د ایران او ۵+۱ ډلي موافقه،د اسلامي نړۍ د عظمت او سرلوړۍ لپاره یو تکتیک او آزموینه ده
د تهران د جمعي لمانځه خطیب د ایران او ۵+۱ ډلي موافقه د کمزورتیا له دریځه ونه وبلله اوويي ویل دغه موافقه د اسلامي نړۍ د عظمت او سرلوړۍ لپاره یو تکتیک او آزموینه ده
د تهران د جمعي لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقي ،په راتلونکو ورځو کښې د ایران او ۵+۱ ډلي تر مینځ د جینیوا د موافقې اجرايي کیدو ته اشاره ړکړه او ويي ویل د ایران مقاوم ملت د اسلامي انقلاب له بریالي توب وروسته توانیدلی دی درست ګواښونه په فرصت بدل کړي .
هغه د ایران له اټومي مرکچې پلاوې ملاتړ اعلان کړ او ويي ویل د ایران ملت هیڅکله زور او ګواښ ته نه دی تسلیم شوی او نه به هم تسلیم شي .
د تهران د جمعي لمانځه خطیب له دې سره په یوه وخت د ایران اټومي مرکچې پلاوې ته سپارښتنه وکړه، د خبرو اترو په دوام کښې اړینه ځیرتیا ولري او د اسلامي جمهوري نظام سري لیکي او مصلحتونه وساتي .
حجت الاسلام والمسلمین صدیقي لبنان ته په وروستې سفر کښې،د دغه هیواد د حزب الله غورځنګ د لوړ پوړې قوماندان عماد مغنیه په قبر د اسلامي ایران د خارجه وزیرمحمد جواد ظریف شتون او درناوې ته اشاره وکړه او ويي ویل د اسرائیلو د غاصب رژیم او استکباري نړۍ په وړاندې د لبنان مقاومت د اسلامي نړۍ او بشریت پیاوړی ویاړ دی.
د تهران د جمعي لمانځه خطیب،زیاته کړه د لبنان حزب الله غورځنګ ،لومړنۍ ډله وه،چې د اسرائیلو نه ماتیدنه يې باطله کړه او د درستو لپاره يې د مقاومت اعجاز په ډاګه کړ .
نوموړې د لبنان د حزب الله غورځنګ د مشرانو په ترور او په صبرا او شتیلا کښې د صهیونست رژیم پخوانې لومړې وزیر آریل شارون جنایتونو ته اشاره او د دغه جنایتکار په مرګ په غبرګون کښې د لویدیځو چارواکو غمرازي اعلانولو يې خواشینی وښودله او ويي ویل اوس د دي وخت رارسیدلی دی چې د لویدیځي نړۍ خلک ویښ شي او وویني چې د هغوۍ مشران له کومو ډلو او عناصرو ملاتړ کوي .
ښاغلي صدیقي د اسلامي نړۍ د وحدت د ضمانت لاره په ګډولو تکیه وبلله او زیاته يې کړه،درست مسلمانان په واحد خدای او د هغه په ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) او په وروستۍ الهي وحي او د پیغمبر په تلپاتې معجزي قرآنکریم باور لري .
هغه ټینګار وکړ، د اسلامي نړۍ ظرفیت قدرت جوړونکی دی او که درست مسلمانان تر اسلامي بیرغ لاندې راټول شي ،نو د اسلامي نړۍ حکومت به په درسته نړۍ کښې خپور شي.
Add new comment