سره وویل چې د تدبیر، شریف سټ او فجر په نوم درې سپوږمکۍ فضا ته د توغولو لپاره چمتو دي.
شریعتمداري وویل چې ددې سپوږمکیو د تخنیکي آزموینو په بشپړولو سره به ډېر ژر فضا ته و توغول شي.
Add new comment